مدیریت څه دی؟ لغوي او اصطلاحي څېړنه

ليکنه: ماسټر حسیب الله وحدت 

سریزه:

مدیریت په نننۍ نړۍ کې د هر ډول سازمان، ادارې او ټولنې د بریالیتوب بنسټیز عنصر ګڼل کېږي. که څه هم امکانات او سرچینې مهم دي، خو تر ټولو اساسي رول د سم مدیریت دی. ډېر داسې سازمانونه شته چې پراخ امکانات لري، خو د کمزوري مدیریت له امله ناکامېږي؛ او برعکس، داسې ادارې هم شته چې له محدودو وسایلو سره د قوي مدیریت په وسیله سترې لاسته راوړنې لري. له همدې امله، د مدیریت پېژندنه او درک کول د هر زده کوونکي او مسلکي کس لپاره ځانګړی اهمیت لري.

د مدیریت لغوي پېژندنه:

مدیریت یوه عامه او په پراخه کچه کارېدونکې کلمه ده، چې د لوستونکو ترڅنګ یې د ډېرو نالوستو پام هم را اړولی دی. د دې کلمې د اصل او معنا په اړه بېلابېل نظرونه موجود دي:

لومړی نظر دا دی چې د مدیریت کلمه د آس ساتونکي او روزونکي په معنا د (Manegerai) له ایټالیوي کلمې څخه اخیستل شوې ده. دا نظر مدیریت د روزنې او سمې لارښوونې له مفهوم سره تړي.

دوهم نظر دا دی چې د مدیریت کلمه د کور د چارو د تنظیم په معنا د (Menage) له فرانسوي لغت څخه اخیستل شوې ده، چې د چارو د سم تنظیم او اداره کولو مفهوم وړاندې کوي.

له دې دواړو نظرونو څخه څرګندېږي چې مدیریت هم د روزنې او هم د تنظیم مفهوم په ځان کې رانغاړي.

مدیریت

د مدیریت اصطلاحي پېژندنه:

په اصطلاح کې، مدیریت یا (Management) له دوو کلمو څخه اخیستل شوی دی: Manage چې د تنظیمولو او لارښوونې معنا لري، او Men چې د انسان یا وګړي معنا ورکوي. له همدې امله، مدیریت د مادي او انساني سرچینو د سمې لارښوونې، همغږۍ او تنظیم له لارې د ټاکلو موخو ترلاسه کولو ته ویل کېږي.

مدیریت د لغت له پلوه د «اداره کولو» معنا هم لري، او «مدیر» هغه چلوونکی یا لارښوونکی دی چې یو سازمان د خپلو موخو پر لور سوق کوي. په دې اساس، مدیریت د یو سازمان یا ادارې د فعالیتونو منظم کول، پرمخ وړل او هدف ته رسول دي.

د مدیریت علمي تعریفونه:

د مدیریت د ښه درک لپاره، د ځینو مشهورو پوهانو نظرونه په لاندې ډول دي:

۱- اسټفن پي. رابینز (Stephen p. Robbins):

مدیریت د نورو په وسیله د کارونو ترسره کول په مؤثره او مثمره توګه بولي. دا تعریف د پایلو پر اغېزمنتیا ټینګار کوي.

۲- ريچارد آل. دفت. Richard L. Daft:

مدیریت داسې تعریفوي: د سازماني اهدافو لاسته راوړل د پلان، تنظیم، رهبري او کنټرول له لارې. دا تعریف د مدیریت اصلي دندې روښانه کوي.

۳- مري پارکر فالت Mary parker follett:

مدیریت د نورو په وسیله د کار ترسره کولو علم او هنر بولي. دا تعریف څرګندوي چې مدیریت هم علم دی (چې زده کېږي) او هم هنر دی (چې د تجربې له لارې پیاوړی کېږي).

په بله وینا: علم «پوهېدل» دي او هنر «توانېدل» دي.

د مدیریت اهمیت او رول:

مدیریت د ټولو هغو دندو مجموعه ده چې سازماني فعالیتونه د موخې په لور تنظیموي، پیاوړي کوي او لارښوود کوي يې.

که مدیریت موجود نه وي، نو سازمان له لاندې ستونزو سره مخ کېږي:

•ـ ناهمغږي.

•ـ له موخو څخه انحراف.

•ـ د وخت او انرژۍ ضایع کېدل.

•ـ د منابعو بیځایه لګښت.

•ـ ګډوډي او پاشلتیا.

•ـ د مسؤليت نه معلومېدل.

•ـ د پریکړې کمزوري.

•ـ د کارمندانو بې حوصلې کیدل.

•ـ د سازمان او ادارې بې اعتمادي.

•ـ د موخې پر ځای یوازې د پیسو لاسته راوړل.

•ـ د شخړو زیاتوالی.

او ګڼ نور…

نو مدیریت د وحدت، نظم، همغږۍ او پرمختګ ترڅنګ د منابعو پرځای کاروونې اساسي وسیله ده.

لنډه پایله:‌

که په لنډ ډول ووایو، مدیریت هغه بهیر دی چې د پلان، تنظیم، رهبري او کنټرول له لارې د انساني او مادي سرچینو څخه په اغېزمنه توګه کار اخلي، تر څو ټاکلې موخې ترلاسه شي.

په پای کې ویلای شو چې د انساني، مالي او فزیکي منابعو معقوله کارونه او د ټاکلو موخو ترلاسه کول د مدیریت اصلي هدف دی، او همدا مدیریت د هر بریالي سازمان د پرمختګ بنسټ جوړوي.

ليکنه: ماسټر حسیب الله وحدت.

د لیکوال نور اړوند لیکنې چې ښايي خوښ مو شي:
خپل مديريت څنګه پيل کړو؟
د مدیریتي دندو تحلیل او مقایسه

Wasiclinic YouTube Channel


Subscribe to Our YouTube Channel

Subscribe

پوهنتون تعلیمي یوتیوب چینل


چینل سبسکرایب او شریک کړئ

Subscribe

Editorial

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
واسع ویب