مونږ نا هيلي نه یو!

مونږ له خپلو ځانو څخه ناهيلې نه يو، له مونږ نه لا د ډېر خير هيله شته، او پدې عقيده يو چې زمونږ او د بري ترمنځ له ناهيلۍ پرته بل کوم حائل او پرده نشته.

نو که زمونږ په زړونو کې هيله قوي شوه نو غټ خير ته به ورسيږو ـ ان شاءالله -، د همدې لپاره مونږ ناهيلي نه يو او هيڅکله به ناهيلي زمونږ زړونو ته لاره پيدا نکړي.

د بد فالانو او بد شګونانو له بدفالۍ او بدشګونۍ سره سره زمونږ شاوخوا ټول شيان د هيلو زېری راکوي.
کله چې ته يو ناروغ ته ورشې او هغه ووينې چې هغه په کراره کراره له خبرو کولو ولوېد او چوپ شو او له حرکت څخه پرېووت او غلی شو نو ته احساس کوې چې ناروغي يې غټه او خطرناکه شوه، رغېدل يې ګران دي او اجل يې نږدې دی. او که خبره سرچپه وه او ناروغ ورو ورو له چوپ والي څخه په خبرو راغی او له بې سېکۍ څخه پر حرکت راغی نو احساس کوې چې د صحت او عافيت په لور يې پرمختګ کړی او شفاء يې عاجله او نژدې ده.

حقيقت دادی چې پر شرقي ولسونو څه زمانه داسې تېره شوه چې دوی پکښې بې سېکه، بې حرکته، جامد او په ټپه ولاړوو تر دې چې دغې بې حرکتۍ او جمود ستړي او ستومانه کړل، او دادی اوس يې د ژوندانه په ټولو اړخونو کې بشپړه ويښتيا او بيدارتيا خوټيږي او فواري کوي، او په سينو کې يې د ژونديو او قوي احساساتو او ولولو سمندر په څپو دی.

او که چېرې د استعمار د ځنځيرونو او زولانو درنښت له يوې خوا او د مسلمانانو په مسير او تګلوري کښې ضعف او ګډوډي له بلې خوا نه وای نو دغې ويښتابه به اوس خپل تر ټولو غوره آثار درلودل.

د مسلمانانو په لاسونو کې به د تل لپاره ځنځيرونه نه وي پراته ، زمانه اووښتنونکې ده او د سترګو په رپ رپ کې الله پاک وضعيت له يوه حالت نه بل حالت ته اړوي. حيران به د تل لپاره حيران نه پاتې کيږي، له حيرت وروسته لارموندنه ده، او ترګډوډۍ وروسته استقرار، او کار خو وړاندې او وروسته ټول د الله پاک په واک کې دی.

په همدې خاطر مونږ هيڅکله ناهيلې نه يو، د الله پاک د کتاب آيتونه، د رسول الله صلی الله عليه وسلم احاديث، او فنا ته له نږدې کېدو وروسته د ولسونو په تربيه او راولاړو لو کې د الله پاک سنت، او هغه قصې چې پدې هکله يې په قرآن کريم کې ذکر کړې دي ټول مونږ باندې د پراخو هيلو غږ کوي او د پورته کېدو او پر مختګ سمې لارې را ښيې او مسلمانانو به اوس دا زده کړي وي که دوی څه زده کوي!

د قصص سورت لومړي آيتونه لولي: {طسم (1) تِلْكَ آيَاتُ الْكِتَابِ الْمُبِينِ (2) نَتْلُو عَلَيْكَ مِنْ نَبَإِ مُوسَى وَفِرْعَوْنَ بِالْحَقِّ لِقَوْمٍ يُؤْمِنُونَ (3) إِنَّ فِرْعَوْنَ عَلَا فِي الْأَرْضِ وَجَعَلَ أَهْلَهَا شِيَعًا يَسْتَضْعِفُ طَائِفَةً مِنْهُمْ يُذَبِّحُ أَبْنَاءَهُمْ وَيَسْتَحْيِي نِسَاءَهُمْ إِنَّهُ كَانَ مِنَ الْمُفْسِدِينَ (4) وَنُرِيدُ أَنْ نَمُنَّ عَلَى الَّذِينَ اسْتُضْعِفُوا فِي الْأَرْضِ وَنَجْعَلَهُمْ أَئِمَّةً وَنَجْعَلَهُمُ الْوَارِثِينَ (5) وَنُمَكِّنَ لَهُمْ فِي الْأَرْضِ وَنُرِيَ فِرْعَوْنَ وَهَامَانَ وَجُنُودَهُمَا مِنْهُمْ مَا كَانُوا يَحْذَرُونَ} [القصص:1-6]

ژباړه: ط، س، م. دا د څرګندوونکي کتاب آيتونه دي. مونږ د موسی (ع) او فرعون يو څه حال سم صحيح تاته اوروو ، د داسې خلکو د ګټې له پاره چې ايمان راوړي. (خبره داده چې) فرعون په ځمکه کښې سرکشي وکړه او د هغې اوسيدونکي يې په ډلو ووېشل، له هغو څخه يوه ډله يې ذليله کوله، د هغو هلکان يې وژل او دهغو نجونې يې ژوندۍ پرېښودلې، په واقع کښې هغه له فساد کوونکو څخه و. او مونږ دا اراده درلوده چې پرهغو خلکو مهرباني وکړو چې په ځمکه کښې ذليل ګرځول شوي وو او هغوی رهبران وګرځوو او هماغوی وارثان وګرځوو. او په ځمکه کښې حکومت ورکړو، او له هغو نه به فرعون او هامان او دهغو لښکرو ته همغه څه وروښيو چې له هغو سره يې وېره وه.

دغه آيتونه لولي او ګوري چې باطل څه ډول په خپل تېري او سرکښۍ کې د طغيان حد ته رسېږي، په خپل ځواک او قوت ځان برلاسی ګڼي، په خپل ظلم او جبروت ډاډه کيږي او د الله پاک له څارنې او مراقبت څخه غافله کيږي. تر دې چې ده ته په ورکړ شوي شيانو وياړمن او مغرور شي نو الله پاک يې د زورور او مقتدر ذات په توګه راونيسي، او د الله پاک اراده بل څه نه مني پرته لدې چې د مظلومانو ملاتړ وکړي او مستضعفينو ته لاس ورکړي او راپورته يې کړي. نو ګوري چې باطل له بيخ نه ړنګ شوی دی او حق په خپلو بنسټونو باندې محکم ولاړ او اهل او پلويان يې برلاسه شوي دي!

د قرآن حکيم له دغو او دې ته ورته مبارکو آيتونو نه وروسته د هيڅ مسلمان ولس لپاره چې په الله پاک، د هغه په پيغمبر او د هغه په کتاب ايمان لري د يأس او ناهيلۍ لپاره عذر ندی پاتې. نو مسلمان به کله د الله په کتاب ځانونه پوه کوي؟

ځکه نو اخوان المسلمين هيڅکله لدې څخه ناهيلې شوی ندی چې مسلمانو ولسونو ته به د الله پاک مرسته او نصرت راځي که څه هم په مخ کې يې ستر او سخت کارونه پراته دي. او اخوان د همدغې هيلې په رڼا کې په جديت او هيله مندۍ سره کار کوي.

امام حسن البناء

ژباړه: محمد مزمل اسلامي

د نصاب کتابونه

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

د ښوونکي لارښود کتابونه
Atomic Habits
Back to top button
واسع ویب