مهربان خداى، ولې په بنده گانو كړاوونه راولي؟

پوښتنه:
ښاغليه مفتي صاحب
السلام عليكم و رحمة الله و بركاته
زه ځينې پوښتنې لرم، هيله ده چې په اړه يې مرسته راسره وکړئ. که په رښتيا سره الله تعالى غښتلی او ځواکمن ذات وي نو ولې د ستونزو او کړاوونو مخه نه نيسي؟ که الله په ريښتيا د خير اراده لري غوره خو دا ده چې د تکليفونو مخه ونيسي، څنګه کيدای شې چې الله دې هم قدرتمن او هم د خير اراده ولري او بيا دې د ستونزو او کړاوونو ډکه نړۍ منځ ته راوړي؟ ستاسې د مثبت ځواب په هيله.

ځواب:

زما د عقيدې محترم وروره! ستاسې په زړه پورې او د توجه وړ سوال څخه مننه، زه خپل نهايي کوښښ کوم تر څو مې په يو سم او مناسب ځواب تنده ماته کړم.
الله په قران کريم کي فرمايی: (ان الله علی کل شئ قدير)
ژباړه: باوری خبره همدا ده چې الله په هر شي قادر دی.
بل ځای الله فرمائی: (ثم انشأنه خلقاً أخر فتبرک الله احسن الخلقين)
ژباړه: بيا موهغه په يوه بل پيدايښت سره ژوندی پيداکړ، الله د ډير لوړ شان څښتن او د ټولو پيداکوونکو نه ښه پيداکوونکی دی.
خو بيا هم دا پوښتنه راولاړيږي چی الله ولې د ستونزو او کړاوونو ډکه نړۍ منځ ته راوړې ده؟
داسې يوه نړۍ چې پکې رنځوري، زړښت او مرګونه تر سترګو کيږي، بد شکله ليونيان او بيړاګان تر سترګو کيږي، اړو دوړ او توپان، زلزلې، سيلابونه، لوږه او وچکالي تر سترګو کيږي، خيانتونه، په زور زنا، وژنې، شخړې، وعده خلافى، حرص، ټګي او جرمونه تر سترګو کيږي. او په دې ښه پوهيږو چې دا او دې ته ورته نورې ډيرې ستونزې به يا طبعي ناورين وي او يا به په پراخه پيمانه د بشريت لاس پکې وي.

دا د مسئلې يو اړخ دى

دا د يادې شوې مسئلې يو اړخ دې خو مونږ د دې منفي اړخ په څنګ کې ښکلا، تندرستي، خوشحالي، ژوند، زيږېدنه، عقل، پوهه، لوئيدنه او پرمختګ هم ګورو، د خلکو په منځ کې يو د بل سره ښيګڼه، ويسا او وفا‌‌ء، اخلاص او صميميت، ښه چلند، د سخا احساس، زړه سوی، مينه او سرښندنه هم ګورو، او همدا رنګه پاک لمني او د الله ويره هم په نظر راځي، زما په اند دا به نامناسبه وي چې مونږ د مسئلې يو اړخ ته ځير شو او بل له ياده و باسو.

د الله سنت څه دي

دا حقيقت دی چې ښه او بد دواړه عناصر الله پيدا کړي مګر د بدو په پرتله يې ښه عناصر زيات پيدا کړيدي، د بيلګې په توګه که د انسانانو روغتيا ته ځير شو نو نتيجې ته رسيږو چې د رنځورو انسانانو په پرتله تندرسته انسانان زيات دي او يا هم ويلای شو چې د وږو انسانانو په پرتله ماړه انسانان زيات دي. د مجرمينو په پرتله نيکان خلک زيات دي، بدي استثنا او ښه والی يو عام دود دی او په پای کې سپيڅلتيا معيار او ګناه يوه ښوئيدنه ده. اوس راځئ چې د يادې مسئلې په اړه د الله سنت او حکمت وګورو:

۱- لنډ مهاله نړۍ:
د ټولو نه وړاندې بايد پدې پوه شو چې دا نړۍ يوه هميشنۍ نړۍ نه بلکې موقته او تيريدونکې نړۍ ده، دلته هر څه يو ځانګړی او مقرر وخت لري او د خپل ټاکلي وخت د پوره کيدو سره سم فنا کيږي، نه ښه او نه بد د ابد لپاره پاتې کيږي.(کل من عليها فان، و يبقا وجه ربک ذوالجلال والاکرام)

۲- د قوانينو ماتول:

په دې نړۍ کې الله دوه قوانين جسمي او معنوي وضع کړي دي که د دواړو څخه هر يو ماتيږي نو په همغه اندازه کړاوونه او ستونځې منځ ته راځې فرضاً که ناروغتيا راواخلو يو انسان هغه مهال رنځور کيږي چې خپلې روغتيا ته پاملرنه ونکړي، يا که يو موټر و انګيرو هغه وخت ټکر منځ ته راځي چې يا موټروان بيدار نه وي يا په موټر چلولو کې پوره بې احتياطي وشي يا موټر په صحيح ډول ونه کتل شي لارې او واټونه سم جوړ نه وي او يا خو هم ترافيکې قوانين په سم ډول تعميل نشي. دلته اوس الله په جسمي قانون کې د ځان ساتنې او حفاظت لپاره چلند او اسباب يو اساسي شرط ګرځولی دی. د دې ټولو په خوا کې يوه نکته بايد په ذهن کې کښينوو چې ډير ځلې الله تعالی زمونږ د بې اعتنايې او بې احتياطۍ سره سره مونږ ژغوري او زمونږ ساتنه کوي. څومره ډير پيښيږي چې مونږ په پوره بې احتياطۍ مزل کوو او بيا هم روغ رمټ او په سلامتۍ خپل منزل ته رسيږو، حتی د ځينو ښارونو په بعضو واټونو کې به تاسې ګورۍ چې موټر چلول يوه معجزه وي او بيا هم ټکرونه منځ ته نه راځي. الله پاک په الرحمن سورت کې داسې فرمايي:
الرحمن-علم القرآن- خلق الانسان- علمه البيان- الشمس والقمر بحسبان- والنجم و الشجر يسجدان- والسمآءَ رفعها و وضع الميزان- الا تطغَوْا فی الميزان- و اقيموا الوزن بالقسط و لا تخسروالميزان- و الارض وضعها للانام.
ژباړه: (مهربان ذات – قرآن يې ښوولی دی- انسان يې پيدا کړيدی- او بيان يې ورښوولي دي- لمر او سپوږمۍ په يوه حساب دي- او ستوري او ونه دواړه سجده کوي- اسمان يې هسک کړی او تله يې ايښې ده- تر څو په تله کې له اندازې وانه وړۍ- تول په انصاف کوۍ او ډنډي پکې مه وهۍ- ځمکه يې د ټول مخلوق لپاره هواره ايښې ده.)

دا پوښتنه بايد برعكس وكړو!

الله پاک د ټولو مخلوقاتو لپاره يو چوکاټ جوړ کړی او د دې چوکاټ او قانون نه غاړه غړول به هرومرو ستونځې او کړاوونه رامنځ ته کوي، له دې ځايه مالوميږي چې الله څومره زړه سواند او مهربان ذات دی؟ په داسې حال کې چې قوانين يې ماتوو او له چوکاټه يې غاړه غړوو خو بيا هم مونږ ژغوري او زمونږ حفاظت کوي.
په ټينګه وايم د دې پوښتنې پر ځاې چې ولې الله پاک کړاوونه او ستونځې منځ ته راوړي دي بايد تل له مونږ سره دا پوښتنه راولاړه شي چې ولې الله زمونږ د ټولې بې احتياطۍ او بې پروايې سره، سره زمونږ حفاظت او ساتنه کوي.
د دې حقيقت د ښه تصديق لپاره په سورت فاطر کې الله پاک فرمايي:
و لو يوءاخذ الله الناس بما کسبوا ما ترک علی ظهرها من دآبتٍ ولکن يوءخرهم الی اجل مسمی ج فاذا جآء اجلهم فان الله کان بعباده بصيرا.
ژباړه: (او که چيرې الله پاک انسانان په خپلو کړو ونيسي نو د ځمکې پر مخ به هيڅ ژوندی پاتې نه شي، خو تر يوې ټاکلې نيټې وخت ورکوي او کله يې چې ټاکلې نيټه پوره شي نو بې شکه الله دی بنده ګانوخپلو لره ښه ليدونکی.
کله کله د جسمي او يا معنوي قانون د ماتولو په صورت کې الله پاک انسان ته جزا ورکوي لکه په قرآن کې چې بار، بار يادونه شوې چې ډير ملتونه او ټولنې الله د دوي د ګناهونو په وجه تباه کړي دي. د ښه وضاحت لپاره په سورت الحج کې الله فرمايي:
وان يکذبوک فقدکذبت قبلهم قوم نوح وعادوثمود، وقوم ابراهيم وقوم لوط، واصحب مدين وکذب موسی فامليت للکفرين ثم اخذتهم فکيف کان نکير، فکاين من قريتٍ اهلکناهاوهي ظالمت فهي خاويت علی عروشهاوبئرٍمعطلت وقصراٍمشيد.
ژباړه: (او ای محمده! که ته خپل قوم درواغجن وګڼلې،( نو باک مه کوه ځکه چې) له دوې نه وړاندې د نوح قوم، عاديانو او ثموديانو هم خپل پيغمبران درواغجن ګڼلې وو. د ابراهيم او لوط قومونو هم همدا کار کړی وو. او د مدين خلکو هم، او موسی هم درواغجن ګڼلې شوی وو ما کافرانو ته مهلت ورکړ بيا مې ونيول نو وګوره چې زمونږ د ناخوښۍ نيونه څنګه ده. مونږ زښت ډير تيری کوونکي کلي تس،نس کړل چې اوس هغوي پر چتونو پړ مخ پراته، څاګانې يي وچې او دنګې او پخې ماڼۍ يي دړې وړې دي.)

۳- کړاو ازمېښت دى:

د ځينو انسانانو لپاره کړاو او تکليف شونې ده يو ازمايښت او ابتلا وي، الله پاک په بعضې خلکو د دې لپاره کړاو او تکليف راوړي تر څو د هغوي زغم، صبر او ثبات وازمايي.آن د الله پاک نبيانو او پيغمبرانو هم ستونزې او مشکلات ګاللې دي. په قرآن کې حضرت ايوب عليه السلام يو د هغو پيغمبرانو نه ياد شوی چي ډير ګالونکی او صبرناک وو. د الله پر نيکو بنده ګانو د دې لپاره مشکلات راځي چې نور خلک د دوي له نمونو نه پند واخلي. او يا هم که وګورو سپاهيان او سرتيري د خپلو ملتونو د استقلال او خپلواکۍ لپاره حتی خپل ژوند له لاسه ورکوي.

۴- د نورو ازمايل:

ځنې وخت، الله پاک د دې لپاره يو کس کړوي چې نور پرې وازمايل شي. کله، کله به يوکس ګورې چې رنځور، بيوزله او اړ به وي پدغه وخت ته پوه شه چې الله تا ستا په ايمان، سخاوت او مرسته امتحانوي. په حديث قدسي کې محمد رسول الله فرمايي:
ژباړه: (الله تعالی به د قيامت په ورځ وفرمايي ای د ادم ځويه! زه ناروغ وم تا زما پوښتنه ونکړه بنده به عرض وکړي ای زما ربه ما څنګه ستا پوښتنه کړی وی ته خو رب العلمين يي (د رنځورۍ د عيب نه پاک يي) الله به وفرمايي: ايا تا ته معلومه نه وه چې زما فلانی بنده ناروغ وو تا د هغه پوښتنه ونکړه ايا تا ته معلومه نه وه که چيرې تا د هغه پوښتنه کړی وی نو زه به دې د هغه سره موندلی وی. ای د ادم زويه ! ما تا نه خوراک غوښتلو تا ما ته خوراک رانکړو، بنده به عرض وکړي ای زما ربه ما به تا ته څنګه خوراک درکړی وی ته خو رب العلمين يي الله تعالی به وفرمايي: ايا تا ته مالومه نه وه چې زما فلاني بنده تا نه خوراک غوښتلو تا هغه ته خوراک ورنکړو ايا تا ته مالومه نه وه چې که چيرې تا په هغه باندې خوراک خوړلی وی نو تا به د هغه ثواب ما سره موندلی وی، ای د ادم ځويه! ما تا نه اوبه غوښتې وې تا په ما باندې اوبه ونه څښلې بنده به عرض وکړي ای زما ربه ما په تا باندې څنګه اوبه څښلې وې ته خو رب العلمين يي، الله به وفرمايي چې زما فلاني بنده تا نه اوبه غوښتې وې تا په هغه باندې اوبه ونه څښلې که چيرې تا هغه ته اوبه ورکړی وی نو تا به دهغې ثواب له ماسره موندلی وی.مسلم)

که په لنډ ډول ووايم، د هر قسم کړاو او ستونځې په پيښيدو کې مونږ ته دا درس او عبرت دی چې مونږ بايد د الله تعالی د ټولو قوانينو او اوامرو پيروي وکړو، کله،کله دغاړې غړولو په صورت کې د ګناه جزا ورکول کيږي، په الله پاک باندې زمونږ باور او ايمان ازمايل کيږي،همداسې کله چې مونږ د کوم مشکل سره مخ شو مونږ بايد له ځان څخه پوښتنه وکړو،ايا مونږ خو به د الله کوم قانون مات کړی نه وي؟ راځۍ چې دستونځې اساسي لامل ولټوو او دله منځه وړلو لپاره يي اغيزمن اقدام وکړو-که قانون مو مات کړی وي نو ايا جزا خو به يي الله نه راکوي؟ راځئ چې پښيماني ښکاره کړو، د الله نه بخښنه وغواړو او په آينده کې خپل ځان اصلاح کړو، ايا دا واقعاٌ يو ازمايښت دی؟ نو بيا راځئ چې سخت کار وکړو تر څو کامياب او بريالي واوسو.
هغه کسان چې په الله ټينګ ايمان لري، د کړاوونو او تکليفونو مقابله په دعا، پښيمانۍ او نيکو اعمالو سره کوي. او هغه کسان چې په الله ايمان نلري هغوي د کړاوونو او تکليفونو مقابله په شکونو، تشويشونو او د الله سره په شخړو کوي.
الله دې مونږ او تاسې په سمه لار روان کړي، آمين
الله په هر شي ښه پوهيږي.

د نصاب کتابونه

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
واسع ویب