مسلمان او دوخت تنظیم

د وخت تنظیم (Time Management) داسې یو استعداد یا وړتیا ده، چې د هغې بنسټ ستاسې ذات او شخصیت دی، تر څو چې تاسې د خپل ځان په اصلاح او سمونه لاس پورې نکړئ، تر هغې پورې تاسې ، په خپل لاس کې له شته وخت څخه په سمه توګه ګټه نشۍ پورته کولای، ځکه نو د خپل ځان دتنظیم ، ښېګڼې، پرمختګ او په اخلاقو اوکړنو کې د پرمختګ هڅې، د وخت د تنظیم په لار کې ستاسې هلې ځلې ځلوي.

د وخت د تنظیم لپاره پنځه پړاوونه ټاکل شوي دي، د دې هر پړاو سره بیا د دغې بېلابېلې برخې هم دي، د خپلې روزنې، تزکیې، د خپل شخصیت د ترتیب او تنظیم او د خپلې کار کړنې د غزولو او غوړولو لپاره، ددې ټکو په اړه فکر وکړئ.

لومړی پړاو؛ دخپل شخصیت ارزونه:

۞ خپل ځان وپېژنئ:
یوازې کښېنئ خپل ځان وارزوئ، له خپل خالق سره اړیکه ټېنګه کړئ او فکر وکړئ چې هغه د خاورې پدې بت کې د روح(ساه) تر څنګ، څومره نعمتونه، وړتیاوې او څومره اړېکې پیدا کړې دي.
په یاد ولرئ چې د الله تعالی له لورې ورکړل شوي نعمتونه مونږ شمېرلی نشو، یوازې په تصور کې هغه راوستلای شو او په اړه یې سوچ کولای شو.
۞خپله پېژندنه ولیکئ:
احساس وکړئ چې تاسې څه وئ، اوس څه یاست او که چېرې دالله تعالی د نعمتونو دا لړۍ همداسې روانه وه، نو نور څه کېدای شئ؟
په اوونۍ کې یوځل حتماً له خپل ځان سره په یوازې بڼه کتنه وکړئ او بیا ددې کتنې یادښتونه واخلئ.
خپل شخصیت ته وخت ورکړئ، له هغې سره وخت نا وخت وګورئ، دا شخصیت سره لدې چې له تاسې سره دی، عموما ستاسې څخه لیرې او محروم اوسېږي.
۞ خپلې مثبتې او منفې چارې وګورئ.
تاسې په یقین سره د نړۍ له سل هاوو زره انسانانو څخه غوره یاست او په سل هاوو زره نو ستاسې څخه غوره دي، تاسې کولای شئ خپلې ډېرې کمزورۍ یوازې له لږ هڅې سره لیري کړئ.
تاسې هره اوونۍ خپلې ځینې نیمګړتیاوې و ارزوئ او دهغې د کمولو هڅه وکړئ.
ددې کار لپاره د ځان لپاره د یاداشت یوه کتابچه جوړه کړئ او دهغې لپاره یو قلم هم ځانګړی کړئ، دا په حقیقت کې ستاسې د رازونو یو سند ګڼل کېدای شي.
۞ وګورئ چې تاسې خپل وخت چېرته او په څه ډول تیروئ.
لږ تر لږه یوه میاشت ددې هڅه وکړئ چې د خپل وېښ توب د وخت حالات ثبت کړئ اوهره اوونۍ د ۱۵۶ ساعتونو حالات وارزوئ چې په څه ډول مو مصرف کړي او دا وګورئ چې د وخت ددې مصرف څخه تاسې ته، ستاسې کورنۍ ته، یا ستاسې کارو بار او تجارت ته کومه ګټه ورسېده، یا د دنیا او آخرت له اړخه مو کومه ګټه ترلاسه کړه که نه؟
۞ ددې یوې میاشتې تر ارزونې وروسته هڅه وکړئ چې د بې ګټې کارونو پرځای خپل وخت په ګټورو کارونوولګوئ.
۞ د وخت د تنظیم له اړخه د خپلوتوانمندیواو خپلونیمګړتیاوو اروزنه وکړئ.
که چېرې تاسې دوه تنه د اوبو یوه ډنډ ته ور ټېل وهئ او ویې غورځوئ او ورته ووایئ، چې دواړه دې ځان د اوبو ډنډ څنډې ته د رسېدو هڅه وکړئ، نو په طبیعي ډول به هغه کس د ډنډ څنډې ته رسېږي چې د اوبو په ډنډ کې یې لامبل زده وي او دهغه چا چې لامبو زده نه وي، نو هغه به کوم بل لوري ته ولاړ شي.د وخت تنظیم یو هنر دی باید د هغې د زده کولو هڅې وکړو.
د وخت د تنظیم د توان خپلولو روزنه، په لومړي سر کې ګرانه وي، خو د پرله پسې هڅو او تمرین سره تاسې ډېرې اوچتې کچې ته رسېږئ.
۞ ددې توان په خپلولو سره به ستاسې کار کړنه پرمختګ وکړي، ستاسې په شخصیت کې به تاثیر او په معاملاتو کې به توازن پیدا شي، ستاسې ژوند به معتدل او ستاسې هلې ځلې به د یوې نتیجې درلودونکې شي.
۞ کورني او بهرني مسایل و څېړئ
هر انسان له ځان سره مسایل لري، خو د وخت تنظیم د هغه موټر په څېر دی چې غواړي په اوږده سفر روان شي، نو باید تر روانېدو وړاندې د موټر د بېلابېلو برخو وضعیت وکتل شي.
کوم مسایل چې په تاسې پورې تړلې دي، هغه وارزوئ، هغه مسایل هم وګورئ چې پر تاسو پورې تړلي ندي خو تاسې ته تکلیف رسولی شي او د هغې له امله ستاسې کارکړنه اغېزمنه کېدای شي، دا مسایل دفتري هم کېدای شي، د کاروباراړوند هم، کورني هم کېدای شي او ټولنیز هم، همدارنګه په روغتیا پورې اړوند مسایل هم.
۞ خپل عادتونه و ارزوئ
هغه عمل چې تاسې یې پرته له کوم فکر او سوچ څخه ترسره کوئ، هغه ستاسې عادت ګرځېدلی، دا ډول عملونه اصولاً تاسې ته د اصولو بڼه غوره کوي.
خپل خراب عادتونه وارزوئ، د هغې د ختمولو یا کمولولپاره پلان جوړ کړئ او بیا په منظم ډول پرهغې عمل وکړئ تر څو هغه په یوه منظم وخت کې ختم شي، په کوم ډول چې د مرضونو درملنه کېږي، په هماغه بڼه باید دهغه عادتونو درملنه هم وشي چې د ترقۍ او پرمختګ په لار کې خنډ جوړوي.

دویم پړاو؛ د یوه نصب العین (سترې موخې) ټاکل:

ژوند د الله لوی نعمت دی، د ژوند د شېبو پیمانه وخت دی.
ژوند د نعمتونو د استعمال اوپه هغو پورې د تړلیو مسؤولیتونو د ترسره کولو نوم دی.
ژوند په دنیا کې دعمل او کړنې اوپه آخرت کې د هغې د پایلو نوم دی.
۞ د ژوند موخه او هدف باید څه شی وي؟
د ژوند موخه او هدف له الله سره تړاو، د هغه له خوا په وړاندې شوي د ژوندانه نظام او له هغه سره په کړې ژمنه باندې عمل کړنه ده.
ددې ترټولوغوره بېلګه د الله نبي دی اودهغه د سیرت په څېر د ژوند تېرول، باید زمونږ هدف او موخه وي.
دا ژمنه هم ځان ته یولړ آداب لري، ځیني کارونه د کړنې دي او ځیني کارونه د نه کړنې.
د مسؤولیت احساس او په آخرت کې د ځواب ورکړې لپاره تیاری باید زمونږ هدف او موخه وي.
ددې موخې ښه والی دادی چې دنیا به موهم ښه وي او د دنیا او آخرت تر منځ پړاو(برزخ) به هم ښه وي او بالاخره به آخرت هم ښه وي.
۞ د موخې تر ټاکل کېدو وروسته پر ژوند اغېزې:
ددې موخې تر ټاکل کېدو وروسته زمونږ په ژوند کې د هېلې او وېرې پړاو راځي.
ددې موخې ترټاکل کېدو وروسته د سړي په شخصیت کې یو توازن، ترتیب، تنظیم، مهذب والی او توکل راځي.
دا ټاکل شوې موخه، له مونږ څخه رښتینولي، ایمان داري، امانت، په ژمنه وفا او له خپل ځان سره د انصاف په څېر د اخلاقي صفتونو غوښتنه کوي.
عزت نفس، انسانیت ته درناوی، اعتدال، په معاملې پوهېدل،عفو او بخشش، د غوسې کنټرول، صبراوشکر، دا هغه ارزښتونه دي چې زمونږ د شخصیت لپاره ضروري دي.
ددې موخې د ترلاسه کولو لپاره، تاسې باید خپل مقصدونه اوهدفونه وټاکئ.

درېیم پړاو؛ د موخې ترلاسه کولو لپاره دهدفونو ټاکل:

۞ د سفرد لارې خرڅ وګورئ او د سفرد ښه والي لپاره هم هدفونه وټاکئ.
د مسؤولیت احساس: دا هغه بنسټېز عنصر دی چې کله غواړئ، موټر وچلوئ، نو باید ستاسې په شخصیت کې شتون ولري.
رویه :دا هغه عنصر دی چې تاسې د ټولو د خوښې وړ هم ګرځولای شي او د ټولو له نظره مو غورځولای هم شي، تاسې پر دې موضوع د غوراو هغې ته د تیارۍ لپاره اړتیا لرئ.
عادتونه: دا هغه کړنې دي چې د وخت په تېرېدو سره، ستاسې د ژوند قواعد او اصول ګرځېدای شي، پدې عادتونوستاسې سفر ګړندی کېدای شي او منزل ته لنډېدای شي.
وړتیاوې او توانمندۍ:دا هغه مطلوبه وړتیاوې دي چې ستاسې د بقا، پرمختګ او بریالیتوب د ترلاسه کولو لپاره ضروري ګڼل کېږي، پدې وړتیاوو کې له غوراوفکر څخه نیولې بیا تر ټولنیزو هلو ځلو، د کار تقسیم او قیادت ټول شامل دی، خو دا دعمر او مسؤولیتونو سره تړلې دي.
ټکنالوژي: دا پېړۍ، د ګړندیتوب او د سرحدونو او پولو پرته پېړۍ ده، ټکنالوژۍ دومره پرمختګ کړی چې اوس د کلونو کلونو سفر په څو شېبو کې ترسره کېږي او نړۍ اوس په یوه لپ ټاپ یا ګرځنده ټلیفون کې را غونډه شوې ده.
۞ د لاندې څو ډګرونو لپاره هدفونه او منزلونه وټاکئ
د شخصي ژوند لپاره، د روزنې او روغتیا لپاره، د پرمختګ او بریالیتوب لپاره.
د تعلیمي ژوند، شخصیت او کرکټر جوړولو او اقتصادي سوکالۍ لپاره.
د کورنۍ، مور او پلار، مېرمنې او ماشومانو او کورني ژوند لپاره.
په ټولنیزاو سیمه ییز ژوند کې د خپل عزت نفس او مقام لپاره.

څلورم پړاو؛ په خپل شخصیت کې بدلون او د زده کړې عمل:

د خپل فکراو سوچ بڼې ته پاملرنه وکړئ، په هغې کې د بدلون راوستلو هڅې وکړئ او هغه د خپل ژوند له موخو او مقصدونو سره همغږی کړئ.
خپلې وړتیاوې و ارزوئ او هغه د اوسني عصر د غوښتنو سره سمې جوړې کړئ.
خپلې اړیکې و اروزوئ او هغه د خپل ژوند له موخو او مقصدونو سره همغږي کړئ.
خپل اخلاق ښایسته کړئ او په هر ډګر کې هڅه وکړئ ځان د ټولو لپاره ګران او نژدې وګرځوئ.
دخپلو معاملاتو له اړخه ځان خورا د اعتبار وړ ثابت کړئ ترڅو پرتاسې باندې باور وشي.
خپل ځانونه منظم کړئ، د خپل شخصیت د خورولو پرځای د غونډولو هڅه وکړئ، خپل خواره واره شیان او معاملې را ټولې کړئ، له سره یې و ارزوئ چې څه پکې ضروري دي او څه پکې غیر ضروري؟
کوم کار چې ترسره کوئ، هغه وارزوئ، چې آیا د هغې ترسره کول ضروري دي او ترڅنګ یې یو داسې فهرست جوړ کړئ چې دهغې له مخې تاسې پرېکړه وکړئ چې دا کار باید تاسې ترسره نکړئ.
د وخت له ضایع کېدو او ټنبلۍ څخه ډډه وکړئ، د خپل وخت ضایع کېدو ته ډېره پاملرنه وکړئ او هڅه وکړئ چې له خپل ژوند څخه د سستۍ، ټنبلۍ او دنن کار سبا ته پرېښودوعادت کم کړئ.
موخه او مقصد مو مخې ته کېږدئ او کار وکړئ، کوم کار هم چې کوئ، په خپل ذهن کې مو باید خپله موخه څرګنده وي او وګورئ چې دا ستاسې کار ستاسې د موخې مطابق پر مخ ځي که نه؟
هره ورځ د یوازیتوب او تنهایی څو شیبې وګورئ، هڅه وکړئ او ځان دې ته تیار کړئ چې خپله نن ورځ له تېرې ورځې څخه ښه جوړه کړئ او راتلونکې ورځ مو له تېرېدونکې نن ورځې څخه ښه وي.

پنځم پړاو:عملي پرمختګ او دهغې ارزونه:

۞ د لومړیتوبونو مطابق پلان جوړ کړئ.
لومړیتوبونه مو درجه بندي کړئ او دځان لپاره عملي پروګرام جوړ کړئ.
د مقصد، مطلب او پړاو د ترلاسه کولو لپاره پلان جوړ کړئ.
تقویم یا کلیزه مخې ته کېږدئ اوخپل کارونه د وقت په حساب تنظیم کړئ.
۞پرېکړه وکړئ چې د خپلو موخو دترلاسه کولو لپاره له کومو معاملاتو څخه تېرېږئ.
د خپلو کارونو او موخو د یوه فهرست جوړول ضروري دي.
خپل شته وسایل او وړتیاوې مخې ته کېږدئ، بیا له هغې څخه باید ځينو موخو او کارونو ته د نوروپه نسبت لومړیتوب ورکړئ او له ځینومقاصدو او کارونو څخه لاس په سر شئ.
۞ د خپلو ضروري کارونو یو تقسیم اوقات جوړ کړئ
خپل کارونه داسې ترتیب کړئ چې خپلې موخې او مقصدونه مو مخې ته اېښې وي.
د ورځې د ساعتونو له مخې تقسیم اوقات جوړ کړئ اوټول ورځني کارونه مو له دغه تقسیم اوقات سره وتړئ.
۞ د کارونو لپاره مو وخت او وسایل وټاکئ.
له هدف سره د مینې لپاره، دخپلو کارونو لپاره د وسایلو تیارول ستاسې خپل مسؤولیت دی.
د کار، وسایلو او ټاکل شوي وخت په کلکه رعایت وکړئ.
۞د ورځنیو کارونو فهرست جوړ کړئ او په کلکه پرې عمل وکړئ.
هره ورځ تر وېده کېدو وړاندې، د راتلونکې ورځې د کارونو فهرست جوړ کړئ، د خپلو کارونو لومړیتوبونه وټاکئ او پر هغې د منظم عمل کړلو لپاره په ترتیب سره نمبر یا شمېره ورکړئ.
۞ له افرادو سره د کار کړلو لپاره د ټولنیزو هلو ځلو هنر زده کړئ.
په ځان کې له افرادو سره د ګډ کار کړلو وړتیا پیدا کړئ
افراد و روزئ، او هڅه وکړئ چې له هغوی څخه یو اغېزمن ټېم جوړ کړئ
تر روزنې وروسته، ټېم ته کار هم ور زده کړئ.
هغوی ته د کارکولو روزنه هم ورکړئ او تر څنګ یې په هغوی کې باور را پیدا کړئ او هغوی ته د کار سپارلو هنر هم ور زده کړئ.
په خپله هم خپل ځان و ارزوئ اوله خپل ټېم سره مو هم د ځان د ارزونې لپاره یو پروګرام جوړ کړئ.
د ښو او نېکو کړنو ستاینه مو عادت و ګرځوئ او خپل هغه کسان چې ښه کار کړنه لري، د ټولو په مخ کې یې ستاینه وکړئ.
د اغېزمنې کار کړنې افرادو په مسایلو او ستونزو د ځان پوهولو هڅه وکړئ، یا کم تر کمه هغوی په ښو الفاظو تنبیه کړئ.
د تنبیه پر وخت د خپل ملګري شخصیت او عزت نفس ته پام وکړئ او داسې خبره مه کوئ چې دهغه د زړه ماتېدو سبب شي.
۞ دنوي سوچ او نوي فکر سره بدلون راولئ.
په سوچ او فکر کې تنوع او نوی والی راولئ.
ددې کار لپاره غور، فکر او مطالعه وکړئ.
خپل افراد او وګړي لدې سره هم عادت کړئ، هغوی پوه کړئ چې دا کار د کور د حساب په څېر دی، تر څو تاسې په ضروري او غیر ضروري مصارفو باندې پوی شئ.

لیکوال: محمدبشیرجمعه

د ښوونکي لارښود کتابونه
د ښوونکي لارښود کتابونه

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Atomic Habits
Back to top button
واسع ویب