مسواك وهل
مسواك وهل هغه سنت دى چې رسول اكرم صلي الله عليه وسلم ورباندي ډير زيات تاكيد كړيدى، چې وايي: كه زما په امت باندې دا سخته نه تمامېدلى، نو د هر لمانځه لپاره به مې په مسواك وهلو ورته امر كړى وو. رواه البخاري و مسلم
كه يو مسلمان وغواړي نو دا سنت په شپه او ورځ كې له شلو ځلو څخه زيات هم ژوندي كولى شي، چې په هر ځل به يې د خواږه پيغمبر صلي الله عليه وسلم پيروي كړې وي.
1. د هر اوداسه پر مهال
2. د هر فرض لمانځه د دريدلو پر مهال
3. د سنت لمنځونو پر مهال
4. د اشراق يا د څاښت د لمانځه پر مهال
5. د وتر د ادا كولو پر مهال
6. كورته د ننوتلو پر مهال: دا ځكه چې رسول اكرم صلي الله عليه وسلم به كور ته ننوتلو، نو لومړى به يي مسواك وهلو.
7. د قران كريم د تلاوت د پيل كولو پر مهال
8. د خولي د بد بويۍ وركولو او پاكولو پر مهال
د دې سنت د ژوندي كولو ګټې:
رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايي: مسواك وهل د خولې پاكوالى او د الله تعالې رضامندي ده.
ژباړه: سيد مصطفى حماس