د مسلمانانو د اوسني حالت لاملونه څه دي؟

د مسلمانانو اوسني ناخوالې او لاملونه يې

لومړی لامل: بې اتفاقي ده

څرنګه چې د اسلام  سپېڅلی دین د ژوند د هرې برخې او د دواړو جهانونو کې د بریا ضمانت ورکوونکی دين دی ، نو ځکه له ټولو هغه کړنو څخه انسانان راګرزوي چې په دنیا او یا هم اخرت کې دهغوی د ناکامي لامل وي ، له همدې لړۍ څخه یوه کړۍ  (( بې اتفاقي)) یا اختلاف دی ، چې نه یواځې په  اخرت بلکې  په دنیا کې هم د خواري ، ذلت او بربادي لامل ګرزي . نو ځکه اسلام خپل ټول لارویان او ملاتړي  ور څخه په کلکه راګرځولي، او په څرګندو ټکیو يې ورته ویلي که اختلاف کوئ نو بیا د په دنیا کې خواري او په اخرت کې عذاب ته ځان چمتو کړي.[irp][irp]

الله جل جلاله  وایی:

وَاعْتَصِمُوا بِحَبْلِ اللهِ جَمِيعًا وَلَا تَفَرَّقُوا…( آل عمران : ۱۰۳)

ژباړه: ټول د الله په رسۍ منګولې خښې کړئ اوګوندي مه كوئ .

او په بل ایت کې وایی:

وَلَا تَكُونُوا كَالَّذِينَ تَفَرَّقُوا وَاخْتَلَفُوا مِنْ بَعْدِ مَا جَاءَهُمُ الْبَيِّنَاتُ وَأُولَئِكَ لَهُمْ عَذَابٌ عَظِيمٌ (آل عمران : 105)

ژباړه: او د هغو په شان مه كيږئ چې ګوندي او شخړې يې سره وكړې له  هغه وروسته چې څرګندې نښى هم ورته راغلې او د همدغو لپاره سترعذاب دى.

په بل ایت کې وایی:

وَأَطِيعُوا اللهَ وَرَسُولَهُ وَلَا تَنَازَعُوا فَتَفْشَلُوا وَتَذْهَبَ رِيحُكُمْ وَاصْبِرُوا إِنَّ اللهَ مَعَ الصَّابِرِينَ (الأنفال: 46)

ژباړه: او دالله او دهغه د رسول خبره منئ، په خپلوكې شخړې مه كوئ، كنه بې زړه به شئ او(برم) به مودرڅخه لاړشي، صبركوئ يقيناً الله صابرانو سره (مل) دى.

له دې څرګنده لارښوونو سره سره چې بیا هم مسلمانان په خپلو کې ډلې ډلې وي ، اختلافونه او بې اتفاقي تر دې برېده رسېدلې وي چې شپونکيان  د ورشوګانو، دهقانان  د يوې يوې پولې، سوداګر او دوکانداران د بيو، واکمن د ګدۍ ، او ملايان صاحبان يې د وړو ، وړو  مسلو پر سر سره لاس او ګرېوان وي ، مسلمان د مسلمان تر څنګ کېناستلو ته چمتو نه وي،ورور د څو رپیو او یادنیاوي ګټو په موخه د ورور وژلو ته تیار وي ، نو بیاهم  که  د نورو تر لاس لاندې د ذلت او خوارۍ ژوند نه تېروي نور به څه کوي؟!

دويم لامل : اسلامي لارښوونوته بشپړه پاملرنه نه کول

په دنیا کې چې زموږ په لاس کېنول شوی نهالګی مېوه ورنه کړي او زموږ مطلوب ترې ترلاسه نه شي د هغه سزا دا وي چې په تبرګي یا اره پرې او په اورکې وسوځل شي، نوانسان چې خدای د عبادت له پاره پیدا کړی، رسولان يې ورته رالېږلي د ژوند د هرې برخې تېر ولو له پاره يې ورته لارښوونې کړي دي که هغه له دې لارښوونوسر غړونه کوي  او له بله پلوه بیاغواړي چې په دنیا کې دې سر لوړی ، د عزت او لويي څښتن وي ، د نورو له احتیاج څخه دې هم خلاص وي دا فکریې  زما په اند یوه تېروتنه ده .

ځکه الله جل جلاله  وايي:

وَعَدَ اللهُ الَّذِينَ آمَنُوا مِنْكُمْ وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ لَيَسْتَخْلِفَنَّهُمْ فِي الْأَرْضِ كَمَا اسْتَخْلَفَ الَّذِينَ مِنْ قَبْلِهِمْ وَلَيُمَكِّنَنَّ لَهُمْ دِينَهُمُ الَّذِي ارْتَضَى لَهُمْ وَلَيُبَدِّلَنَّهُمْ مِنْ بَعْدِ خَوْفِهِمْ أَمْنًا يَعْبُدُونَنِي لَا يُشْرِكُونَ بِي شَيْئًا وَمَنْ كَفَرَ بَعْدَ ذَلِكَ فَأُولَئِكَ هُمُ الْفَاسِقُونَ (55) وَأَقِيمُوا الصَّلَاةَ وَآتُوا الزَّكَاةَ وَأَطِيعُوا الرَّسُولَ لَعَلَّكُمْ تُرْحَمُونَ (النور:56)

ژباړه: له  تاسې نه چې كومو كسانو ايمان راوړى او سم كارونه يې كړي، الله وعده ورسره كړې ده چې خامخا به يې په ځمكه كې هماغه شان خليفه ګان وګرځوي لكه هغه خلك چې له  دوى مخكې يې خليفه ګان كړي وو او حتماً به يې هغه دين ورته محكم كړي چې دوى ته يې خوښ كړى او له  وېرى وروسته به يې حالت په امن بدل كړي، يوازى ما به لمانځي، هيڅ شى به نه راسره شريكوي او له  هغه وروسته چې هر څوك كافر شو نو هغوى به فاسقان وي (55)لمونځ په ښه ډول كوئ، زكات وركوئ او د رسول امر منئ، ښايي چې رحم درباندې وشي (56)

او په ځای کې وايي:

وَلَوْ أَنَّ أَهْلَ الْقُرَى آمَنُوا وَاتَّقَوْا لَفَتَحْنَا عَلَيْهِمْ بَرَكَاتٍ مِنَ السَّمَاءِ وَالْأَرْضِ …. (الأعراف:96)

ژباړه: او كه ددې كليو خلكو ايمان راوړى واى او تقوى يې كړې واى نو پردوى به مو داسمان او ځمكې د بركتونو (دروازې) پرانيستلې وې.

لهذا ترڅو چې مسلمانان خپل اصلي چارې ته مخه نه کړي ، انقلاب او بدلون له ځان څخه پېل نه کړي، د خدای جل جلاله ټول حکمونه د رسول الله صلى الله عليه وسلم  له لارښونو سره سم په ځان کې رانه ولي ،زما په اند د سوکالي او ښېرازي سوچونه کول په ويښه د خوب ليدلو معنا ورکوي.[irp][irp]

له ابراهيم ادهم  رحمه الله  څخه پوښتنه وشوه : چې الله  جل جلاله    په قران کريم کې فرمايي: ادعوني استجب لکم، خونن سباموږ دعاوې کوؤ او هغه نه قبليږي؟

ابراهيم ادهم  رحمه الله  په ځواب کې وويل: پنځه خبرې ددې لامل

دي چې دعاوې  مونه قبليږي :

١_ خداى  جل جلاله  مو پېژندلى خو دهغه حق مو نه دى اداکړى.

٢_ قران پاک مو زده کړى خو په هغه مو عمل نه دى کړى .

٣_ د رسول الله صلی الله عليه وسلم   دمينې دعوې کوو خو دهغه دسنتو پيروي

نه کوو.

٤_ پر شيطان باندې لعنت وايو خو بيا په ټولو کړو کې دهغه پر لاره ځو.

٥_ داچې له خپلو عيبونو څخه مو سترګې پټې کړې خو دنورو عيبونه لټوو.

الله جل جلاله  دې موږټولو ته لومړی په ځان بیا په ټولو نړۍ کې د اسلامي حکمونو پلي کولو توفیق راکړي.

درېيم  لامل: امربالمعروف اونهي عن المنکر له پامه غورځول:

دمسلمانانو د اوسنیو ناخوالو د ریم لامل دا دی چې دنن مسلمان ددې پرځای چې یو بل سمې لارې ته راکاږي ، له ديني او اسلامي ارزښتونو يې خبرکړي ،د ديني چارو په غم کې ځان ورسره شریک وګڼي ، بلکې هرڅوک وايي : هغه  خپل قبر ته ځي او زه خپل قبرته. څه زما په ګور خو نه رادننه کیږي . فلانی داسې ښه سړی دی چې نه يې له ښو ، نه يې له بدو سره کار شته .دا هغه پردي، او ناسم متلونه دي چې موږ يې له خپلې زمواري څخه بېغه کړي یو.

د قرآن کریم کې نږدې په نهه (۹) ایاتو او د رسول الله صلى الله عليه وسلم  په نږدې دري دېرش (۳۳) حدیثونوکې مسلمانانو ته  سپارښتنه شوې چې:((خلک  له بدو ایسار وئ او د  ښو بلنه  ورکوئ.‎))

الله جل جلاله  وايي:

كُنْتُمْ خَيْرَ أُمَّةٍ أُخْرِجَتْ لِلنَّاسِ تَأْمُرُونَ بِالْمَعْرُوفِ وَتَنْهَوْنَ عَنِ الْمُنْكَرِ وَتُؤْمِنُونَ بِاللهِ.(آل عمران 110).

ژباړه: تاسو غوره امت ياست ( له  هغونه) چې خلكوته را برسېره شوي دي ، د ښېګړې امر كوئ او له  بديو ايسارول كوئ او پر الله ايمان لرئ.

او په بل ځای کې وايي:

وَلْتَكُنْ مِنْكُمْ أُمَّةٌ يَدْعُونَ إِلَى الْخَيْرِ وَيَأْمُرُونَ بِالْمَعْرُوفِ وَيَنْهَوْنَ عَنِ الْمُنْكَرِ وَأُولئِكَ هُمُ الْمُفْلِحُونَ (آل عمران: 104 مدنية)

ژباړه:  هرومرو دې  له  تاسوڅخه  يوه داسى ډله  (جوړه) وي چې دښېګڼې لورته بلنه كوي، دنيكى امركوي او له  بديو ايسارول كوي او همداكسان بريالي دي .

(( دې ته ورته ایاتونه په سورت  اعراف، توبه ، حج او لقمان کې هم راغلي .))[irp][irp]

او همداراز رسول الله صلى الله عليه وسلم وېلي:

والّذي نفسي بيده لتأمرنّ بالمعروف، ولتنهونّ عن المنكر، أو ليوشكنّ الله أن يبعث عليكم عقابا منه ثمّ تدعونه فلا يستجاب لكم.( الترمذي (2169) وقال: هذا حديث حسن وحسنه الألباني)

ژباړه:په هغه خدای مې قسم چې زما روح يې په قبضه کې دی ، تاسو خامخا دنيكى امركوئ او له   بديو ايسارول كوئ ، (کنه) الله جل جلاله  به له خپله لوري  داسې عذاب درباندې راولي چې بیا به دعاوې کوئ او هغه به نه قبليږي.

او په بل حدیث کې  رسول الله صلى الله عليه وسلم وايي:

إنّ أوّل ما دخل النّقص على بني إسرائيل كان الرّجل يلقى الرّجل فيقول: يا هذا اتّق الله ودع ما تصنع فإنّه لا يحلّ لك،ثمّ يلقاه من الغد، فلا يمنعه ذلك أن يكون أكيله وشريبه وقعيده، فلمّا فعلوا ذلك ضرب الله قلوب بعضهم ببعض» (أحمد في المسند (1/ 391) برقم (3712)

ژباړه: په بني اسرائيلو کې لومړۍ نیمګړتیا دا رامنځته چې یوه سړي به بل (پر بد کار ولید) نو ورته به يې ووېل: له خدایه ووېرېږه!  دا کار مه کوه ، ناروادی . خو سبا بیاچې به ورسره مخ شو که هغه به هاناروا کار پريښی نه و بیا به یې هم  بده نه ګڼله چې د خوراک ، څښاک ، او مجلس ملګری يې شي.  کله چې هغوی دا کیسې شروع کړې الله جل جلاله  هم دهغوی زړونه یو پر بل ووهل (زړونه يې سره مات ،له  اختلافونو  او هلاکت سره مخ شول)

بل حديث كې راغلي  ابوبکر رضی الله عنه وايي له رسول الله صلى الله عليه وسلم څخه مې اورېدلي وېل يې:

إذا عمل فيهم بالمعاصي أو بغير الحق ، ثم لم يغيروه يوشك أن يعمهم الله بعقاب منه (مشكل الآثار للطحاوي, رقم:987)

حسن بصري رحمه الله  وايي:

په نېکو امر او له بدیو ایسارول کوئ . که نه تاسو به(د راتلونکو) خلکو له پاره  عبرت وګرزئ. (نضرة النعیم)

معنا دا چې له داسې ناخوالو سره به مخ شئ چې  راتلونکي خلک به مو د عبرت په توګه یادوي.

او د اسلامي نړۍ نامتو امام غزالي رحمه الله  لیکي:

نېکو ته بلنه ، او له بدیو ايسارول ، د دین قطب او رکن دی . دا هغه ستره دنده ده چې الله جل جلاله  يې د ترسره کولو په موخه ټول پیغمبران رالیږلي دي. (که خدای مه کړه) ددې سترې  چارې ټغر ټول شي ، زده کړه او عمل يې له پامه ورغورځول شي ، نو دیانت به له منځه لاړ شي، په ديني چارو کې به سستي رامنځ ته شي ، بېلاري او ګمراهي به زیاته شي، پر نړۍ به ناپوهي خوره شي. فساد به وده وکړي، ښارونه به وران ، او وګړي به يې له تباهي او بربادي سره مخ شي.

خوافسوس ! له کوم څخه چې مو زیاته وېره لرله هغه  دادی په سترګو وينو : دغه ستره دنده مو له پامه غورځولې ، حقیقت يې بدل شوی، د انسانانو پر زړونو د خلکو هیبت اغېز کړی، او د خپل څښتن څارنه ترې هېره ده، خلک په خپلو خواهشاتو په سې  لکه د څارویو په څېر روان دي. ډېر لږ خلک به وي چې دې ته يې پام وي.  (نضرة النعیم فی مکارم اخلاق  الرسول  صلى الله عليه وسلم  )

نن هم  چې مسلمانانو د قرآني ایاتونو او نبوي حدیثونو  پرځای متلونو ته مخه کړه، نېکي ته بلنه او له بدو ایسارول مو پرېښودل، د دين په لاره کې د کړاوونو پرځای  هرسړی یواځې د ځان د سوکالي په لټه کې دی. د سر په سترګو وینو چې ورور مو ځان اورته غورځوي خو موږ يې ژغورلوته وخت نه لرو، اولادونه د بد اخلاقي په سیند کې لاهو شول خو پلار يې د ځان ځاني له امله د ژغورلو هڅه نه کوي . ددې ټولو ناخوالو پایله دا شوه چې د رسول الله صلى الله عليه وسلم هغه پيشوګويي چې څوارلس سوه کاله وړاندې يې کړې وه ، همدا دی اوس يې موږ د مصداق په توګه راڅرګنديږو. ددومره تكليفونو او كړاوونو له ګاللو  سره سره بیا هم مو دعاوې ، ژړاوې او زارۍ  نه قبلیږي.

د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د مسلمانانو ستونزې ترهر هيچا زیاتې دي ، کله په بورما کې د بودایانو له لوري تنکي ماشومان په اور سوځل کیږي. کله بیا په افغانستان، فلسطین ، چيچين ، کشمیر ، بوسینا، صومالیا او  نیجر کې  د ازادۍ په جرم  رښتوني مسلمانان په بندیخانو کې پراته وي او یا هم په غرونو، رغونو کې شپې سبا کوي.

دا ټولي بدمرغي او ناخوالي دهغه څه په بدله کې زغمو چې  ډېری مسلمانانو د اسلامي لارښوونو یو ې سترې  برخې ته شاکړې.

الله جل جلاله  دې موږ ټول ددين رښتوني داعیان وګرځوي، او ټولو مسلمانانو ته دې سوکالي او ښېرازي ورپه برخه کړي.

Atomic Habits
د ښوونکي لارښود کتابونه
واسع ویب wasiweb wasiweb.com

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Atomic Habits
Back to top button
واسع ویب