نعناع د سینې او معدې ناروغۍ علاج کې
ډاکټران وایی، چې نعناع (mint) د سینې د مختلفو ناروغیو په مخنیوي کې ډیره مرسته کوي.
د دوی په باور، که نعناع هره ورځ وخوړل شي، د معدې فعالیت او هاضمي سیستم پیاوړی کوي.
سربیره پر دې، د نعناع خوړل د کانګې یا استفراق او دسر درد په مخنیوې کې د پام وړ رول لوبوي.
نعناع د سینې او د مرې درد او د سږو ناروغۍ ختموی.
د نعناع خوړل د سالنډۍ د ناروغانو لپاره هم ډیره ګټه لری .