نوروز ولې او په څه حرام دی؟
موږ ټول مسلمانان په دې اند یو چې نوروز لمانځل حرام دي، خو زموږ ځينې ناخبره مسلمانان یې بیا لمانځي،
د نوروز مبارکي او د نوروز په مناسبت خوراکونه، هفت ميوې، لباسونه، ډالۍ ګانې، رخصتي کول، خپل ورځني کارونه ځنډول او ميلو ته تلل قطعاً حرام دي.
ځکه دا د مجوسيانو سره مشابهت دى او نوروز د مجوسیانواختر دى، د اسلام د مقدس دين په راتګ سره د جاهليت د دورو ټول خرافاتي او جاهلانه رسمونه مردود شول، د جاهليت په زمانه کې چې کوم اخترونه مروج وو هغه هم باطل اعلان شول او پر ځای يې دوه اخترونه د فطر اختر او د قربانۍ اختر مينځته راغلل .
نوراځم اصل مقصد ته چې تاسو ته د نوروز حرمت له قرآن کریم، احادیثو او حنفي فقهې څخه ثابت کړم:
له قرآن کریم څخه د نوروز حرمت:
الله ﷻ فرمایي ﴿ وَلا تَكُونُوا كَالَّذِينَ نَسُوا اللَّهَ فَأَنسَاهُمْ أَنفُسَهُمْ أُوْلَئِكَ هُمُ الْفَاسِقُونَ ﴾ [سورة الحشر: ۱۹].
ژباړه : د هغو کسانو په څیر مه کېږئ چې الله ﷻ یې هیر کړی ، نو الله ﷻ پر هغوی د هغوی خپل ځانونه هیر کړل، همدغه خلک فاسقان دی.
نو په حقیقت کی یهودو نصارو او مجوسو الله تعالي هیر کړی دی.
او بل ځای الله تعالي په قرآن کریم کې فرمايي:
﴿ وَالَّذِينَ لَا يَشْهَدُونَ الزُّورَ وَإِذَا مَرُّوا بِاللَّغْوِ مَرُّوا كِرَامًا ﴾ [سُوۡرَةُ الفُرقان: ۷۲].
(او د الرحمن بندګان هغه دي) چي د درواغو شاهدي نه وایي او كه په كوم بابيزه شي باندې ورشي، نو د شريفو انسانانو په څېر ورڅخه تېرېږي.
تفسیر ابن کثیر په جلد ۶ صفحه ۱۳۰ او تفسیر الدرالمنثور په جلد ۶ صفحه ۲۸۲ ، او الجامع الحکام القران ، په جلد ۱۳ صفحه ۷۸ ، او الباب في علوم الکتاب په جلد ۱۴ صفحه ۵۷۴ ، وغیره نور تفسیرونه لیکي چې د ايت معنی داده چې رښتني مؤمنان هغه خلک دي چې د مشرکانو عیدونه او مېلو ته نه حاضرېږي، او په هغو کي برخه نه اخلي.
له احادیثو څخه د نوروز حرمت:
رسول الله ﷺ فرمایي: «مَنْ تَشَبَّهَ بِقَوْمٍ فَهُوَ مِنْهُمْ» (رواه ابوداؤد). يعنې هغه څوک چې له یو قوم سره مشابهت کوي؛ نو دی هم د هغو څخه دي.
مشابهت په عبادتونو او عادتونو او اخترونو کې هم راځي، نو نوروز لمانځل ځکه حرام دي چې د مجوسيانو او کافرانو سره مشابهت راځي.
او بل يو بل حديث دی:
عَنْ أَنَسٍ قَالَ قَدِمَ رَسُولُ اللَّهِ صلى الله عليه وسلم الْمَدِينَةَ وَلَهُمْ يَوْمَانِ يَلْعَبُونَ فِيهِمَا فَقَالَ «مَا هَذَانِ الْيَوْمَانِ؟». قَالُوا: كُنَّا نَلْعَبُ فِيهِمَا فِى الْجَاهِلِيَّةِ. فَقَالَ رَسُولُ اللَّهِ صلى الله عليه وسلم: «إِنَّ اللهَ قَدْ أَبْدَلَكُمْ بِهِمَا خَيْرًا مِنْهُمَا يَوْمَ الأَضحَى وَيَوْمَ الْفِطْر» رواه ابوداود. مرقاة: ج٣، ص٢٩٣، و في مرقاة وهما يوم النيروز ويوم المهرجان.
ژباړه: له انس رضي الله عنه څخه روایت دی، هغه وايي کله چې نبي کریم ﷺ مدینې منوري ته تشریف راوړو، د مدینې خلکو دوه ورځې درلودې (یوه د مهرجان او بله د نوروز) چې په هغې کې به یې لوبې کولې. نبي کریم ﷺ ورته وفرمایل دا د څه شي لوبې تاسوکوئ؟ د مدینې منورې خلکو ورته وویل مونږ به د جاهلیت په دوران کې په دې دوه ورځوکې لوبې کولې. بیا نبي کریم ﷺ ورته وفرمایل چې الله ﷻ تاسې ته ددې دوه ؤ ورځو په بدل کې دوه نورې بهترې ورځې درکړي چې یوه د لوی اختر ورځ او بله د کمکي اختر ورځ ده.
د حنفي فقهې تر ټولو مشهور او معتبر کتاب رد المحتار کي علامه ابن عابدين د نوروز او مهرجان په باره کې ليکي: وَالنَّيْرُوزُ أَوَّلُ الرَّبِيعِ وَالْمِهْرَجَانُ أَوَّلُ الْخَرِيفِ وَهُمَا يَوْمَانِ يُعَظِّمُهُمَا بَعْضُ الْكَفَرَةِ وَيَتَهَادَوْنَ فِيهِمَا (رد االمختار مسائل شتى ۵ / ۳۸۱).
ژباړه: نوروز او مهرجان دواړه داسې ورځې دي چې ځيني کافران يي درناوى او تعظيم کوي په دې ورځو کې يو بل ته سوغاتونه، هديې او تحفې لېږي.
نو نوروز هیڅ افغاني او مسلماني دود اوکلتور نه دی، د مسلمانانو خپل اخترونه معلوم دې، مسلمانان باید خپل اخترونه ولمانځي نه د مشرکانو او مجوسیانو اخترونه.
لیکنه : الیاس تکل