موسيقي قرآن کريم حرامه کړې ده!؟
الله ﷻ فرمايي:
﴿ وَمِنَ النَّاسِ مَن يَشْتَرِي لَهْوَ الْحَدِيثِ لِيُضِلَّ عَن سَبِيلِ اللَّهِ بِغَيْرِ عِلْمٍ وَيَتَّخِذَهَا هُزُوًا ۚ أُولَٰئِكَ لَهُمْ عَذَابٌ مُّهِينٌ ﴾ [سورة لقمان: ۶].
ژباړه : ځينی دخلکو څخه هغه څوک دی چې بی ګټی شيان رانيسی ترڅو (خلک ) دالله ﷻ دلاری څخه لارورکی کړی بی له پوهی ( پدې سپيڅلی لاره) پسی مسخری ( خندا ) کوی ددغه خلکو لپاره سپکونکی عذاب دی .
په پورتني ایت کې الله ﷻ وفرمايل هغه څوک چې لهوالحديث رانيسي او خلک پرې بې لارې کوي، زه سپکونکی عذاب ورکوم. اوس پوښتنه داده چې لهوالحديث کوم شی دی چې الله ﷻ حرام ګرځولی دی اوپه قرآن کې يې ياد کړی دی؟
د دې پوښتنې جواب به له مفسرينو څخه زده کړو:
يو ستر مفسر عبدالله بن مسعود رضي الله عنه فرمايی : په الله ﷻ قسم يادوم چې لهو الحديث غناء ده.
حاصل داچې لهوالحديث موسيقی ده ځکه چې غناء د مو سيقی پرته شعر ويل دی، په ښکلي اواز سره نوکله چې موسيقي ورسره مل سی نو به يې څه حال وي. الله ﷻ د موسيقي لپاره سپکونکی عذاب وښود.
د عبدالله بن مسعود رضي الله عنه پورتنی روايت، قاضی شوکاني رانقل کړی دی او بيا ليکی: نوموړی روايت ابن ابی شيبه، ابن حکيم بيهقي په صحيح سند سره روايت کړی دی .
اسلام اورموسيقی صفحه ( ۱۱۰ )
نيل الاوطار ( ۸ \ ۱۰۰)
سنن الکبری للبهيقی ( ۱ / ۲۲۳ )
مستدرک الحکيم ( ۲\ ۴۱۱ )
تفسيرابن جرير ( ۲۱ \ ۳۶ )
بيهقي ليکي: عبدالله بن عباس – رضي الله عنهما- ويلى دى : په پورتنى ايت كې چې الله ﷻ كوم شى حرام كړى دى هغه سندرې دي او هغه شيان دي چې د سندرو په څېر وي. امام بيهقي زياتوي: دغه خبره موږ له مجاهد ، عكرمه او ابراهيم النخعي څخه هم روايت كړې ده .
الادب المفرد مع فضل الله الصمد (۲\۶۶۳ )
السنن الكبرى للبهيقى ( ۱\ ۲۲۱\ ۲۲۳ )
تفسيرابن كثيروايې : پورتنى ايات د سندرو غږولو په اړه نازل شوی دى .
تفسيرابن كثير ( ۳\ ۴۴۳ )
روح المعانى ( ۲۱ \ ۶۷ )
د نوموړې موضوع لپاره مفتي محمد شفيع صاحب رغنده څېړنه كړې ده، زه به يوازې د نقال په ډول د ښاغلي مفتي صاحب د ليکنې څو خبرې رانقل كړم:
الله ﷻ فرمايې :
﴿ أَفَمِنْ هَذَا الْحَدِيثِ تَعْجَبُونَ وَتَضْحَكُونَ وَلَا تَبْكُونَ وَأَنْتُمْ سَامِدُونَ ﴾ [النجم: ۵۹ـ ۶۰ـ۶۱].
ژباړه: آیا تاسې ددې خبرې (قرآن) په اړه تعجب کوئ او تاسې خاندئ (ټوکې او ملنډې کوۍ) او نه ژاړئ او تاسې بې پروايي کوونکي یاست.
په پورتنيو ایاتونو كې الله ﷻ د سامدون لفظ ويلى دى، يعنې تاسو سمود كوونكى ياست، اوس خبره داده چې سمود څه ته وايي؟
د سمود په اړه امام ابوعبيده فرمايي: په حمير ژبه كې سمود سندروته وايي.
عكرمه هم دې ته ورته روايت كړى دى او امام بخاري هم د عكرمه قول رانقل كړى دى .
روح المعانى ( ۲۷\ ۷۲ )
صحيح بخارى مجتبائى ( ۲\ ۲۷ )
علامه ابن منظور ليکي: “روى انه قال السمود الغناٰء لغة الحمير”.
ژباړه : د عبدالله ابن عباس رضي الله عنهما څخه روايت دی دى، چې فرمايي: سمود په حمير ژبه كې سندروته وايې .
لسان العرب ( ۴ \۲۰۴ )
عبدالله بن عباس رضي الله عنهما د سمود په تفسير كې فرمايلى دى :
هوالغناء باليمانية وكانوا اذا سمعوا القران غنوا تشاغلا عنه .
اخرجه عبدالرزاق والبزاز وابن جرير والبهيقى .
ژباړه : ( سمود ) په يمانى ژبه كې سندروته وايې كله چې به مشركينو قرآن کريم واوريدى نو د ځان مشغوله كولو په موخه به يې سندرې ويل پيل كړل .
روح المعانى ( ۲۷\ ۷۲)
سنن بهيقى ( ۱۰ \ ۲۲۳ )
تفسيرابن جرير ( ۴۷\۴۳\۴۴)
د يادونې وړده چې علامه هيثمي د سمود په تفسير كې په سندرو ويلو سره د عبدالله بن عباس رضي الله عنهما څخه رانقل كړى دى بيا يې ويلى دي : رواه البزارورجاله صحيح .
مجموع الزوائد (۷\ ۱۱۶ )
د لغت نوموتى پوه علامه ابن دريد په جمهرة الغة كې وپورتنۍ خبرې ته په څرګند ډول ګوته نيولې ده او بيا يې ليکلي دي:
د دې ترڅنګ چې “سمود” سندرو ته وايې، “سمود” د هر هغه شي په معنى هم راغلى دى چې غافله كوونكى وي او يا د لوبې په ډول پاڅېدونكى وي .
جمهرة الغة (۲ \ ۶۶۵ )
د پورتني ايت تفسيراو شان نزول ته كه څوک په سالم فكر په پوره ډول ځير شي، په ښكاره ډول ترې معلومېږي چې سندرې د غفلت، ناپوهۍ او تكبر دليل دى، ځكه مشركان دا كار كوي چى الله ﷻ يې په هکله پورتنى ايت نازل كړى .
د تصوف په اسمان كې ځلانده ستورى او سترزاهد علامه سهروردي د موسيقى په حرمت كې درې اياتونه رانقل كړي دي.
وګورئ: عوارف المعارف الباب الثالث والعشرون فى القول فى السماع ردا وانكارا ( ۱۸۷)
همدا ډول الله ﷻ د سپېڅلو انسانانو د صفاتو په لړ كې فرمايي:
﴿ وَالَّذِينَ لَا يَشْهَدُونَ الزُّورَ ﴾ [سورة الفرقان: ۷۲].
ژباړه : او هغه کسان دي چې هغوى په “زور” (بې ګټوخبرو) كې نه شاملېږي .
په پورتني ايت كې چې د “سمود” لفظ راغلى دى او الله ﷻ يې له سپېڅلو انسانانو څخه نفي كوي، په تفسير كې يې محمد بن حنفية او مجاهد ليکي: “سمود” موسيقي ته وايي.
كف الرعاع . ابن حجرالمكى مطبوع بهامش الزواجر (۱۳۹)
او علامه سيوطي هم ورته قول په الدر المنثور ۵\۸ كې د حسن او ابو حجاف څخه رانقل كړى دى .
امام ابوبكر جصاص د پورتني ايت په تفسير کې ليکي :
“عن ابى حنيفة – رحمه الله – الزور الغناء .”
ژباړه : ابوحنيفة رحمه الله څخه روايت شوی دى چې “زور” سندرې ويل دي .
احكام القرآن ۳ \۴۲۷.
لیکنه : سید حبیب الله سمسور