ناروغ او د هغه پوښتنه!
الله(ج) خپلو بندګانو ته څومره نعمتونه خوشې (مفت) ورکړي دي. د مثال په توګه: د خبرو کولو توان، د لیدلو توان، د اورېدلو توان، او د ذایقې توان، او د تګ او راتګ توان. دغه بې حسابه نعمتونه، مونږه ټولو ته، الله(ج) مفت په نصیب کړي دي. انسانان، باید هر وخت د دغو نعمتونو شکرانه اداء کړي. د خبرو کولو شکرانه داده، چې سړی باید خپله خوله هر وخت د حق په ویلو خلاصه کړي، او یو مسلمان باید په هېڅ وخت کې له خپلې خولې څخه ناوړه ګټه پورته نکړي. د سترګو شکرانه داده، چې سړی باید حرامو شیانو ته ونه ګوري. او همداسې نور.
زه غواړم چې د خپل ځان په هکله ستاسې توجه راوګرځوم. الله(ج) ما ته الحمدالله، ۶۵ کاله مکمل صحت را په برخه کړی و. ما په دغه ۶۵ کالو کې یوه شپه هم په شفاخانه کې نوه تېره کړې. کله کله به ما پخپله له ځانه سره دا فکر کاوه، چې اې سړیه! لږ ورو ورو په لاره تګ کوه، چې څوک د په سترګو نکړي! هغه و چې زما په چپ لنګي هغه شانته درد شروع شو، چې ما د آګست له ۵ نېټې څخه د آګست تر ۱۸ نېټې پورې یوه سترګه خوب هم ونکړای شو.
د آګست په ۱۸ زه په شفاخانه کې عاجل بستر شوم. زما سترګو او خولې کار پرېښوده. داکترانو ډول ډول معاینې وکړې، اما دوی کوم اصلي علت تر اوسه پورې ندی پیدا کړی، او معاینې هنوز هم دوام لري. زه په ریښتیا سره د خپلې خولې او خپلو سترګو په قدر هغه وخت پوه شوم، چې هغوی کار پرېښوده. ما به له ځانه سره ویل چې الله(ج) دغه سترګې او خوله ۶۵ کاله مفتې راکړې وې. آیا ما، چې څرنګه لازمه وه، د هغو شکرانه مې اداء کړې وه، او کنه!؟
د انسان په بدن کې، الله(ج)، څومره لینونه او تارونه یو د بل سره، د مختلفو کارونو د اجراء کولو دپاره وصل کړي دي. د انسان د بدن ویرنګ، ډېر په عالي سویه سرته رسېدلی دی. که چېرې، الله(ج) مکړه، کوم لین او یا کوم تار خراب شي، نو د هغه تأثیرات به ډېر ناوړه عواقب ولري. الله(ج)، دغه د بدن پوستکی، د ټولو لینو د ساتلو دپاره په څومره مهارت کارولی دی. (سبحان الله).
کله به چې ماته د دغه ښار خلک پوښتنې ته راتلل، نو ټولو به په یوه خوله، دغه خبره کوله، چې دوی د ما د دغې شانته مریضۍ خبر نشو منلای، ځکه چې الله(ج) ماته ښه صحت راپه برخه کړی و، او زه په ریښتیا سره، د کامل صحت په اصلي مفهوم نه پوهېدم. زه سل په سلو کې دغه فکر کوم چې دغه مریضي به ان شاءالله، زما په ګټه وي. زه به ان شاءالله، له پخواه څخه نور هم زیات، د الله(ج) د نعمتونو شکرانه اداء کړم.
ما ته الحمدالله، خپلو خپلوانو، ملګرو، او دوستانو، ډېرې دعاګانې وکړې، او الحمدالله، الله(ج) هغه زما په برخه کې قبولې کړې. زه یوې دعا په خاصه توګه ډیر متأثر کړم، او هغه د زما د پوهنتون د پخوانیو شاګردانو دعا وه. دغه شاګردان، د سعودي عربستان و، او یوه شاګرد ماته په تلفون کې وویل چې هغه کعبې ته مخامخ ولاړ دی، او زما د مکمل صحت دپاره دعا کوي. دغه دعا په ما ډېر سخت تأثیر کړی. زه تر اوسه حیران یم، چې زما شاګردان، څرنګه زما په مریضۍ خبر شول، او په څه ډول یې د شفاخانې د هغه برخې د تلفون شماره پیداکړه، چې زه هلته بستر وم. نو دغه ماته سل په سلو کې ثابته شوه، چې د دوستانو دعاګانو او د ډاکترانو درملنې ماته پوره ګټه ورسوله.
هېره د نوي، چې زما مطلب دا ندی، چې زه یو څوک د تداوۍ څخه منع کوم. نه داسې نده. مونږه ټول باید د علاج دپاره داکتر ته مراجعه وکړو، لېکن اصلي شفاء ورکونکی، الله(ج) دی، او داکتر یوازې، یو سبب ګرځي.
مونږه ټول باید هر وخت د خپل صحت په برخه کې خاصه پاملرنه وکړو، او د بدن هره برخه د الله(ج) یو امانت دی، او دغه امانت باید په ښه توګه وساتل شي.
کله چې یو څوک مریض شي، نو په ریښتیا سره د هغو پوښتنه ډېر ثواب لري، او د هغه ثوابونه، په اسلام کې هرچاته معلوم دي. لیکن، زه د دغو ۲ هفتو د مریضۍ د تجربې په آساس دغه وایم: چې په ریښتیا سره، یو مریض په خپله پوښتنه ډېر زیات خوښحاله کیږي. یو مریض، کمک ته ضرورت لري، او هغه د خپلو ملګرو او دوستانو راتګ ته سترګې په لاره وي. یو مریض خپلې دوې سترګې د کوټې دروازې ته نیولې وي، چې اوس به یو څوک راځي. نو په ریښتیا سره، یو مریض، دې ته ډېره اړتیا لري، چې یو څوک د هغې پوښتنې ته ورشي.
زه له خپل ځان او نورو وروڼو او خویندو څخه دا هیله کوم، چې د امکان په صورت کې، د مریض پوښتنې ته حتمي ورشي، ځکه چې مریض عاجز، خپلې ۲ سترګې د کوټې دروازې ته نیولې وي. زه پخپله، له ټولو وروڼو او خویندو څخه، د زړه له کومي مننه کوم، او زما غریب له لاسه به څه پوره شي؟ خو زه دوی ټولو ته د الله(ج) له لوی او مهربان دربار څخه د عظیم اجرونو سوال کوم.
د پام وړ ټکي:
مونږه ټولو مسلمانانو وروڼو او خویندو ته لازمه ده، چې د خپل صحت په قدر پوه شو، او د الله(ج) د بې شماره نعمتونو شکرانه په سمه توګه اداء کړو. مونږه دغسې ونکړو، چې خپلې مریضۍ ته منتظر شو، او چې کله، مریضي راباندې راشي، نو بیا د صحت په قدر پوه شو. نه داسې باید ونکړو، او د مکمل صحت په وخت کې باید، د خپل صحت په قدر او شکرانه پوه شو.
همدارنګه، د امکان په صورت کې، هر څوک باید د مریض پوښتنه وکړي، او له هر نوعه عذرونو او بهانو څخه ځانونه، خلاص کړي. په ریښتیا سره چې، یو مریض، په پوښتنه ډېر خوښحاله کیږي.
په پای کې زه د خپل ځان او ټولو وروڼو او خویندو، د کامل صحت دپاره د زړه له کومي دعا کوم، او الله(ج)، د ټولو وروڼو او خویندو ته کامل صحت او سلامتي ور په برخه کړي. آمین.
زه یو ځل بیا خپل د عاجزۍ دواړه لاسونه د الله(ج)، لوی او مهربان دربار ته پورته کوم، او دعا کوم چې الله(ج) د په افغانستان او په ټوله نړۍ کې هغه شانته سوله راولي، چې هغه الله(ج) ته قبوله او منظوره وي. آمین یا رب العالمین.
عبدالله وردک