محمد ظاهر شاه
محمد ظاهر شاه | |
د ظاهر شاه پورترېت |
|
واکمني | 8 د نومبر1933 – 17 د جولای1973 ۱۳ کاله، ۱ میاشت او ۱۰ ورځې |
---|---|
لقبونه | د ولس پلار – د ملت بابا |
زېږون | 15 د اکتوبر 1915[۱] |
زېږونځای | کابل, افغانستان |
مړينه | ۲۳ جولای ۲۰۰۷ میلادی (په ۹۲ کلنۍ کې) |
د مړينې ځای | کابل, افغانستان |
هديره | مرنجان غونډۍ |
مخکنی پاچا | محمد نادر شاه |
وروستنی پاچا | پاچايي ړنگه شوه سردار محمد داود خان د افغانستان ولسمشر په توگه |
میرمن | حميرا بېگم |
سټه | شهزادگۍ بلقيس شاهزاده محمد اکبر خان شاهزاده احمد شاه خان شهزادگۍ مريم شاهزاده محمد نادر خان شهزاده شاه محمود شاهزاده محمد داود پښتونيار شاهزاده ميرويس |
پلار | محمد نادر شاه |
مور | ماه پرور بېگم |
مذهبي گروهې | سني مذهب |
محمد ظاهر شاه
محمد ظاهر شاه د افغانستان وروستی پاچا و. نوموړی د اعليحضرت په اصطلاح په افغانستان کې د پاچايۍ رسمي نوملړ باندې نومول شوی او دی لکه خپل پلار د اعليحضرت محمد نادر شاه تر آري پاچايايۍ په سلطنت کښېنول شو . دی د محمد نادر شاه زوی و چې د خپل د پلار د مړينې وروسته د افغانستان پاچا وټاکل شو.
زده کړې
د کابل د حبيبيې او استقلال په لېسو کي يې زده کړي و کړې. بيا د پلار سره فرانسې ته ولاړ او هلته يې په زده کړو پيل و کړ. په ۱۳۰۹ هـ ل کال کي بيرته د فرانسې څخه هيواد ته راغئ او په عسکري څانگه کي يې خپلو زده کړو ته دوام ورکړ.
دندې
يو ځل يې د دفاع د وزارت د وکيل او بيا يې د پوهني د وزارت د وکيل په توگه کار کړئ دئ. د پلار تر مړني وروسته په ١٣١٢ هـ ل کال کي پاچا سو او د ١٣٥٢ هـ ل کال د سرطان تر ٢٥ نېټې پوري د افغانستان پاچا وو. څرنگه چي ظاهر خان د پاچهۍ تجربه نه درلوده نو زياتره چاري د ده د تره محمد هاشم خان له خوا چي د ده د حکومت صدر اعظم وو سرته رسېدلې . سردار محمد هاشم خان د ١٩٣٣ م کال څخه تر ١٩٤٦ م پوري صدراعظم وو . تر ده وروسته يې د ده ورور شاه محمود خان صدراعظم سو ١٩٤٦ م ـــ ١٩٥٣ م .
تر دوهم نړيوال جنگ وروسته افغانستان د لويو پروژو په منځ ته راوړو پيل و کړ . د هلمند او ارغندداو د بندونو جوړول د امريکا د متحده ايالاتو د تخنيکي او اقتصادي همکاريو څخه دي .
په ١٩٥٣م کال کي سردار محمد داوود صدراعظم سو . د ده په وخت کي د اقتصادي پر مختيا قرارداد د جرمني ، جاپان او ايټاليې سره امضا سو . دا درې هيوادونه د نړۍ د دوهمي جگړې ملگري وه . دا ځکه چي افغانستان د انگرېزانو سره په دغه وختونو کي ښه دوستي نه درلوده . د دوهمي نړيوالي جگړې په پيل کي لا محمد هاشم خان د هيواد بې طرفي اعلان کړه چي دا کار د افغانستان په گټه وو . دغه د بې طرفۍ سياست ظاهر خان تر اخيره پوري و ساتئ .
په ١٩٤٧م کال کي هند د انگرېزانو څخه ازادي واخيستله . د دغي ازادۍ په نتيجه کي هند د خپلي خاوري يوه برخه د لاسه ورکړه . يوه برخه دغه د هند خاوره او يوه برخه چي انگرېزانو پخوا د افغانستان د خاوري څخه گرزولي وې د يوه نوي هيواد ( پاکستان ) منځ ته راتلو سبب سوه. کله چي داود خان صدراعظم سو نو يې د پاکستان څخه د افغانستان د هغو خاورو د ازادولو غوښتنه وکړه کوم چي د ډيورنډ د خط په نتيجه کي يې له لاسه ورکړي وې . دا زياتره هغه برخي وې چي پښتانه پکښي اوسېدل او د پښتوونستان په نامه يې يادول . دې خبري د افغانستان او پاکستان تر منځ جگړې او مشکلات منځ ته راوستل .
ظاهر خان په ١٣٤٣ هـ ل کال کي د افغانستان نوی اساسي قانون مينځ ته راووست . د دغه اساسي قانون له مخي سياسي فعاليتونه په هيواد کي ازاد سوه چي په نتيجه کي يې يو زيات شمېر سياسي گوندونه منځ ته راغلل . خلکو تر يوې اندازې پوري د خبرو او ليکنو ازادي پيدا کړه . تر دغه وروسته په هيواد کي د فارسي ژبي نوم په دري واوښت .
په ١٣٥٢ هـ ل کال د سرطان پر ٢٦ نېټه سردار محمد داود د يوې کودتا په نتيجه کي د افغانستان لومړی جمهوريت اعلان کړ . ظاهر خان چي د داود خان د کودتا په وخت کي په ايټاليا کي وو د ١٣٥٢ کال د اسد پر ٢١ نېټه يې داود خان ته يو ليک را و لېږه چي په هغه کي يې نوي رژيم ته بيعت ور کړ .