مريسيع غزا او د افك پيښه | سیرت النبي ۴۶ برخه

د بني المصطلق او يا  مريسيع غزا
6 هجري كال، د شعبان مياشت

دغه غزا كه څه هم له عسكري پلوه دومره لويه او مهمه غزا نده، خو پدې دوران كې داسې پيښې شوې دي چې په اسلامي ټولنه كې يې داسې اړ دوړ او جنجالونه راولاړ كړل چې په ترڅ كې يې د منافقانو له مخ نه پردې پورته شوې، او داسې تعزيراتي قوانين رانازل شول چې اسلامي ټولنې ته يې د عظمت، سپيڅلتيا، كرامت او پاك نفسۍ نوى رنګ وركړ. مونږ به لومړى د غزا په هكله خبرې وكړو، ورپسې به له نورو بيښو نه وغږيږو.

غزوة بني المصطلق

د صحيح روايت په اساس سره ويلى شو چې دغه غزا د شپږم هجري كال د شعبان په مياشت كې وه.(1) ددې غزا سبب هم دا ؤ: رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) ته خبر راغى چې د بني مصطلق رئيس حارث بن ابي ضرار  له خپل قوم او نورو عربانو سره له رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) سره د جګړې لپاره راوتلى دى. رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) ددې خبر په اوريدو سره بريده بن حصيب اسلمي ته امر وكړ چې لاړ شي او د خبر تحقيق وكړي. هغه لاړ او له حارث بن ابي ضرار سره يې خبرې وكړې، او بيا يې رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) ته خبر راوړ.

رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) چې د خبر له صحت نه ډاډه شو، نو اصحابو (رضي الله عنهم) ته يې د تلو قومانده وركړه او په بيړه سره روان شو. دغه وخت د شعبان د مياشتې دوې ورځې پاتې وې، له رسول (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) سره دا ځل يو شمير هغه منافقين هم روان شول چې په مخكينو غزا ګانو كې  يې برخه نه وه اخيستې.

دا ځل يې زيد بن حارثه (رضي الله عنه) او په بل روايت ابوذر (رضي الله عنه) او په  دريم روايت سره نميله بن عبدالله ليثي (رضي الله عنه) په مدينه كې خليفه وټاكه. حارث بن ابي ضرار هم يوه جاسوس ته وظيفه وركړې وه چې د رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) د لښكر څارنه وكړي، مسلمانانو هغه جاسوس ونيو او ويې واژه.

كله چې حارث ته د رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) د راتګ او د خپل  جاسوس د ژولو خبر ورسيد ډير وويريد، ملګري يې هم وارخطا شول، يو شمير عربان ورنه لاړل. رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) د بحر ساحل ته نژدې د قديد خوا ته د دوى يوې چينې ته چې مريسيع نوميده ورسيد. هغوى هم د جنګ تياري ونيوله. رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) خپل اصحاب (رضي الله عنهم) په ليكو برابر كړل، بيرغ له ابوبكر (رضي الله عنه) سره ؤ، د انصارو جنډه يې سعد بن عباده (رضي الله عنه) ته وركړې وه. دواړه لښكرې سره مخامخ شولې، څه وخت يې يو بل په غشو سره وويشتل، بيا رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) د بريد امر وركړ، ټولو اصحابو (رضي الله عنهم) په يوه حركت حمله وكړه، دښمن  ته يې ماتې وركړه او بريالي شول. يو شمير مشركين ووژل شول، ښځگې او اولادونه يې د مسلمانانو په اسارت كې ولويدل، ډير پسونه او څاروي يې هم په غنيمت ونيول له مسلمانانو نه يوازې يو كس شهيد شو، هغه هم سهوا د يوه انصاري له لاسه مړ شو، هغه و نه پيژانده د دښمن ګمان يې ورباندې وكړ او ويې واژه.

دا د اهل مغازي او اهل السير رايه ده. ابن قيم وايي چې دا ګمان او وهم دى، ځكه حقيقت دا دى چې پدې غزا كې جګړه نده پيښه شوې، مسلمانانو پر دوى حمله وكړه، ښځې اولادونه او مالونه يې ورنه ونيول. په بخاري كې راځي چې رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) بني مصطلق غافلګير كړل يعنې ناڅاپي بريد يې ورباندې وكړ.(1)

په اسارت نيول شويو ښځو كې جويريه بنت حارث هم وه، لومړى هغه د ثابت بن قيس په برخه ورسيده، هغه ورسره مكاتبه وكړه يعنې د يوه اندازه مال په بدل كې يې د آزادۍ وعده وكړه، دواړه پدې راضي شول چې جويريه په څه پيسې وركوي او هغه به يې آزادوي. رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) همدغه ټاكلى مبلغ ابن قيس ته وركړ او جويريه يې پخپله نكاح كړه. جويريه (رضي الله عنها) د قوم د رئيس حارث لور وه، او كله چې دې د رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) د نكاح شرف تر لاسه كړ نو اصحابو (رضي الله عنهم) ټولو خپل غلامان او وينځې آزادې كړې، ځكه دوى ويل چې دا قوم خو اوس د رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) خسرګنۍ ده، نو بايد قدر يې وشي. همدا وه چې د رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) د خپلوۍ د احترام په دود كې يې هغوى ټول آزاد كړل، هغوى هم له آزادۍ نه وروسته ټولو چې سل كورنۍ وو ايمان راوړ او په اسلام مشرف شول.(2)

پدې غزا كې د ټولو پيښو اصلي او اساسي عامل د منافقينو رئيس عبدالله بن ابي ؤ، نو مخكې لدينه چې ددې پيښو په اړه څه ووايو، غوره ګڼو لومړى د منافقينو د رول او په اسلامي ټولنه كې د دوى د منفي كړو وړو په هكله هم څه خبرې وكړو.

له بني مصطلق غزا نه مخكې د منافقينو رول او دريځ

څو ځله مو دا خبره كړيده چې عبدالله بن ابي له اسلام او مسلمانانو په ځانګړې توګه له رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) سره سخته كينه او دښمني لرله ځكه اوس او خزرج دده په مشرۍ سلا شوي وو، لګيا وو ده ته يې تاج جوړاوه، مرۍ او غمي يې ورته برابرول. په همدې حال كې هلته د اسلام لمر راوخوت، اوس او خزرج يې دده له پاچايۍ نه بلې خوا ته واړول، او له همدې ځايه عبدالله بن ابي دا فكر كاوه چې دده پاچايي رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) ورانه او خاورې كړه.

له رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) سره د عبدالله بن ابي دښمني د هجريت له پيل نه څرګنده وه، يوه ورځ رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) په خره سپور د سعد بن عباده (رضي الله عنه) پوښتنې ته ور روان و او په هغه مجلس ورغى چې عبدالله بن ابي هم پكې ؤ كله چې رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) ور ورسيد د منافقينو رئيس خپله پزه پټه كړه او ويې ويل دلته دوړې مه راته كوئ! بيا چې رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) د قرآنكريم آيتونه تلاوت كړل ده ورته وويل: په كور كې دې كينه، زمونږ مجلس مه را خرابوه.(١)

دا د هغه وخت خبره ده چې عبدالله بن ابي لا په اسلام سره تظاهر نه ؤ كړى، او كله يې چې له بدر نه وروسته په اسلام تظاهر هم وكړ خپله دښمني يې  پري نښودله، له الله (جل جلاله) او رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) سره يې خپلې دښمنۍ ته ادامه وركړه، تل يې هڅه كوله چې د مسلمانانو تر مينځ نفاق واچوي.

د اسلام د ذلت كوشش يې كاوه، له مشركينو سره يې مرستې كولې، د بني قينقاع په پيښه كې يې چې كوم رول ادا كړى هغه خو مو مخكې ذكر كړى. همدا راز د احد په غزا كې يې مسلمانانو ته لوى غم، شر او مصيبت راولاړ كړ، د هغوى په مينځ كې يې ګډوډي، نفاق او خلاف واچاوه.

دغه منافق د مسلمانانو په حق كې له بې حده مكر و فريب نه كار اخيست، وروسته له هغه چې په اسلام سره يې تظاهر وكړ، هره جمعه به چې رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) د خطبې ويلو لپاره كيناسته نو هغه به پاڅيد او خلكو ته به يې ويل: اې خلكو! دا دى رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) ستاسې په وړاندې تشريف لري، الله تعالى پده سره تاسو ته عزت او منزلت در په برخه كړ، نو تاسې دده (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) مرسته وكړئ. خبرې يې واورئ او اطاعت يې وكړئ، بيا به كيناست، ورپسې به رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) پاڅيد او خطبه به  يې وويله.

د منافقينو دغه رئيس دومره سپين سترګۍ و چې سره لدې چې د احد په غزا كې يې هغه غدر او خيانت وكړ، خو له غزا وروسته د لومړۍ جمعې په ورځ پاڅيد او غوښتل يې هماغه څه ووايي كوم چې هره جمعه به يې له خطبې نه مخكې ويل، خو دا ځل مسلمانانو له جامو راونيو او ورته ويې ويل: د خداى دښمنه! كينه، ته ددې وړ نه يې چې دا خبرې وكړې، تا چې څه وكړل هغه ټولو وليدل. پدې خبرو سره هغه خفه شو او له جومات نه روان شو، د خلكو له غاړو نه يې قدمونه اوچتول او په وتو وتو كې يې ويل: زه خو ددې جناب د ملاتړ لپاره پورته شوى وم، خو داسې ښكاري لكه چې ما كومه د جرم خبره كړې وي! له دروازې سره يو انصاري مخې ته ورته راغى او ورته ويې ويل: هلاك شې، بيرته وګرزه، رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) به درته د مغفرت دعا وكړي. ده وويل: زه نه غواړم چې هغه راته د مغفرت دعا وكړي.(1)

همدا راز عبدالله بن ابي له بنو نضير سره مسلسله رابطه درلوده، له دوى سره په ګډه يې د مسلمانانو په خلاف توطيې جوړولې، ان تر دې چې ورته ويلي يې وو چې: كه چيرې تاسې د مسلمانانو خلاف جګړې ته راووتئ نو مونږ به هم درسره وو، او كه ستاسې په خلاف جګړه وشوه نو مونږ به ستاسې مرسته كوو.

همدا راز د احزاب په غزا كې ددې منافق او ملګرو كار يې دا ؤ چې د مسلمانانوپه مينځ كې ويره، پريشاني او ګډوډي را پيدا كړي، الله تعالى همدې مطلب ته د احزاب په سورت كې داسې اشاره فرمايي: ((وَإِذْ يَقُولُ الْمُنَافِقُونَ وَالَّذِينَ فِي قُلُوبِهِمْ مَرَضٌ مَا وَعَدَنَا اللَّهُ وَرَسُولُهُ إِلاَّ غُرُوراً)) (الاحزاب: ١٢).تر دې ايته چې فرمايي: ((يَحْسَبُونَ الأَحْزَابَ لَمْ يَذْهَبُوا وَإِنْ يَأْتِ الأَحْزَابُ يَوَدُّوا لَؤ أَنَّهُمْ بَادُونَ فِي الأَعْرَابِ يَسْأَلُونَ عَنْ أَنْبَائِكُمْ وَلَؤ كَانُوا فِيكُمْ مَا قَاتَلُوا إِلاَّ قَلِيلاً)) (الاحزاب: ٢٠)

[او (ياد كړه هغه وخت) كله چې وويل (ابن ابي، ابن قيشر او نورو) منافقانو او (وويل) هغو كسانو چې په زړونو د دوى كې مرض (د نفاق) و چې نه ده وعده كړې له مونږ سره الله او رسول ددغه (الله په فتح د شام، يمن، فارس) مګر په غرور او تيرايستو سره.] [ هغوى (له ويرې) داسې ګمان کوي چې د کفر لښکرې ندي تللې كه چيرته بيا راشي لښكر د (مشركينو جنګ ته) نو دوست ګڼي (منافقان) دا چې كاشكې دوى اوسيدونكي وى په (ليرو كليو د) اعرابو كې (له ښاره) چې پوښتنې به يې كولې (له ليرې) له (احوالو) خبرو ستاسې او كه چيرې وى (دغه منافقان) په تاسې كې نو جنګ به يې نه وو كړى دوى مګر لږ (د پاره د رياء).]

پداسې حال كې چې د يهودو، منافقينو او مشركينو په شمول ټول دښمنان پدې ښه پوهيدل چې د اسلام د بري او غلبې راز مادي تفوق، د وسلو، عسكرو او وسايلو ډيرښت ندى بلكه ددې بري راز هغه اخلاق او معنوي پياوړتيا ده چې مسلمانان پرې سينګار شويدي. او دا هم ټولو ته په ډاګه وه چې ددې عظمت او كرامت منبع هغه رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) دې چې په نيكۍ، معنوي او اخلاقي لوړتيا او سپيڅلتيا كې تر ټولو لوړ مثال او قدوه دى. همدا راز ټول پدې ښه متيقن شوي وو او د پنځه كلنو جګړو په دوران كې ټولو ته ثابته شوې وه چې د وسلې په زور سره پر اسلام او مسلمانانو باندې غلبه ناممكنه ده. همدا وه چې دوى د اسلام او مسلمانانو په خلاف د ساړه يا تبليغاتي جنګ فيصله كړې وه، دوى هڅه كوله د عاداتو، اخلاقو او كړو وړو له مخې د مسلمانانو په خلاف تشويشونه راولاړ كړي، پدې تبليغاتي جګړه كې د مشركينو لومړنى هدف پخپله رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) ؤ.

څرنګه چې منافقين په مدينه كې د ننه اسلامي ټولنه كې اوسيدل او دا ورته آسانه وه چې د مسلمانانو احساسات راوپاروي، او له هغوى سره له تماس نه په استفادې سره د دوى په زړونو كې كار وكړي، نو د اسلام په خلاف په تبليغاتي جنګ كې زيات مهم رول د همدې منافقانو او د دوى د رئيس عبدالله بن ابي و.

د دوى دغه توطئه او پلان له احزاب غزا نه وروسته په ډاګه شو، كله چې حضرت رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) له زينب بنت جحش (رضي الله عنها) سره چې زيد طلاقه كړې وه نكاح وكړه. منافقينو همدا پيښه د حربې يا تبليغاتي وسيلې په شكل استعمال كړه. ځكه د عربانو عادت او رواج دا ؤ چې هغوى به خپل فرزندي اولاد هم لكه خپل اصلي اولاد داسې باله، او د دا ډول زوى طلاقه شوې ښځه به يې د هغه چا لپاره ناروا بلله كوم چې دغه كس به يې خپل زوى نيولى و.

كله چې رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) له زينب (رضي الله عنها) سره واده وكړ، نو منافقينو ګمان وكړ لكه چې اوس دوى ته د رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) په خلاف د پروپاګند او تهمت ښه دلايل په لاس ورغلي دي او پدې هكله يې دوه ټكي د ځان په ګټه بلل:

لومړې دا چې دا د رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) پنځم واده ؤ، او قرآنكريم خو له څلورو نه د زياتو ودونو د جواز حكم نلري، نو رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) په كوم دليل دا پنځم واده وكړ؟

دوهم دا چې زينب (رضي الله عنها) خو د زيد (رضي الله عنه) ښځه وه او زيد خو هغه څوك ؤ چې  رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) خپل زوى نيولى ؤ، او د خپل زوى (فرزندي) له ښځې سره خو نكاح د عربو په نزد يوه لويه ګناه وه. منافقينو پدې هكله ډير تبليغات وكړل له ځانه يې ډيرې كيسې او دروغ جوړ كړل. ددې دروغو په ترڅ كې به يې ويل چې محمد (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) يو ځل زينب (رضي الله عنها) په ناڅاپي توګه وليده خوښه يې شوه، د هغې حسن يې  زړه يووړ، ډيره مينه يې ورسره پيدا شوه او كله چې دده زوى زيد (رضي الله عنه) پدې پوه شو، نو زينب يې دده لپاره خوشې كړه. دغه پروپاګند دومره عام او پداسې طريقې سره خور شو چې تر نن ورڅې پورې يې د تفسير او احاديثو په كتابو كې آثار تر سترګوكيږي. څرګنده ده چې دې تبليغاتو به حتماً په كمزوريو زړونو اثر او اغيزه هم درلوده، همدا وه چې د الله تعالى له لوري د قرآنكريم شفا وركوونكي آيتونه نازل شول، او په غوڅه توګه يې د منافقينو د دروغو او پوچو تبليغاتو بطلان اعلان كړ. الله تعالى د احزاب سورت په لومړي آيت كې فرمايي:

((يَا أَيُّهَا النَّبِيُّ اتَّقِ اللَّهَ وَلا تُطِعْ الْكَافِرِينَ وَالْمُنَافِقِينَ إِنَّ اللَّهَ كَانَ عَلِيماً حَكِيماً)). (الاحزاب: 1)

[اې نبي (محمد (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم)! وويريږه (تل) له الله څخه او مه منه (حكم) د كافرانو او (نه) د منافقانو، بيشكه چې الله دى ښه عالم پر هر شي ښه حكمت والا.]

دا له بني مصطلق غزا نه مخكې د منافقينو د توطئو او منفي دريزونو يو څو وړې نمونې وي. رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) په پوره صبر او حوصلې سره ددې حالاتو مقابله كوله. د منافقينو دا ټول حالات يې ښه ليدل خو بيايې هم له دوى سره له مهربانۍ او نرمۍ نه ډك معامله كوله. همدا راز نورو مسلمانانو هم دا كوشش كاوه چې د منافقينو له شر نه ځان وساتي، او د هغوى په وړاندې يې له ډيرې حوصلې نه كار اخيست ځكه ليدل يې چې د منافقينو فتنه يوه نده، هغوى هره ورځ نوې نوې فتنې راولاړوي نو بايد له زغم او صبر نه كار واخستل شي.

الله تعالى دې مطلب ته اشاره كوي فرمايي:

((أَوَلا يَرَؤنَ أَنَّهُمْ يُفْتَنُونَ فِي كُلِّ عَامٍ مَرَّةً أَؤ مَرَّتَيْنِ ثُمَّ لا يَتُوبُونَ وَلا هُمْ يَذَّكَّرُونَ)) ( التوبۍ: 126)

[آيا (فكر نه كوي) او نه ګوري دوى چې بيشكه دوى مبتلا كولى شي (په ډول ډول) قسم قسم مصائبو په هر يوه كال كې يو كرت يا دوه كرته بيا له سره هغوى نه كوي توبه (له نفاقه) او نه دوى پند اخلي (په دې ابتلاء).]

په بني مصطلق غزا كې د منافقينو رول

د بنې مصطلق په غزا كې له رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) سره د منافقينو ګډون د الله تعالى ددې قول عملي مصداق دى چې فرمايي: ((لَؤ خَرَجُوا فِيكُمْ مَا زَادُوكُمْ إِلاَّ خَبَالاً وَلأَؤضَعُوا خِلالَكُمْ يَبْغُونَكُمْ الْفِتْنَةَ)) (التوبۍ: 47)

[نو كه وتلي وى دغه (منافقان) په (لښكر د) تاسې كې نو نه به و زيات كړى دوى تاسې ته (هيڅ شى) مګر شر، خرابي، فساد او چغلي اوخامخاه چابكي به كړې وه دوى په منځ ستاسې كې (په چغلۍ او نورو بديو كې) حال دا چې غوښتله به دوى تاسې ته فتنه (ستاسې په منځ كې د د‌ښمنۍ په اچولو او له كافرانو څخه ستاسې په ويرولو كې).]

د نفاق لښكرو همدلته له خپل شر او شيطنت نه ښه ګټه پورته كړه. او دوه داسې فرصتونه په لاس ورغلل چې له امله يې پدې وتوانيدل د مسلمانانو په ليكو كې درز او تشويش پيدا كړي. او د رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) په خلاف دومره لوى تهمت جوړ كړي چې ځواب يې پخپله الله تعالى ووايه. ددې دواړو پيښو تفصيل دا ډول دى:

1- له مدينې نه د ذليل سړي شړلو خبره:

د منافقينو دا قول چې ويل به يې: ((لَئِنْ رَجَعْنَا إِلَى الْمَدِينَةِ لَيُخْرِجَنَّ الأَعَزُّ مِنْهَا الأَذَلَّ)) .  (المنافقون: 8)

[كه چيرې بيرته وګرځو مونږ طرف د مدينې ته نو خامخا به وباسي ډير عزتمن (كافر خلك له دغه مدينې نه) ډير خوار كمزور خلك.]

رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) له غزا نه وروسته له مريسيع چينې سره تشريف درلود او هملته يې اړولي و، خلك لاړل تر څو له چينې نه او به راوړي، د عمر بن الخطاب (رضي الله عنه) يو غلام يا مزدور ؤ چې جهجاه الغفاري نوميده، دده او سنان بن وبر جهني تر مينځ د اوبو په سر جنجال او جنګ پيښ شو. جهني چيغه وكړه اې انصارو او جهجاه مهاجرينو ته غږ كړ. په همدې وخت كې رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) وفرمايل: ‏(‏أبدعوى الجاهلية وأنا بين أظهركم‏؟‏ دعوها فإنها مُنْتِنَة‏)‏. پداسې حال كې چې زه ستاسې په مينځ كې وجود لرم تاسې د جاهليت نارې وهئ؟ دا د جاهليت نارې پريږدئ، دا ډيرې بدبويه نارې دي! عبدالله بن ابي بن سلول ته چې دا خبره ورسيده ډير په غوسه شو، له ده سره يې د قوم يوه ډله خلك هم وو. زيد بن ارقم چې دغه وخت كشر ځوان ؤ هم پدې ځاى كې موجود و، عبدالله بن ابي وويل: آيا دوى همداسې وكړل، دوى زمونږ سيمې ته راغلل اوس ځانونه له مونږ سره په تله كې اچوي او مقابله راسره كوي! قسم په خداى پر مونږ او دوى دا متل صدق كوي چې وايي: سپى دې چې چاغ كړ، نو خوري به دې! قسم په الله چې مدينې ته له رسيدو وروسته به د هغه ځاى عزيز او سرلوړي خلك دغه ذليل او خوار خلك له مدينې نه باسي. بيا يې خپلو ملګرو ته مخ كړ او ورته ويې ويل: دا ټول ستاسې له خپله لاسه، تاسې پخپل وطن كې ځاى وركړ، خپل مالونه مو ورسره وويشل، كه تاسې دوى ته څه نه واى وركړي نو چيرته بلې سيمې ته به تللي واى.

زيد بن ارقم (رضي الله عنه) دا خبر خپل تره ته ورساوه، تره يې  لاړ او رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) يې چې عمر (رضي الله عنه) هم ورسره ؤ له واقعې خبر كړ. عمر (رضي الله عنه) وويل: عباد بن بشر (رضي الله عنه) ته امر وكړه چې دا منافق (عبدالله بن ابي) ووژني. رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) وفرمايل:‏(‏فكيف يا عمر إذا تحدث الناس أن محمداً يقتل أصحابه‏؟‏ لا ولكن أَذِّنْ بالرحيل‏)‏. اې عمره! كه داسې وكړم نو بيا به خلك وايې چې محمد (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) خپل اصحاب وژني، نه داسې نه كوم، خلكو ته د تللو امر وكړه. دا داسې ساعت او وخت ؤ چې عادتاً به رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم)، پكې كوچ نه كاوه. په هر حال حكم وشو، خلك روان شول، اسيد بن حضير (رضي الله عنه) له رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) سره مخامخ شو له سلام نه وروسته يې عرض وكړ چې په نا مناسب وخت كې دې د تګ او كوچ امر وكړ. رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) په ځواب كې ورته وويل:‏(‏أو ما بلغك ما قال صاحبكم‏؟‏‏)‏. ته نه يې خبر چې ستاسې آشنا (عبدالله بن ابي) څه ويلي دي؟ ده وويل: نه زه نه يم خبر، څه يې ويلي دي؟ رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) وفرمايل:‏(‏زعم أنه إن رجع إلى المدينة ليخرجن الأعز منها الأذل‏)‏. هغه دا ګمان او خيال كړى چې مدينې ته له رسيدو نه وروسته به د عزت خاوندان پاڅيږي او هغه ذليل او خوار كسان به له مدينې نه شړي! اسيد (رضي الله عنه) عرض وكړ، كه وغواړې نو ته به هغه له مدينې نه شړې، قسم په الله چې ته عزيز او هغه ذليل دى. او زياته يې كړه: يا رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم)! له هغه (عبدالله بن ابي) سره ډيره نرمي وكړه، ته الله مونږ ته پداسې حال كې راوستې چې د هغه قوم دده لپاره مرۍ او غمي برابرول تر څو تاج ورته جوړ كړي او پاچا يې وټاكي، هغه اوس دا ګمان  كوي چې پاچايې يې تا ور نه اخيستې ده!

رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) دغه ورځ ان تر لماسختن پورې او ورپسې ټوله شپه مسلسل سفر وكړ، سهار هم روان و تر څو لمر ښه ګرم شو خلك يې په تكليف كړل، نو يو ځاى يې واړول. خلك ټول ډير ستړي شوي وو څنګه چې ځمكې ته ورسيدل فوراً ټول ويده شول. رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) دا كار او دا دومره اوږد مزل  ددې پخاطر وكړ تر څو د خلكو توجه بلې خواته واړوي، او له خبرو نه يې په بل څه مصروف كړي.

د منافقانو مشر (ابن ابي) چې كله خبر شو چې زيد بن ارقم دده خبره رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) ته رسولې ده، نو فوراً د رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) خدمت ته حاضر شو، قسم يې ياد كړ چې ما دا ډول خبرې ندي كړي، او نه مې ديخوا ته اشاره كړيده. موجودو انصارو هم وويل يا رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) كيداى شي هغه هلك زيد (رضي الله عنه) په خبره نه وي پوه شوى. رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) دده خبره ومنله. زيد (رضي الله عنه) وايي: قسم په خداى پدې سره زه دومره خفه شوم چې په ټول ژوند كې دومره نه وم خفه شوى، لاړم په كور كې كيناستم. تر څو الله تعالى دا ايتونه رانازل كړل.

((إِذَا جَاءَكَ الْمُنَافِقُونَ)) تر دې پورې چې فرمايي: (هُمْ الَّذِينَ يَقُولُونَ لا تُنْفِقُوا عَلَى مَنْ عِنْدَ رَسُولِ اللَّهِ حَتَّى يَنْفَضُّوا)) (المنافقون:٧) [دوى (منافقان) هغه کسان دي چې وايي د رسول الله په ملګرو مصرف مه کوئ (مرسته مه ورسره کوئ) تر څو تيت او ورنه جدا شي] ((لَيُخْرِجَنَّ الأَعَزُّ مِنْهَا الأَذَلَّ)) (المنافقون:٨) [د عزت خاوندان به ذليل او خوار کسان له مدينې نه وباسي]

زيد وايي: رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم)  څوك راپسې راوليږل ورغلم او همدا آيتونه يې راته ولوستل او ويې فرمايل: زيده! (‏إن الله قد صدقك‏)‏‏.‏ الله تعالى ريښتونى كړې.(1)

د منافق عبدالله بن ابي زوى چې هغه هم عبد الله نوميده، يو صالح او غوره صحابي ؤ له خپل پلار نه يې برائت اعلان كړ، لاړ او د مدينې په دروازه كې د خپل پلار مخې ته ودريد، توره يې په لاس كې وه او كله يې چې پلار راغى غږ يې ورته وكړ ودريږه! قسم په الله تر هغې پورې به لدې ځاې نه مخكې لاړ نه شې تر څو رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) اجازه نه وي درته كړې، رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) عزيز او ته ذليل يې. كله چې رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) تشريف راوړ د تلو اجازه يې وركړه، نو هغه هم پريښود چې مدينې ته داخل شي. عبدالله بن عبدالله بن ابي (رضي الله عنه) دا هم ويلي و، يا رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم)! كه غواړې پلارمې ووژنې نو امر راته وكړه قسم په الله چې سر به يې درته حاضر كړم.(١)

٢- د افك پيښه

د افك (تور) پيښه په همدې غزا كې واقع شويده، ددې پيښې لنډيز داسې دى: پدې غزا كې رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) له خپلو بيبيانو (رضي الله عنهن) نه د پچې په اساس حضرت عائشه (رضي الله عنها) له ځان سره بوولې وه. له غزا نه د بيرته ستنيدو په دوران كې يو ځاى تم شول، حضرت عائشه (رضي الله عنها) د حاجت رفع كولو پخاطر ووتله، هلته هغه اميل ورنه ورك شو كوم چې له خپلې خور نه يې په عاريت اخيستې ؤ، بيرته ورپسې ورغله او په هغه ځاى كې يې لټاوه چيرته چې ورنه ورك شوى ؤ. په همدې وخت كې د تللو امر وشو، هغه كسان چې ددې كجاوه يې باروله راغلل، فكر يې كاوه چې عائشه (رضي الله عنها) پكې شته، كجاوه يې پورته كړه، په اوښ يې بار كړه، پوه نه شول چې په كجاوه كې عائشه (رضي الله عنها) نشته.

عائشې (رضي الله عنها) خپل اميل وموند او بيرته خپل ځاى ته راغله، خو هلته هيڅوك هم نه وو پاتې شوي ټول تللي وو، هملته ځاى په ځاى كيناستله. فكر يې وكړ چې دوى به بيرته ورپسې راوګرزي.

الله تعالى د واك خاوند دى، څه يې چې اراده وي همغه كيږي. عائشه (رضي الله عنها) همدلته خوب يووړه ويده شوه. يو وخت د صفوان بن معطل په دې آواز سره راويښه شوه چې ويې ويل: ((انا لله و انا اليه راجعون)) دا خو د رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) بي بي ده؟ صفوان له لښكر نه وروسته پاتې شوى ؤ، ځكه هغه ډير خوب درلود او كله يې چې عائشه (رضي الله عنها) وليده، ويې پيژندله ځكه د حجاب له حكم نه مخكې يې ليدلې وه، (انا لله . . . . . ) يې وويل اوښه يې چو كړه پدې وخت كې عائشه (رضي الله عنها) راويښه شوه، نو صفوان خپله اوښه ورلنډه كړه او عائشه (رضي الله عنها) ورباندې سپره شوه. صفوان يوه كلمه خبره هم ورسره ونكړه، او له (انا لله و انا اليه راجعون ) نه پرته يې بل حرف هم ورنه وانه وريده. صفوان د اوښې تر مخ روان شو مخكې لاړ او لښكر ته چې د غرمې په وخت كې يې لنګر اچولى و ورسيد. خلكو چې دا حالت وليد هر يوه له خپل شان او حال سره برابر يو څه وويل. خو د خداى دښمن د منافقانو رئيس عبدالله بن ابي د خپلې دښمنۍ، كينې او خبث د اظهارولو لپاره ښه فرصت وموند، د افك (تور يا تهمت) كيسه يې جوړه كړه. پيل يې وكړ همدا يې خورول په يوه او بله لاره يې زيار يوست دا تهمت د هر چا غوږونو ته ورسوي. ډله يې ټوله ورنه راټوله وه، همدا خبرې يې سره زمزمه كولي. او كله چې مدينې ته ولاړل افك (تهمت) جوړونكو كيسه اوږده كړه. رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) چپ او ساكت و هيڅ يې نه ويل. خو كله چې پدې هكله وحي وځنډيده، نو رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) د عائشه (رضي الله عنها) د سرنوشت په هكله له خپلو اصحابو (رضي الله عنهم) سره مشوره وكړه، علي (رضي الله عنه) اشارتاً داسې مشوره وركړه چې عائشه (رضي الله عنها) پريږدي يعنې طلاق وركړي، د اسامه (رضي الله عنه) او نورو مشوره دا وه چې پدې هكله د دښمنانو خبرو ته اهميت ورنكړي او عائشه (رضي الله عنها) له ځان سره وساتي. بيا رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) منبر ته پورته شو او له عبدالله بن ابي او دده له اذيتونو نه يې شكايت وكړ. په همدې وخت كې د اوس مشر اسيد بن حضير خپله تياري څرګنده كړه او ويې ويل كه اجازه وي زه دا منافق وژنم. سعد بن عباده (رضي الله عنه) چې د خزرج قبيلې سردار ؤ په احساساتو راغى د خپل قوم پلوي يې وكړه، په همدې سره دده او اسيد (رضي الله عنه) تر مينځ خبرې هسكې تيټې شوې، په نتيجه كې دواړه قبيلې پخپل منځ كې سره ببرې شوې، رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) په ډير مشكل سره هغوى آرام كړل او پخپله هم چپ شو.

عائشه (رضي الله عنها) مدينې ته له ستنيدو وروسته پوره يوه مياشت رنځوره وه، د افك (تهمت) له كيسې نه خبره نه وه، خو د رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) هغه مهرباني يې نه ليدله كومه چې پخوا به يې د بيمارۍ او مرض په وخت كې ورباندې درلوده. كله چې جوړه شوه يوه شپه له ام مسطح سره د قضاء حاجت لپاره بيرون ته ووتله. د ام مسطح پښه په ټكري كې بنده شوه ولويده او په همدې وخت كې يې خپل زوى ته ښيره وكړه. عائشې (رضي الله عنها) پدې ښيرو سره هغې ته وويل دا كار دې سيي ندى! ام مسطح په ځواب كې عائشې (رضي الله عنها) له پيښې نه خبره کړه ورته وويل: چې زما زوى هم پدې تهمت كې شريك دى چې په تا پسې ويل شويدى. كيسه يې ورته وكړه. عائشه (رضي الله عنها) كورته راغله او له رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) نه يې اجازه وغوښتله چې د خپل پلار كورته لاړه شي تر څو له پيښې نه پوره ځان خبر كړي.

رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) اجازه وركړه او هغه د خپل مور و پلار كره لاړه هلته  يې د كيسې په تفصيلاتو ځان خبر كړ او كله چې په خبر پوه شوه نو ډير زيات يې وژړل، دوې شپې او يوه ورځ يې مسلسل ژړل. خوب يې ورك شو، اوښكې يې همداسې روانې وې، نژدې وه  چې له ډيرې ژړا نه يې زړه وچوي. په همدې وخت كې رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) تشريف راوړ، د شهادت كلمه يې ولوستله او ويې فرمايل: ‏(‏أما بعد يا عائشة، فإنه قد بلغني عنك كذا وكذا، فإن كنت بريئة فسيبرئك الله، وإن كنت ألممت بذنب فاستغفري الله وتوبي إليه، فإن العبد إذا اعترف بذنبه، ثم تاب إلى الله تاب الله عليه‏)‏‏.‏ اې عائشې (رضي الله عنها)! ستا په هكله دا او هغه خبرې راته شويدي، كه چيرې ته بې ګناه او پاكه وي، نو الله (ج) به ستا برائت او پاكي اعلانوي، او كه خداى نا خواسته ګناه درنه شوې وي نو توبه وباسه، ځكه بنده چې پخپله ګناه اعتراف وكړي او توبه وباسي، الله تعالى يې توبه قبلوي.

همدلته د عائشې (رضي الله عنها) اوښكې وچې شوې، خپل مور و پلار ته يې مخ واړاوه چې رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) ته ځواب ووايي. خو هغوى حيران وو چې څه ووايي؟ نو عائشې (رضي الله عنها) پخپله وويل: قسم په الله دى چې تاسې زما په هكله دا خبرې اوريدلې دي او ستاسې زړه هم منلې ده، هغه مو رښتيا بللې كه زه درته ووايم چې زه بري او پاكه يم، الله تعالى خبر دى چې زه بري يم. تاسې زما دا خبره نه منئ او كه زه په هغه څه اقرار وكړم چې الله تعالى پرې عالم دى چې زه ورنه بري يم، نو تاسې به يې ومنئ، زه دلته د ځان او تاسې لپاره د يوسف (عليه السلام) د پلار دا قول وايم چې فرمايې: ((فَصَبْرٌ جَمِيلٌ وَاللَّهُ الْمُسْتَعَانُ عَلَى مَا تَصِفُونَ)) (يوسف: 18). [نو كار زما صبر جميل دى (چې پكې هيڅ شكايت ونكړم خلكو ته) او (له هم دغه) الله څخه مدد غوښتلى شي په (تحمل د) هغې (خبرې) كې چې تاسې يې بيانوئ (له هلاكه د يوسف).]

دا خبره يې وكړه بلې خوا ته لاړه او څملاسته، په همدغه وخت كې همدلته پر رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) د الله تعالى له لوري وحې رانازله شوه. كله چې د وحي كيفيت ختم شو، رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) په خندا شو او لومړنۍ كلمه يې دا وه: ‏(‏يا عائشة، أما الله فقد برأك‏).[‏يا عائشه (رضي الله عنها)! قسم په الله چې الله تعالى ستا برائت اعلان كړ.]

مور يې ورته وويل: پاڅه د رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) خدمت ته ورشه، شكر يې  په ځاى كړه. عائشې (رضي الله عنها) پداسې حال كې چې له خپل برائت او د رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) له محبت او اعتماد نه به بې حده خوشاله شوې او مطمئنه وه په ناز سره وويل: زه رسول (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) ته نه ورځم، زه يوازې د الله تعالى حمد او شكرانه وايم.

الله تعالى د افك د حادثې په هكله لس آيتونه نازل كړي چې په پيل كې يې فرمايې: ((إِنَّ الَّذِينَ جَاءُوا بِالإِفْكِ عُصْبَةٌ مِنْكُمْ)) (النور:١١تر٢٠) [بيشكه هغه كسان چې راوړي يې دې غټ دروغ (په شان د عائشې (رضي الله عنها) كې) يو ټولى دى له تاسې ( مسلمانانو نه).]

پدې تهمت او جرم كې له شريكو كسانو نه مسطح بن اثاثه، حسان بن ثابت او حمنه بنت جحش (رضي الله عنهم) اتيا اتيا درې (متروكې) ووهل شول، خو ددې جرم لوى مجرم او د منافقينو رئيس عبدالله بن ابي ته جزا ورنكړل شوه، حد ورباندې جاري نه شو. دا هم ځكه چې حد خو د مجرمينو لپاره يو ډول تخفيف دى، دغه منافق خو د تخفيف مستحق ندى، الله تعالى هغه ته په آخرت كې د سخت عذاب وعيد كړيدى. او يا كيداى شي چې د هغه مصلحت پخاطر حد نه وي ورباندې جاري شوى د كوم پخاطر چې هغه وژل شوى نه ؤ.(1)

پدې ترتيب سره له يوې مياشتې پريشانۍ وروسته له مدينې نه د شك، پريشانۍ او تشويشونو وريځې والوتلې. د منافقانو رئيس داسې وشرميد چې نور يې هسك نه شوى كتلې. ابن اسحاق وايي: لدې پيښې نه وروسته عبدالله بن ابي دومره سپك او رسوا شو چې كه كومه خبره او پيښه به يې جوړه هم كړه، نو تر ټولو لومړى به يې خپل قوم خبره ردوله، ورباندې په غوسه كيدل به، او راټه به يې.

رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) عمر (رضي الله عنه) ته وفرمايل: ‏(‏كيف ترى يا عمر‏؟‏ أما والله لوقتلته يوم قلت لي‏:‏ اقتله، لأرعدت له آنف، ولو أمرتها اليوم بقتله لقتلته‏)‏‏. [څه فكر كوې يا عمره! كه هغه ورځ دې وژلى وى، په كومه ورځ دې چې ماته وويل چې اجازه را كړه ويې وژنم، نو كه هغه وخت دې وژلى وی ډير همدردان او ملاتړي به يې پيدا كړي وو، خو كه نن يې همغوى ته د وژلو حكم وشي، نو و به يې وژني.]

عمر (رضي الله عنه) عرض وكړ: زه پوه شوم چې د رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) امر او معامله زما له كار او معاملې نه ډيره بركتي او غوره ده.(١)

ليکوال:مولانا صفي الرحمن مبارکپوري
ژباړن:سلطان محمود صلاح

د ښوونکي لارښود کتابونه

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
واسع ویب

واسع ویب فیسبوک پاڼه لایک کړئ

زموږ فیسبوک پاڼه لایک او له نورو سره شریکه کړئ

#مننه_چې_یاستئ