نوم څه ته وايي؟ د نوم ډولونه
کلمه څه ته وايي؟
تاسو پوهيږئ چه هر مانا لرونكي ټكي ته كليمه وايي او د يوې موخې ( هدف ) د څرگندو لو لپاره اړ يو چې څو كليمي سره يو ځاي كړو. ددغو ټكو ( كليمو) له يو ځاى كېدو څخه غونډله يا جمله جوړيږي .
په پښتو كې نوم د كليمې له ډولونو يا د كلام له توكو څخه يو ډول دي.
لكه لمر ، زوى ، ورور ، چرګ ، ميوند .
د مانا له مخې د نوم ډولونه:
نوم د مانا له مخې په پنځه ډوله دى: ۱ – ځانګړى نوم:
چې خاص سړى يا يو ځانګړى شى راپيژني ( معرفي كوي ) لكه: احمد شاه بابا، رحمن بابا، كابل، حمزه بابا …
۲ – عام نوم:
هغه دى چې يو خاص شى ترې نه مراديږي بلكې پر خپلو ډولونو يوشان دلالت كوي لكه : لرګى ، پاڼه ………………………
۳ – د جنس نوم:
هغه دى چې پر لږ او ډيرو باندې يو ډول دلالت وكړي لكه:اوبه ، غوړي ، غنم ، تيل.
۴ – ډله ييز نوم:
هغه دى چې په لفظ كې مفرد وي او په مانا كې د يوې ډلې لكه: لښكر، جرګه، رمه ، ټولى ، ولس او داسې نور و لپاره وركارول شي .
دا نوم د ډيرو ډلو په شتون يا يې يادونه جمعه كيږي لكه: جرګې ، رمې ، ډلې او نور .
۵ – مجرد نوم:
هغه دى چې هغه څيز په سترګو نه ليدل كيږي لكه: عقل،پوهه،ويره او داسې نور .
نوم د جوړښت له پلوه په دوه ډوله دى :
مركب نوم: چې له دوو يا زياتو كليمو څخه جوړ شوي وي .
لكه: شيرپور، كندهار ، شيرشاه مينه ، بريكوټ او نور مركب نومونه كله كله په مخفف ډول هم راځى لكه: ترله (دتره لور).
۲ – بسيط نوم : دا داسې نوم دى چې له يوې مفردې كليمې څخه جوړ يږي او نور توكي نه لري
لكه : كټ ، لاس ، سر ، زړه ، خوله او داسې نور ………… ….