هغه خلک چې په رښتیا ویلو باندې په دار شول!
ته پوهیږي چه منصور یوازي نه وو چه په رښتیا ویلو لاره کې يي سر وبایله، په تاریخ کي داسي ډیر مثالونه شته چه حق ویلو ډیر انسانان له تیغه تیر کړي دي.
له نن څخه څه د پاسه ۴۰۰ کال مخکي ( د فبروري ۱۶ کال ۱۶۰۰) د وخت رومان کلیسا برونو (Giordano Bruno, philosopher and scientist) په دي خاطر ژوندي وسیزه چه ویل يي مځکه د کایناتو مرکز نه دي بلکه د یوي سیاري په توګه د لمر چاپیره ګرزي. هغه يي لمړي اته کاله بندي کړ چه له خپلي عقیدي تیر شي، ټول کتابونه يي ورته وسیزل او کله چه يي خبره ونه منله نو اور يي ورته کړ او ژوندي وسیزه.
ته پوهیږي چه سقراط يي هم مجبور کړ چه له میلاد څخه ۳۹۹ کاله مخکي زهر وخوري ځکه د خلکو عقاید يي چیلنج کړي وو او د یونان له خدايانو منکر وو. دي ټولو کسانو خبري کولي چه سرونه يي خوړل. او ته وايي چه خبري څه ارزښت لري.
محمد اکبر پیمان