دښه مدیریت ځانګړتیاوي څه کیدای شي ؟

مدیران ډیری مهال دهغواساسي عواملو څخه شمیرل سویدي چي کارکوونکي یی خپله دنده خوښه کړي او یاهم ددوي په ارګان کي ورسپارل سوي وظایف پریږدي ، دفرانسې دیوتن تحلیلګر ( ژوان لوید ) په وینا مدیر یوه مظبوط کمربند ته ورته دي ، چي خپل کارکوونکي دادارې سره تړي ، او که داکمربند په کومه برخه کي زیانمن کیږي کارکوونکی مجبوریږي ترڅو بلاخره دخپلي ادارې سره مخه ښه وکړي .
که تاسو دهغو ښه چانس لرونکو کسانو څخه یاست چي ترښه مدیریت لاندي دنده سرته رسوی نو دې مسلې ته ډیر اهمیت ورکړی او په لاندي ډول دښه مدیریت څو نور اساسات هم خامخا مطالعه کړی .

۱:- په ښکاره ډول دهیلو بیانول

ښه مدیر دهماغه لمړیو څخه دخپل نوي کارکوونکي سره دخپلو لمړیتوبونو او امیدواریو اړوند په تفصیل سره ږغیږي ، هغه دا واضح کوي چي ښه فعالیتونه یی په اداره کي کومي کړني بلل کیږي ، نوموړی دخپلي ادارې داساسي موخو او دکارکوونکو څخه اهدافو ته درسیدلو هیلو اړوند منظمي عمومې جلسې او انفرادې ناستي لمړی تنظیم وروسته عملي کوي .
یو ښه مدیر خپلو کارکوونکو ته دکارونو داجرا دڅرنګوالي په اړه دستورات نه وړاندي کوي ، هغه ترډیره دګټور کار پرپایلو او نتایجو بحث کوي خو په څنګ کي یی همکارانو ته آزادي وربخښي ترڅو ددندو او مکلفیتونولازم اجرات او دهغوي جزییات له دوي سره خوندي وي .

۲:- مدیریت

یو ښه مدیر خپل مقام ته ددووبیلابیلو زوایاوو (لارښودني او مدیریت) دواړو له اړخه کتنه کوي ، نوموړی دا لازمه نه ګڼی چي کارکوونکي یی باید هرومرو په ورسپارل سوو دندو او دهغه داجراکولو له اصولو سره کاملا بلدیت ولري ، بلکي هغه دفوټبال ټیم دیوه ښه مربي ( لارښود ) په ډول پرخپلو لوبغاړو دمیدان له څنډي څخه ناري وهي ، او کله چي یولوبغاړی په لوبه کی دنوموړي لخوا څخه ورکړل سوی تکتیک په سمه توګه عملي نکړي زړه یی غواړي پخپله میدان ته داخل سي او دعمل ابتکارپه لاس کي واخلي.
یو ترټولو ښه مدیر پدې پوهیږي چي دبې اندازې کنټرول ( څارني ) او ترټولو کښته څار ترمنځ توازن څنګه ، څه وخت او په څه ډول برقراره وساتي .
تاسو به دفوټبال لوبه کتلي وي چي هلته دلوبغاړو لپاره دهغوي دلارښود رول چي دمیدان څخه دباندي ولاړدی یوازي دمرستي رسولو او دهغوی دلوبي څخه دمواظبت منبع ده نه داچي خپله دي په لوبه کي ورګډ سوی وي .

۳:- داغېزښندلو مثبتي لاری چاري

ډیری مدیران دېته په تمه پاته کیږي ترڅو په اوونیزو یاهم څو ورځنیو مټینګونو کي دخپلو کارکوونکو دتیروتنو او منفي کړنو لست واوروي ، کیدای سي دا به ددوي په باور دمدیریت او څارني غوره لار وي ، پداسي حال کي چي کارکوونکي تل دځانه څخه پوښتنه کوي چي ولي یې مسوول تردې ناستي مخکي نوموړی خبرکړی ندی ؟
دکارکوونکي استدلال داوي چي ما ترډیره کوښښ کاوه ترڅو دکار پرمهال مي نوم دتیروتونکو یا سرغړونکو په جدول کي ابلاغ نسي یادو مواردو ته په پوره پاملرني دې نتیجې ته رسیږو چي دیوه ښه مدیر یوه بله ځانګړتیا داوي چي په کاري محیط کي دخپلو همکارانو همکار پاته سي ، ځکه پداسي وختونوکي ددواړولورو ترمنځ نه یوازي دګډ کارروحیه پیاوړي کیږي بلکي دستونزو پرخپل وخت راکمولو او حتی له منځه وړلو ته پراخه زمینه برابریږي .

۴:- دزیار او کوښښونو څخه ستاینه

کارکوونکي اړتیا لري ترڅو دتشویق او تقدیر سره مخ سي ، وروستیو څیړنو دا بیخي جوته کړېده چي انسانان تلاښ کوي ترڅو دژوند په هره لحظه او دهرکار په بدل کي وستایل سي او دا هغه احساس دی چي هیڅوک یی هم دقطعه کیدو غوښتنه نلري.
په کاري محیط کي دپرمختګونو تږي مدیران وایی چي دتشویق څخه پرته بله هیڅ ډول ګټوره لاره په سترګونه ویني ، او دخپلو کارکوونکو دستایني پرمهال هم باید ډیر جدي تمرکز پردې ټکي وي چي هغه دخپل ښه خدمت په بدل کي درڅخه دڅه ډول مکافاتو غوښتنه کوي؟
کیداي سي یوشمیر کارکوونکي مو دهغوی دمیاشتني معاش سره په څنګ کي دیوې یا څو ورځو اضافي مادي امتیاز په بدل کي له ځانه خوښ ساتلي وي ، خو هغه حساس همکاران مو هم باید دپامه نه وي غورځولي چي ستاسو( مدیر) درضایت ، آفرین او تحسین معنوي ستایني په هیڅ ډول مادي امتیاز نه بدلوي.
صدیق الله ( خلیق )

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب