مسواک وهل د ساینس له نظره

نبوي لارښوونې، مسواک وهل او ساینس

Research on Natural Tooth Brush
By: Dr. David

پر مسواک باندی د روغتياپال ډاکټر ډېويډ څېړنه
ډاکټر ډېویډ پخپل کتاب (هلته چې ډاکټر نه وي، Where there is no Doctor ) کې لیکي:

تاسې مسواک استعمال کړئ او دا توصیه درته کوم چې د مسواک لپاره دا اړینه ده چې ښه ئې له رېښو څخه جوړ کړئ، او د استعمال پرمهال ئې ښه وزبېښئ ترڅو په دې ترتیب سره مو د غاښو بېخونه ښه پاک شئ، خوله مو صفا شي، د خولې خوند مو ښه شي، هضمیه مو ورسره درسته شي او په پایلی کې د خولې او د هرډول ناروغیو څخه وژغورل اوپ ه امن کې شي۔

د امريکا په شکاګو کې پر مسواک باندې څېړنه:

یو مصری پروفیسر ډاکټرسلیمان بن محمد عبدالله چی په مایکروبیولوجي کې ئې (پی ایچ ډ) کړېده پرمسواک باندی دڅېړنو په پایلو کې داسې وایي:
مسواک وهل دامام الانبیاء حضرت محمدمصطفی صلی الله علیه وسلم یوسنت دی، په دې کی ، فلورائيډ، کلوروفل اوسلفرپه ښه ډول سره پکښې شتون لری، چی په هرڅومره ښکلی اوارزښتناکه برس اودخولې په کریموکی نشته؛ مسواک چی بیادتازه ریښوڅخه جوړشی دابیانورعلی نوردی اودهرډول مصنوعی برس څخه غوره اوښه دی؛ په مسواک کی خپله درمل شته اووهیڅ ډول کریمواودرملوته اړتیانلری، مسواک هم برس دی اوهم درمل دی ، دمسواک طبعی خوندپه هیڅ ډول برس کی نشته موږپرهرډول مسواک باندی ډېرې څېړنی کړیدی۔
دمسواک په هکله تر70 زیات احادیث راغلی دی، اودخولې پرپاکوالې ئې ډېرټینګارکړیدی، چی مسواک وهل ئې یوه طبعی اقتصادی اواسانه طریقه ده، هرڅوک که غریب دی، که امیردی، که په غره کی اوسیږی، که پرښاراویاهم دښته اوصحراکی اوسیږی مسواک هم استعمالولای شی اوهم ئې په ډېره اسانۍ سره پیداکولای شی داځکه چی چیری چی انسانان وی هلته بوټی اوونې هم وی اوبل لورته د نړۍ 80 سلنه خلک ښه برس اوکریم ته لاس رسی نلری ؛ که روپۍ ولری نوبرس هلته نشته اوکه برس هلته وی بیاهلته روپۍ نشته اومسواک هرڅوک هرځای په ډېره اسانۍ سره ولاسته راوړلای شی۔
پرمسواک باندی دډاکټرکارش څرګندونې:
په 1856 میلادی کال کی ډاکټرکارش پرمسواک باندی دخپلوتجربوپه پایلوکی وویل:
په مسواک کی یوه ډېره ارزښتناکه ترخه ماده شته چی د (مارګوسائین) په نامه سره یادیږی اودغاښونودښې ودې اوښې ساتنې لپاره یوښه درمل دی۔

پر مسواک باندی د ډاکټر برافشن څېړنه:

په 1873 میلادی کال کی ډاکټربرافشن پرمسواک باندی خپلې څېړنې پیل کړی اوپه پایلوکی ئې دروغتیالپاره ډېراغیزمن وګاڼه اوزیاته ئې کړه چی په مسواک کی یوه ترخه ماده شته چی پخپل ځان کی سریښ هم لری اودادغاښونولپاره ډېرګټوردی۔
دپاکستان نامتوساينس پوه پروفيسر ډاکټرسليم الزمان خان وايی:
په مسواک کی یوه ترخه ماده شته چی داماده دجراثیمودوژولولپاره غوره درمل دی، چی دخولې دخارښت، دچاودلواونوروډېروناروغیولپاره کیمیاده۔
پروفيسرکلارک پرمسواک باندی پخپلوڅېړنيزومقالوکی ليکی:
که څوک غواړی چی په خولی کی ئې کوم بدلون رانشی، دخولې غُدې ئې کارپرې نږدی، خوله ئې په ښه ډول سره خپله دنده وسرته ورسوی نومسواک دی استعمال کړی ، داځکه چی دادخولې مصنوعی جوړشوی کریم په غُدوکی انقلاب راولی، پرغُدواوددو ی پرفعالیت باندی ژورې اغیزې کوې اودخوند(ذایقې) عصبی مزی هم کمزوری کوی۔
Medical Science on Focus
Mouth Wash: Natural Drug, section.2, pg. 33,34

د مسواک کيمياوي مواد

دابوظهبۍ په یوه څېړنیز مرکز(Research Center) کی پرمسواک باندی داسی څیړنې شوې دی:
په مسواک کی په زیاته اندازه سره کلورائيډ شتون لری، چی داکیمیاوی مرکبات دغاښونواووریودښې ساتنې لپاره ډېرښه دی، اوددې څخه علاوه په مسواک کی ترای میتلامین، سلیکان، تېزاب، ویټامن سی، ټینون، سیپونن(دصابون اجزاء)، فلیونائيډ، ګلایکوسائیډز اواستیرائیډزهم شتون لری چی په مجموع کی داټول دغاښونولپاره کیمیا ده۔
په تېرووختونوکی به حاکمانواوطبیبانودمسواک پاڼې اوټوټې په اوبوکی ایشولې اودابه ددې ناروغیودرملنه په کول:
دنس درد، دسردرد، ښځینه ناروغی، دماریالړم دوهل کیدوپرمهال استعمالول، دنس دچنجیانولپاره، زخمونو، جذام، سوزک اونوروډېرولپاره ئې یواځنی درمل وو۔
په دې څېړنیز مرکزکی دافهرست هم خپورشو:
په مسواک کی پرپورتنیوموادوسربیر داموادهم شته:
کلورین، سودیم، کلسیوم، مګنیزیم، منګنیز، اوسپنه، جست، مس، کرومیم، ایلومنیم، کیډمیم، سرپ، نکل، سترونیم اوباریم۔

په مسواک کې 19 قسمه طبعي اوقدرتي مواد شته

ډاکټرمسعودوایی چی په مسواک کی 19 قسمه طبعی اوقدرتی موادشته دی، چی ټول دخولې دساتنې دغاښونودښه حفاظت اوهضم لپاره ډېرګټوردی، دې زیاتوی:
مسواک خوله ډېره پاکوی۔
تنفس خوشبویه اومعطرکوی۔
غاښونه ټینګوی۔
وري، ښه ساتی ترڅوغاښونه ونه لویږی۔
دخولې غُدې ډېرې فعاله ساتی۔
په مسواک کی (ټینګ اسید) او(سودیم کابونیټ) شته، اودټینګ اسیدداځانګړتیاده چی وری ټینګې ساتی، اوکه بالفرض ورۍ کمزورې شی نوبیاطبعی ده چی غاښونه لومړی ښوری اوبیالویږی ، اوټینګ اسیدغاښونه دلوېدوڅخه ساتی؛ اوداموادپه ډېروارزښتناکودخولې په بمبو(Tooth Paste) اوبرس (Moth Wash) کی نه لیدل کیږی، چی مسواک ددې موادوپه درلودولوسره وهیڅ ډول درمل ته اړتیانلری، نوځکه مسواک ترهرډول برس اوبمبې څخه غوره دی۔

پروفيسر ډاکټر جيمز ميکومبر وايي:

په مسواک کی هغه ټولې ښې ګڼې شته چی په هيڅ برس اودخولې په درمل کی نشته، دمسواک يوه لويه ګټه داده چی داسی موادلری چی دخولې، غاښونواووريوهرډول جراثيم وژنی اوحال داچی داځانګړتياپه هيڅ ډول برس اوبمبې کی نشته۔
(سُنت نبوی صلی الله علیه وسلم اورجدیدساینس، ج۔1، پاڼه، 234)
نوچی مسواک یولورته سُنت داسلام دسترلارښودحضرت محمدصلی الله علیه وسلم دی اوبل لورته دنوی ساینس په رڼاکی دومرې ګټې پکښې نغښتې دی نوهرمسلمان بایدله ځانه سره داهوډوکړی چی دمسواک استعمال دځان لپاره اړین وبولی؛ یوبه ثواب شی اوبل به روغتیااوساتنه شی؛ دسترلارښودصلی الله علیه وسلم هروینا اوعمل دهرانسان لپاره هم ددې دنیااوهم داخرت لپاره بې مثله ضابطه ده؛ دقرانکریم اونبوی احادیثوپه هرلارښونه کې هیڅ شک اوترددنشته، خودیوه سُنت دښه روښانه کولوپه موخه موږډېرکوښښ کووچی دپوهانو، پروفیسرانو، ډاکټرانواوساینس پوهانونظرونه، څېړنې، لیکنې اومقالې هم ورسره جوخت خپاره کړو۔
په اسلامی پاکه مینه

عبدالغفارجُبیر

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe



ترنم یوتیوب چینل

نوې ویدیو هره ورځ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ
wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب