مسلمانو پوهانو غوره ویناوې ۹
په کومه خبره چې نه پوهېږئ مه يې کوي او په کومه چې پوهېږئ د وړ سړي په وړاندې يې له ويلو څخه دريغ مه کوئ.
( عثمان رضى الله تعالى عنه)
هغه ملت چې مرګ ته په خندا او موسکا ښه راغلى ونه وايې. ژوندى به پاتې نه شي.
( علامه سيد جمال الدين رحمه الله )
په شرعي مسئله کې له چا سره جګړه مه کوئ.
( امام مالک رحمه الله )
ښه ملګرى هغه دى، چې په تنګسه کې مو په کار شي.
( سعدي رحمه الله )
د الله( له حکمونو څخه د سرغړاوي پايله ډېره دردونکي او خواشينونکي وي.
( شيرازي رحمه الله )
له ځان څخه د شمعې پرځاى پتنګ جوړ کړئ، چې ستر وياړ مو په برخه شي.
(رومي رحمه الله )
له قهر او غضب پر ځاى له مينې او ورورګلوۍ څخه کار واخلئ.
( مامون الرشيد رحمه الله)
غوره وينا هغه ده، چې اورېدونکي پرې وپوهېږي.
( علي رضى الله تعالى عنه)
په داسې سيمه کې مه اوسېږئ، چې هلته پر حق عمل نه کېږي.
( امام مالک >)
کوم کار چې نه شي کولى؛ نو مسووليت يې هم پر غاړه مه اخلئ.
( حسين رحمه الله )
هوښيار سړى هغه دى، چې د الله رب العزت لپاره تقوا او پرهېزګارې وګړي او د اخرت د حساب لپاره تيارى ونيسي.
( حکيم ترمذي رحمه الله )
ذلت او صحيح علم سره يو تر بله ضديت او مخالفت لري دواړه سره نه يوځاى کېږي.
( علامه سيد جمال الدين افغان رحمه الله )
که پاچا او يا والي ته ورځي نو د ټولو خلکو څخه وروسته ويناوې کوي.
( امام مالک رحمه الله )
سر لوړي په تقوى کې مال او دولت په توکل کې او لويې په تواضح کې ده.
( ابوبکر صديق>)
ويناوې په نرمۍ سره کوئ ځکه د الفاظو په نسبت د لهجې اغېز ډېر وي.
( امام غزالي رحمه الله )
د څراغ له رڼا څخه ګټه واخلئ او دې ته مه ګورئ چې څراغ د چا په لاس کې دى.
( عائشه رضى الله تعالى عنها)
د چا علم چې له مانه کم وي زړه مې پرې درد کوي او چې د ډېر علم څښتن وي کېنه مې ورته په زړه کې نه راځي.
( سلمان فارسي ر حمه الله )
څوک چې د پاچاهانو او دقدرت له خاوندانو څخه بې له کوم جرات کولو ډارېږي دا سوالګر دى.
( علامه سيد جمالدين ر حمه الله )
څوک چې له علم سره مينه ونه لري هغه هېڅ ښه والى نه لري.
(امام شافعي رحمه الله )
هوښيار لومړى زړه پوښتې او بيا پر ژبه ويناوې کوي.
( عبدالقادر جيلاني رحمه الله )
له ښه عمل څخه پرته د جنت غوښتل هم ګناه ده.
( بايزيد بسطامي رحمه الله)