نیمګړی دنیا | شعر – سید عبیدالله نادر

څوک د نیمـــــــــګړي ارمانو سره ځي
څوک د دردونو طــــــــــوفانو سره ځي

څوک وي بې باکه له حســــاب و کتاب
څوک د ګنـــاه، له سیــــــلابو سره ځي

څو بی احســـاسه بی نشــــــانه شي مړ
څوک د احســــــــاس د غلبلو سره ځي

څوک تیروي، په بیدردۍ خپل عمــــــر
څوک د دردونو، طـــــــوفانو سره ځي

تل په دنیـــــــــــا کي ، بیدران پاتی وي
احســـــاس خاوند، عالی فکرو سره ځي

څوک بی خبره ،له رموزه د عــــــــشق
څوک یي په شړنګ ، د زولنو سره ځي

څوک وي خوشحاله ، په دوام کي د عمر
څوک د دنیا نه ، د تو بــــــــــو سره ځی

چا ته یو ګوټ هم، د طـــــــــالع نه رسی
څو ک ارمــــانونو ، ډک جامو سره ځي

چا سره نه وي ، د بشــــــــــر درد و غم
څوک یي په غم کي ، اندیښنو سره ځي

څوک نه لری، په خپل خاطر کي ملال
څوک یو دفتر، د خــــــــــاطرو سره ځي

چا ســــــــره نه وي ، په زړګي داغونه
څوک د زخمي زړونو، داغــو سره ځي

چا سره نه وي ، پّه سترګــــــــــو کي نم
څوک یي د اوښـــــــــکو دریابو سره ځي

تل وي غمجن ، دا غمــــــخواران د بشر
چی له دنیا نه ، ارمــــــــــــانو سره ځي

سید عبیدالله نادر

کال ۱۳۷۷ پیښاور

 

 

 

 

د ښوونکي لارښود کتابونه
د نصاب کتابونه

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ
Back to top button
واسع ویب

واسع ویب فیسبوک پاڼه لایک کړئ

زموږ فیسبوک پاڼه لایک او له نورو سره شریکه کړئ

#مننه_چې_یاستئ