مولانا بجلي ګر د تود ممبر ملا
دوه دیرش کاله پخوا می یوه ورځ وغوښتل چی دمولانا صاحب وعظ د اوریدلو لپاره د هغه جومات ته ولاړ شم ،
جومات ډک و پر بام کیناستلو په هتدوستان کی یی د کابلی مفت حلوا خوړونکی کیسه وکړه او بیا دوخت د انتخاباتی کمپاين په ګډا کوونکو یی خوله ور خلاصه کړه په خپله خاصه لهجه یی وویل:
بی شرمو دا هماغه حکومت دی چی تاسی پکی د بسونو په سرونو الیکشن ته په ګډا تلی اوس شلغم په لس اخلی او الوګان په شل ……خدای مو سټه او باسه دا ستاسی د کډاؤ برکت دی .
کله چی می دهغه وعظ وا ورید نو هغه په خپل ذات کی لکه یوه مجله داسی وه ،مختلف مضامین پکی و ، ولی طنزیه سیاسی بحث یی واقعا دعوامو لپاره سر خلاصوونکی و.
کله چی د جومات نه ووتلو نو تر کوره مو د مولانا صیب خبری په خپلو کی سره تکرا رولی ، هو هغه یواځينی مذهبی ملا چی وعظ یی د پرګنو په غوږو ښه لږیده مولانا صاحب و، که څه هم کله کله سپین او لوڅ وعظ ته اووت ولی دسیاسی ژوند شرقی مسخره تجارب یواځي دمولانا صاحب طنزونو تصویرولای شول .
هغه نه دا چي په پردیو زړه ور وو بلکه د خپلی ډلی جمیعت علماء پر مشرانو هم زړه ور ورته او له طنز او چیړ نه یی مولانا فضل الرحمن هم نه و خلاص .
دا چی هغه د ضیاء ، بی نظیری او نواز شریف پر حکومتونو له ممبر نه تبصری کړی هغه کولای شول چی د مظلومو پرګنو د اختناق نه ډک ژوند ته څه دمه او متره ورکړي .
مولانا صاحب دی خدای وبښی په تبلیغ کی سپین، پاک او بی طرفه چلید او له دین نه یی جامع فهم درلود .
که څه هم ملائي تنګ افکار یی نه درلودل له هر چا پر ملایانو ډير زیات زړه ور ورته او د پاکستان په سیاسی ژوند کی د ژوندیو تبصرو او ملاحظاتو لوی میراث یی په میراث پریښوده او ټول ژوند د عوامو په زړه کی ژوندی پاتی شو .
یو ځلی مخکی هم دهغه د مرګ اوازه شوی وه ډيری خلک هغه مهال هم پر مولانا صاحب زیات خفه شوی ول او نن چی هغه زمونږ پاتو ژوندیو په کتار کی نشته زیات علاقه مندان یی پری خفه دی .
مونږ په خپل وار دغه خوله ور پښتون، مبلغ او عالم دین ته د لوی او غفور خدای نه ښه بښنه او اوچت مقام غواړو
آمین