نا هيلۍ ځپلو زړونوته ډاډ ورکړئ
مشرې خور یې په مینه ورته وویل : ګرانې ولي مو دا پو ښتنه وکړه ؟
ناروغې ماشومې ورته وویل : ځکه زه داسي فکر کوم چې کله د دې ونې وروستی پاڼه لوېږې زما د ژوند شپې به هم پای ته رسېدلي وي …
مشره خور یې مسکۍ شوه او وې ویل : چې داسي ده نو بیا به ماو تا ډېره موده له ژوند نه خوند واخلو او که خدای کول د ژوند ټول ارمانونه به مو ترسره شې .
شپي ورځي تېرېدلي ناروغي ماشومي له خپلي خور سره یوځای خوندور ژوند تېراوه ، خوندوري لوبي یې کولې او دماشومتوب له پاچاهۍ یې مزې پورته کولې، د وني پاڼې هره ورځ کمېدلي او ناروغي ماشومي به هروخت څارلې ، اخر په ونه کې یوه پاڼه پاته شوه او دي به همیشه هغه پاڼه څارله ، دې ګومان کاوه چې که داپاڼه ورژېدله نودابه خپله ناروغي وژني او مري به !
خزان اوژمی دواړه تېرشول خوداپاڼه لاپه ځای تم وه او ونه رژېدله ، ناروغه نجلۍ هم له ناروغي نه په رغېدا وه ؛څو رکه روغه شوه ، اوله خپلي خور سره یې خوشاله ژوند کاوه ، حالات او ژوند طبیعي شو او ناروغه ماشومه رکه روغه شوه ، عجیبه داوه چې هغه یوه پاڼه لاپه ونه کې پاته وه او نه وه رژېدلي !! یوه ورځ ماشومه ونې ته ورنږدې شوه څو هغه معجزه پاڼه ووینې ، چې ویې لیدله هغه یوه پلاستیکي شنه پاڼه وه اوپه ډېره ښه توګه په ونه کې بنده کړل شوې وه ،ماشومه په خندا بېرته راستنه شوه او پوه شوه چې مشرې خوریې د دې د ناهيلۍ د مخنیوي په موخه داچل برابر کړی و …
که دچا په وس کې وې چې خپل مسلمان ورور خوشاله ولري؛
نو نه دي سپموي،
هغه زړونوته چې ناهيليو ځپلي وې امیدونه او ډاډ ورکړئ ،
دردمنو او غم ځپليو وروڼو او خوندو ته د خوشالۍ رڼا ورکړئ،