
مسلمان شخصیتونو غوره ویناوې ۱۰
په تاسو کې هغه څوک ماته ډېر غوره دى، چې اخلاق يې ښه وي.
( محمد صلی الله علیه وسلم)
که تاسو غواړئ، چې له تاسو سره الله رب العزت او د هغه رسول صلی الله علیه وسلم ښه وکړي؛ نو له درېيو خويونو پابند اوسئ، رښتيني وينا، د امانت ادا کول او ښه ګاونډيتوب.
( محمد صلی الله علیه وسلم)
د قيامت پرورځ به د مؤمن د نيکو كړو په تله کې تر ټولو دروند شى ښه اخلاق وي.
(محمد صلی الله علیه وسلم)
د ايمان پوره والى په جهاد کې دى.
( ابوبکرصديق رضى الله تعالى عنه )
د ظالم بخښل له مظلومانو سره زياتى دى.
( عمررضى الله تعالى عنه )
حيرانتيا ده هغو کسانو ته، چې الله( رښتينى ګڼي؛ خو بيا هم د نورو يادونه کوي او پر هغوى باور کوي.
( عثمان رضى الله تعالى عنه)
بد انسان هغه دى، چې په ښكاره ښه او په پټه بد وي.
( علي رضى الله تعالى عنه )
بې علمه عمل بې ساه جسد دى.
( امام ابوحنيفه رحمه الله )
اخلاق د انسان لپاره نوې لارې برسېره کوي.
( امام شافعي رحمه الله)
له علم څخه وړاندې صبر او حلم زده کړئ.
( امام مالک رحمه الله )
د هر شي لپاره عزت وي او د زړه عزت دا دى، چې د الله( څخه راضي وي.
( امام احمد بن حنبل رحمه الله )
څوک، چې د يو صالح سړي سره مينه لري ګويا، چې دى الله رب العزت سره مينه لري.
( سفيان ابن عينيه رحمه الله )
خلک لمونځونه کوي، روژي نيسي، حجونه کوي؛ خو د قيامت په ورځ به دوى ته يواځې د دوى د پوهې په اندازه بدله ورکول کېږي.
( معاويه بن قرة رحمه الله )
د الله رب العزت په نعمتونو کې فکر کول غوره عبادت دى.
( وهب بن منبه رحمه الله )
عالم ته په کار دي،چې الله رب العزت ته د تواضع په اساس پر خپل سر ايرې واچوي.
( ايوب رحمه الله )
د انسان دا کړنه بسنه کوي، چې الله رب العزت څخه وېرېږي او د انسان لپاره دا ناپوهي بسنه کوي، چې پر خپل علم باندې مغروره شي.
( مسروق رحمه الله )
پر دې امت له ټولو څخه زيات، چې په کوم شي باندې زه ويرېږم هغه رياء او شهوت دى.
( شداد بن اوس رحمه الله )
اديب هغه چاته نه وايې، چې نا اشنا ويناوې وکړي، بلکې اديب دې ته وايې، چې مېړانه او پاکي ولري.
( منصور رحمه الله )
کله چې ويناوې له زړه څخه راووځي؛ نو په زړه کې ځاى نيسي.
( زياد رحمه الله