مونږ په کومه روان یو؟ د نړۍ نظامونه
په نړۍ کې د شته نظامونو لکه سیکولرزم ، مارکسیزم ، کپتلیزم او کمیونیزم ټولو نظامونو د نړۍ ټولو وګړیو ته وښودله او دا یې ثابته کړه ،چې په اصطلاح نور اکسپایر شوي یا له منځه تللي نظامونه دي ، هیڅ راز ګټه نه شي رسولای ، د دې نظامونو مثال د هغه سفنج په بڼه دی چې یو څوک په سفنج کې اوبه جزب کړي او نچوړي یې کړي ،دا نظامونه نچوړي شوي دي ، د هر وګړي په سترګو کې یې له پیله خاورې وراچولې دي، نامفهومه او بې فایدې تګلارې یې ورته برابرې کړي دي ، په پورته ذکر شویو څلور واړو نظامونو کې خلک ذهني نارامه پاتې شول ،په نړۍ کې ټول ماده پرست بلل شوي دي ، یو هم روحانیت او ذهني ارامتیا نه شي تامینولای ، د دې نظامونو کامیابي یواځې او یواځې په جنګ کې لیدل کیږي ، یوه ډیره ستره لاسته راوړنه یې باید دلته له نظره ونه غورځول شي، هغه دا چې په مسلمانه نړۍ کې یې مسلمانان په خپلو منځو کې سره ویشلي او په جګړه یې اخته کړي ، سنيان یې اهلې تشیع سره اچولې ، پښتانه یې پنجابیانو او فارسي ژبه ویونکیو سره اچولي ، اهل حدیث یې له سنیانو سره لاس او ګریوان کړي ، د همدې خلکو په جنګ یې خپله سوله او سوکالي موندلې ده، داسې نظامونه چې په دروغو ولاړ دي او تګلارې یې هم ټولې دروغ او رسوا شوي دي ،نو تر کومه به خلک خپل ژوند د دې فاسد نظامونو تر جنډې لاندې تیروي ، که څه هم د دې نظامونو په بشپړه بڼه تشریح او پرې لیکنه ورځې او میاشتې غواړي ،نو یواځې د نمونې په ډول دلته د یو دوه نظامونو بیلګې لیکو :
سیکولرزم :
دا هغه نظام دی ،چې انسان له دولتونو او مذهبونو څخه جلا کوي ،هر یو وګړې چې د دې نظام تابع وي ،هغه حق لري چې ځان ته خپله لاره غوره کړي ،هغه که هره لاره وي ولو که له فطرت سره هم په ټکر کې وي ، که غواړي مذهبي سړی شي ،نو هم کیدای شي او که وغواړي چې همداسې ازاد وي ،نو کیدای شي ،هیڅ راز ممانعت او خنډ ورته څوک نه شي پیدا کولای ،د انسان په شمول د الله تعالی د هر یوه مخلوق فطرت له ټولنیز ژوند سره تړلی ژوند دی ،ټول مخلوقات بې له ټولنې ژوند نه شي کولای ،چې سکولرزم نظام کې بل هیڅ نشته بې له دې ،چې وګړي له ټولنې سره جلا کړي ، د انسان خلقت د الله تعالی د عبادت او بندګۍ لپاره شوی دی ،چې په دې نظام کې وګړي ته ازادي ورکړل شوې ،چې د الله تعالی عبادت کوﺉ او که نه ،د هر وګړي خپله خوښه ده ،چې زما آند دا له الله تعالی سره ستر ظلم دی.
کپیټلزم :
هغه نظام سیاسي او اقتصادي نظام دی ،چې د اشخاصو په وسیله اداره کیږي، له همدې تعریف څخه یو زیرک او هوښیار کس دا مالومولای شي،چې دا نظام د اشخاصو په وسیله کنټرولیږي نه د دولتونو او حکومتونو په واسطه ،بس د یوه هیواد او یا ټولې نړۍ سرمایه به د ګوتو په شمار کسانو سره وي ،لکه چې نن سبا د ټولې نړۍ سرمایه له پنځوس کسانو سره او ورځ تر بلې یې په سرمایه کې زیاتوالی راځي او بیا د دې نظام بل اړخ د دې ځمکې د قشر غریبه طبقه ده ،چې ورځ تر بلې یې اقتصادي وضع له منځه وړل کیږي او یا هم خرابیږي ، غریب د دې په لټه کې وي ،چې کورنۍ ته یو څو روپۍ پیدا کړي ،چې خپله او د کورنۍ ګیډې پرې مړې وساتي او بس.
له پورته نظامونو د ناکامیو او فاسده تګلارو آخر هم نړۍ په دې وپوهوله او انشاالله چې پوی شوې ده ،نو ولې نړۍ یو داسې نظام ته لاره پیدا نه کړي ،چې له زرګونو کلونو رادیخوا ،چې دا نړۍ پیدا شوې او هغه دایمي نظام ورسره رامنځ ته شوی ، پوره او مکمل سیاسي ،اقتصادي او ټولنیز نظام دی ، ولې نړۍ یو داسې نظام ته لاره پیدا نه کړي ،چې د کوچني ، لوی ، نر او ښځي حقونه په کې تامین شوي دي ، ولې نړۍ یو داسې نظام ته ذهن وانه وړوي ،چې ذهني سکون او ارامتیا په کې لیدل کیږي، ولې خلک یو داسې نظام ته مخ وروانړوي چې هر چا ته په یوه نظر وکتل شي تور په سپین ، سپین په تور، مشر ،کشر ، خان ،غریب ، والي ، وزیر ،پاچا او نور یو پر بل هیڅ راز لوړتیا نه لري ،مګر چې له یو او واحد الله نه ویره لري همغه لوړ دی،ځکه چې الله تعالی په قران عظیم الشان کې فرمایي :
(( يا ايها الناس انا خلقناکم من ذکر و انثی و جعلناکم شعوبا و قبائل لتعارفوا ان اکرمکم عند الله اتقيکم -حجرات 49/1۳))
ژباړه : ای خلکو بیشکه مونږ تاسو پیدا کړي یاست له یوه سړي او یوې ښځې او وګرځولۍ مونږ تاسو ډلې ،ډلې او قومونه لپاره د دې ،چې پیژندګلوي وکړﺉ په دې سره او بې شکه نږدې په تاسو کې الله تعالی ته هغه څوک دي ،چې له الله نه ویریږي .
د دې سوچه نظام له کپیټلیزم سره ډیر توپیرونه شته ،چې یو توپیر ته یې دلته اشاره ضروري ګڼم ، کپټلیزم یا ماده پرستي هغه نظام دی ،چې هر څوک په دې تکل کې دی ،چې ځان ته هر څه پیدا کړي د نړۍ له لویو خلکو وشمیرل شي ،ښه ژوند ، کور ، عیش وعیاش هر څه تر لاسه کړي ،خو اسلام د دې پر خلاف امر کوي ، رسول الله صلی علیه وسلم فرمایي : څه چې ځان ته خوښوۍ هغه بل مسلمان ورور ته هم خوښ کړﺉ ، اسلامي نظام تل مونږ ته هغه څه راښيي ،چې د ټولو وګړو په ګټه وي ،په اسلام کې ځانځاني نشته ، د اسلام هر یو امر ټولنې ته خوښي او خوشالي وربښي ، الله تعالی مسلمانانو ته ډیر عظیم شان او عزت ورکړی دی، که مسلمان یې په اصلي هدف پوی شي ،نو تل به کامیاب او سرلوړی وي، لکه چې الله تعالی په لاندې مبارک آیت کې فرمايي :
((کُنْتُمْ خَيْرَ أُمَّةٍ أُخْرِجَتْ لِلنَّاسِ تَأْمُرُونَ بِالْمَعْرُوفِ وَ تَنْهَوْنَ عَنِ الْمُنْکَرِ وَ تُؤْمِنُونَ بِاللَّهِ – آل عمران))
ژباړه : تاسو مسلمانان بهترینه ډله یاست ،ځکه چې تاسو خلکو ته په نیکۍ امر کوﺉ او له بدۍ نه خلک منع کوﺉ او تاسو یۍ چې په الله تعالی ایمان لرۍ.
نو مالومه شوه ،چې مسلمانان هغه ډله ده ،چې دا الله تعالی په خپله غوره کړې ده ،په همدې سبب یې غوره کړې ،چې خلکو ته په نیکۍ امر او له بدۍ منع کوي او یواځې په یوه او لایزال الله ایمان او پښه عقیده لري ، دا هغه اوامر دي ،چې مسلمانانو ورته شا کړېده او نورو باطلو نظامونو ته یې مخ اړولی دی ، دا هغه اوامر دي ،چې اسلامي نظام پرې منځ ته راتللای شي ،خو که هر مسلمان یې په سمه مانا درک کړي. زما په اند چې مسلمانان او غیرمسلمانان نن سبا دې حالت ته رسیدلي یواځنی لامل یې دا دی ،چې له حقیقت نه ناخبره دي ، کپیټلیزم د هر یوه وګړي په رګ کې له وینې سره ګډ شوی دی ،چې په ټوله نړۍ کې د ماده پرستۍ چیغې او سورې اوریدل کیږي ، په خاصه توګه مسلمان ملت له قرآن او حدیث نه ناخبره پاتې ،ځکه چې مونږ پورته آیت په خپل ژوند کې نه دی عملي کړی ، قرآن لولو خو په مانا او تفسیر یې نه یو خبر ،چې یو ژوندی مثال یې دا دی ، یوه چا راته د خپل یوه افغان امریکايي اصله ملګري کیسه کوله ، اصلاً زمونږ بحث د لمانځه ادا کولو کې رامنځ ته شو ،چې ما په لاندې مبارک آیت ډیر ټینګار کولو :
«وَأَقِمِ الصَّلَاةَ إِنَّ الصَّلاةَ تَنْهی عَنِ الْفَحْشاءِ وَ الْمُنْکَرِ» العنكبوت:45.
ژباړه : تاسو د لمونځونو پابند اوسۍ ،ځکه چې لمونځ له بدو او ناوړه عملونو منع کوونکی دی .
خو ملګري مې راته ویلې ،چې زه یې ځکه نه منم ،چې(( زما دوست په امریکا کې دی، پنځه وخته لمونځ کوي او ورسره ورسره هر ناوړه عمل هم کوي ،نو څنګه بیا لمونځ د بدو او ناوړه عملونو منع کوونکی دی،)) نو د دې ستر لامل دا دی ،چې دا خو سمه ده د هغه ملګري لمونځ ادا کولو؟ خو په کومه طریقه چې الله تعالی په قرآن عظیم الشان کې ښودلې او رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته په احادیثو کې اشارې کړي ،زه یقیني او باور لرم په هغه طریقه یې نه دی ادا کړی ،لکه الله تعالی فرمایی :
قد أفلح المؤمنون ، الذين هم في صلاتهم خاشعون . المؤمنون ۲-۱ ایات
ژباړه : په تحقیق بریالي (بهرمن – کامیاب) شوي دی هغه مؤمنان چې دوی په لمونځو خپلو کې عاجزي کوونکي ،ویریدونکي دي (له الله تعالی نه)
علماوو په تفسیر کې د خشوع مانا داسې کوي ، خشوع د بل چا په مخ کې په خوف او هیبت سره ساکن او سرښکته کول ته ویل کیږي لکه چې حضرت ابن عباس رضی الله عنه د (خاشعون) تفسیر په (خایفون ساکنون) سره کړی دی ، په قرآن کریم کې (خشوع) د (وجوه – ابصار – اصوات او نورو) صفت درولی شوی دی او په دغه مبارک ایات د ((أَلَمْ يَأْنِ لِلَّذِينَ آمَنُوا أَن تَخْشَعَ قُلُوبُهُمْ)) کې د زړه صفت ښودلی دی ، نو مالومیږي چې اصلاً خشوع د زړه کار دی او د نورو بدني اعضاؤ خشوع د زړه د خشوع تابع ده ،کله چې په لمانځه کې زړه خاشع – ساکن او ښکته شي نو خیالات هم د دې خوا او د هغو د مشغولتیا او ګرځیدو څخه فارغ او په هم هغه یو مقصود باندې ټینګ دریږي نو بیا د خوف – هیبت – سکون خضوع او خشوع آثار پر بدن هم ظاهریږي مثلاً د اوږو – سر – او سترګو ښکته غورځول په ادب سره لاس تر نامه لاندې تړلي دریدل – دې خوا او هغې خوا ته نه کتل – له خپلو کالیو او ویښتو او نورو شیانو سره لوبې نه کول – د ګوتو نه تړکول – په دې قسم د خشوع د لوازمو څخه نور افعال او احوال هم شته . په احادیثو کې د حضرت ابوبک صدیق رضی الله عنه او حضرت عبدالله بن زبیر رضی الله عنه څخه منقول دي ،چې دوی به په لمانځه کې داسې ساکن او آرام وه لکه یو بې ساه لرګی او ویل کیده چې دغه د لمانځه خشوع ده .
همدا زما په آند ستره موضوع ده،چې د لوستونکیو باید ورته پام راواړوم ،چې له ډیرو خلکو مې همدغه نظریه اوریدلی ،زما په نظر دغه ایډیالوژي بیخي نن سبا عام ده ،چې زمونږ علما کرامو او مشایخو هم ورته هغه توجه نه ده ورکړې ،کوم چې ورته په کار ده ، الله تعالی فرمایلي :
فَوَیْلٌ لِّلْمُصَلِّینَ • الَّذِینَ هُمْ عَن صَلَاتِهِمْ سَاهُونَ •الماعون ۱۰۷
ژباړه : پس هلاک دی د افسوس کنده د دوزخ یا خرابي ده د پاره د لمونځ کوونکي هغه کسان چې دوی له لمونځ خپل غافله بې خبره وي (په خپلو وختونو او آدابو سره یې نه ادا کوي)
ورپسې یې په تفسیر کې لیکي ،چې یعنې نه پوهیږي چې لمونځ له چا سره مناجات دی ؟ او د لمانځه مقصد څه دی ؟ او څومره اهمیت وړ دی ؟ دا به څرنګه لمونځ وي ،چې کله یې نه کوي او کله یې کوي، وخت او بې وخته پرې ودریږي ، د دنیا په کارونو او خبرو کې په لوی لاس وخت تنګوي او بیا یې چې کوي هم یو څو ټونګې وهي او دې ته هیڅ فکر نه کوي ،چې چا ته مخامخ ولاړ یم ؟ د احکم الحاکمین په دربار کې په څه شان حاضري ورکوم ؟ آیا الله تعالی یواځې ناسته، ولاړه ، سر په ځمکه لګلو ، کږیدل ویني او (استغفرالله) ځمونږ زړونه ویني ، آیا په دې کې د اخلاص او خشوع رنګ شته ؟ په یاد یې ولرﺉ چې دا ټول صورتونه په (عن صلاتهم ساهون) کې درجه په درجه شامل دي ، لکه چې ځینو اسلافو په دې سره تصریح کړې ده .
لمونځ هغه ستر اسلامي او دیني عمل دی ،چې په سمه مانا ادا کولو سره د مسلمان زړه له ایمان او په الله تعالی له یقین څخه ډکوي، د اسلامي نظام یا دین ستن او پایه همدا لمونځ دی ،چې د دنیا او اخرت د کامیابۍ لپاره یواځنۍ لاره د صحیح لمونځ ادا کول دی ،چې کله لمونځ په سمه او مسنونه طریقه ادا شي ،زه په دې باور لرم چې له ټولنې به ناوړه او بد عملونه ټول له منځه لاړ شي ،چې همدا د یوه اسلامي نظام اساس او بنسټ کیښودونکی عمل دی او هر کله چې زمونږ سر او کار له ناوړه او بدو عملونو سره مخ شوه ،شیطان مونږ نه پریږدي ،چې اسلامي اوامر په سمه توګه پر ځای کړي.
ومن الله توفیق
عنایت الله میاخیل