موږ ته سمه لاره وښیه | حدیث
انس بن مالک رضي الله عنه وایي: رسول الله صلی الله علیه وسلم به دا دعا ډېره کوله: ای د زړونو اړوونکيه زما زړه ستا پر دین ثابت کړه،
عن أَنَسٍ رضى الله عنه قَالَ: كَانَ رَسُولُ اللَّهِ صلى الله عليه وسلم يُكْثِرُ أَنْ يَقُولَ: يَا مُقَلِّبَ الْقُلُوبِ ثَبِّتْ قَلْبِي عَلَى دِينِكَ. رواه الترمذي، برقم 2140، وأحمد، 19/ 160، برقم 12107، ومصنف بن أبي شيبة، 11/ 36، برقم 31044، وشعب الإيمان للبيهقي، 2/ 209.
دعا د اخیري زمانې له فتنو نه د ځان ژغورلو غوره لاره ده، مسلمانانو ته په لمانځه کې فاتحه ویل لازمي دي او په فاتحه کې دا ایت ډېر څرګند ده: اهدنا الصراط المستقيم، موږ ته سمه لاره وښیه. نو هر وخت باید په شعوري توګه او ویښ زړه سره دعا وکړل شي چې یا الله! موږ ته سمه لاره وښیه، ستا پر دین مو زړونه ثابت لره او د وخت له هر ډول فتنو مو وساته.