ناکامورا ووژل شو، خو نوم یې د انسانیت ته د خدمت په کتاب کې ثبت شو

عبادت نه یواځي تســـــــبیح وییل دي
په اوږو د ټول عالم بارونه وړل دي

ناکامورا د ډیر لیري وطن او ملک څخه یعني د جاپان څخه مساپرد پښتنو وطن ته خدمت د پاره راغلی وو ،که څه هم د دې وطن د خلکو په ژبه بلد نه وو ،خو دخپل د صادقانه خدمتونو د تر سره کولو په واسطه یې د زمان په ډیر کم وخت کې د خلکو په زړونو کې لار پیدا کړه ،او ډیر محبوب شو ،

په ښه خوی باندی تسخیر شي تمام زړونه

له بد خوی څخــــــــــه پیدا شي ، نفرتونه

د سمسورتیا او بیا رغاونۍ یې ډیری افساني پریښودې ، چې نمونۍ یې ژوندی پرتي دي .نور خلک یې هم ډیر د کار د پاره وهڅول ،ده به په کراتو او بار بار د همت د درس ورکولو په خاطر و نورو ته ، بوجي ګاني به یې په خپل شاه واړولي او وړلي به یې په داسي حال کې چې ده ، د یو رییس په صفت کار کوو،او د خپلي موسسي رییس وو ،د ده په زرګونو تصویرونه چې په فیسبوکونواو میډیا کې خپاره شوي ،دی خړ پړ ګرد وهلی د کار په جامو کې ښیي ،تجملي لباسونو نه بیزاره ښکاریده ،ده چې کومی مټی او پیڅي د کار د پاره بډ وهلي وي ، ډیر خلک یې تنبه او بیداره کړل ، ډیرو ته یې د خودۍ ټکان ورکړ ، دده په راتګ ډیر ځایونه ګلستان شول ،یو یو اغزی به یې د لارې څخه لیری کاوه او پرځای به یې ګلونه کرل ،زما د دي شعر په مصداق:

اغزن ماحول په ګلستان د معرفت شو بدل

د مصلحت قـــــــدم چې هلته د دانا ورسید

د زمان په ډیر کم فرصت کې ،د ده صادقانه  خدمتونه هم نه یواځي زمونږ خلکو ته بلکه ټوله نړۍ ته محسوس شول ،او دي خپل ځان و عالم بشریت ته د یو ریښتني خدمتګار په توګه وښوده ،او ښکاره یې کړ ،په دي ټول پوهیدل چې داکټرتیتسوناکامورا د دي وطن یو صادقه زړه سوانده خدمتګار دی ، نو له همدې وجهي خلکو ته ډیر ګران وو ، او خلکو ډیر نازاوه او خلکو به ورته له ډیره نازه کاکا مراد وییلي د خلکو په زړونو کې دومره ځای نیولی وو چې  ،

د عرفی د دي شعر په مصداق :

چنان با نیک و بد خو کن که بعد مردنت عرفی

مسلمانت به زمــــزم شوید و هندو بســــــوزاند

 

د ده بی ترسه خدمت په دي لاره کې د اوږدو کلنو په دوران کې په داسي نا مساعده شرایطوکې داسي وښوده ، چې غواړي لارې رڼا کړي خو که په ده هرڅه وشوه ، دی پرې پروا نه لري ،د صاحب شاه صابر د دي شعر په مصداق چې وایي :

مونږ د ځان نه یو ، په ځان نه یو ، صابره

مونږ دې وسوځـــو ،خو لارې دي رڼا شي

 

د خدمتونو ښکاره نښه یې دا هم ده ،چې یو ځلي د افغانستان جمهور رییس ښاغلي اشرف غني ځان ته وباله ، او ډیر یې تقدیر کړ ،او دا د ده دوژلو څخه لږه موده دمخه وشوه ،او د ده د احترام د پاره ده ته  لورینې په خاطر ده ته یې د افغاني تابعیت   ورکړ ، کاشکي د دي کار سره د هماغي ورځي څخه د ده امنیت نور هم ټینګ  نیول شوی وای ، خو زمونږ حکومت او چارواکو په ډیر تأسف سره باید ووایم ، چې هیڅ راز پاملرنه یې ونه کړه ، همدا وو چې  یو څو ورځي وروسته د داکټر اشرف غنی د قدردانیو څخه د ده د کارونو نه، د خپل زړه سوانده او مهربانه پنځه تنه ساتونکو سره په جلال آباد کې د وطن د آبادۍ آو سمسورتیا د دښمنانو له خوا ووژل شو ،د ده دا پلان وو چې د کنړ د سند اوبه مهار کړي ، او تر یو څه حده بریالی شوي هم وو ، خلک پرې ډیر نازیدل او ویاړ یې کاوه ،خو له بده مرغه د بی قدرۍ او بی ارزۍ دنیاګۍ ته راغلی وو ،

بی ارزۍ نه دا ماحـــول راته سور اور شو

لکه پروت چې په مجمر ، د سور انګار یم

نادر

 

دي کار مونږ د جاپان سوله دوسته خلکو د پاره و شرمولو، د جلال آباد امنیت هم ، ډیر زیات خراب وښودل شو ، او د ټولو خلکو اندیښنه زیاته شوه ، چې په رڼا ورځ کې داسي یو سړی لکه غر راوپرځوی ، د دي دومره عظیم خدمتونو سره ، نور عادی خلکو خو هیڅ د ژوند  تضمین نشته دی ، په پوره ګمان سره چې داکټر تیتسو نا کامورا د کنړ د سیند د اوبو په خاطر وژل شوي ، ځکه هغه نه غوښتل چې دا اوبه ضایع شي ، او د هغه کوشش دا وو ، چې دا اوبه مهار کړي ،او په دي ورځو او وروستیو کلنو کې ،د پاکستان (آی ،اس آی) دا هڅي وي ، چې زمونږ د بندونو د جوړولو خنډ وګرځي ،او یا بندونو د جوړولو د پاره خنډ جوړ کړي ،او دا کار زمونږ ګاونډی ایران هم کاوه ، او کوي یې ، د ده وژل یې د داسو کسانو په واسطه تر سره کړل ، چې د هغو ماغزه یې مینځلي وو ،دوی دومره د ځان نه غافل خلک  ول ، چې د ناکامورا تر مرګ وروسته د دي لوی عالم او دنیا غبرګون ته به هم نه وي کتلي ، چې یواځي خو په دي فیسبوکونو کې څه حال دی ، چې سړی حیران شي نوره میډیا خو پریږده ،آیا چې دا بی ضمیره به ورته حیران شوي نه  وي، او که نه ،  ، د داسي بی ضمیره او تور وجدان خاوندانو باندی دوي دا وژني تر سره کوي ، ولي که د لږ وجدان او ضمیر خاوند وي ، چې د خلکو دا غبرګږن ته وګوري نو پښیمانه به شي ، دوي ته اوس دا هم جهاد ښکاري ، چې ما جهاد کړی ،علامه اقبال چې د شاعری او فلسفي افکارو په څنګ کې یو لوی عالم د دین هم دی ، نو داسي فرمایي :

دین کافر فکر تدبیرو جهاد

دین ملا فی سبیل الله فساد

 

خدای تعالی دي دي آدم رویه غولانو ته د حضرت بیدل په وینا یعني دي ، بی حاصلانو ته چې هیڅ ترې نه حضول کیږي ، یا پو هه ورکړي او یا نا څاپه او ناګاهه مرګ لکه چې په دي بیت کې وایي :

پرُاست آفاق از غولان آدم رو ، چه ساز است این

به این بی حــاصلان یا دانشــي ، یا مرګ ناګاهی

بیدل

 

په آخره کې ناکامورا ته دا وییل غواړم ، آرام بیده سه ستا خړ پړ ګرد وهلی صورت به هیڅ وخت او هیڅکله د دردمنو د زړونو نه و نه وځي ،ستا ځای د دردمنو په زړونو کې دی ،

د مذهب بنیاد پرستو ، د انسان خونریزی بند کړئ

لوی مذهب انســــــانیت دی ، محبت لویه سجده ده

 

سید عبید الله نادر

 

 

 

Wasiclinic YouTube Channel

Youtube video

Subscribe to Our YouTube Channel
Subscribe

پوهنتون تعلیمي یوتیوب چینل

Youtube video

چینل سبسکرایب او شریک کړئ
Subscribe

Editorial

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ
Back to top button
واسع ویب