محمد رسول اللهﷺ د ښې حکومتولۍ سمبول
نن سبا به تاسو ډېر دا اورېدلي وي چې دین د سیاست او حکومت سره تړاو نلري خدای دې وکړي چې تاسو چېرته داسې فکر نه وي کړی چې دین به د حکومت له کولو څخه عاجز وي؟
په منځنیو پیړیو کې په غربي نړۍ باندې د دین په نوم حکومت کولو پر هغوی د دنیا ژوند له حده زیات تنګ کړی ؤ نو ځکه دوی دین ته د حکومت د سمبالولو په برخه کې شا کړی وه او فکر یې کاوه چې دین د حکومتولۍ په کار کې ناکام راغلی او له هماغه ځایه د اروپا او غرب دا نظر جوړ شوی ؤ چې دین باید له سیاسته ګوښه شي، خو د مدینې حکومت او د هغه کامیابې اوږدې دورې وښودله چې دین د حکومت په کولو لاس بری او توانا دی. اوس چې له ډېره وخته راهیسې په اسلامي نړۍ کې هم د عدل او انصاف په بنسټ ولاړ داسې حکومت چې انسانان يې په سیوري کې د آرامۍ ساه واخلي نه تر سترګو کېږي او په غرب کې خو له پخوا د ژوند نظامونونه بدلیږي را بدلیږي او د ښې حکومتولۍ سترو دعوو ته یې د ثابتولو په موخه لا تر اوسه داسې څه نه دي وړاندې کړي چې پرې د بشریت ځیګر آرام او خوا يې پری سړه شي، نو د دین او سیاست یا حکومتولۍ تر منځ د جداوالي شعاورنه لکه دنورو غربي شعاورنو په څېر اسلامي نړۍ ته را صادر شوي دي، خو بې له شک باید ووایو چې د دې حیران او ګډوډ بشریت یوازنۍ د خلاصون لاره همدا کېدای شي چې د ستر لارښود په راوړل شوي الهي نظام سره راټول شي او د اسلام د پاکې او سپیڅلې ګروهې او عقیدې له مخې د محمد رسول الله صلی الله علیه وسلم په ژوند کې د ښې حکومتولۍ په بېلګو او نمونو سره تم شي او په دقت سره وګوري چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم په پیغمبرۍ کې دې اصل ته تر کومه پاملرنه شوې وه تر څو یې د لارښوونو او مشالونو څخه چارواکي د ښه حکومت لپاره په سمه توګه ګټه پورته کړي او د رعیت او ولس سره د ژوند شېبې خوږې او یو بل ته د خیر په رسولو تېرې کړي.
نو قدرمنو هېوادوالو!
لومړی باید سیاست او حکومت وپیژنو
د لغت کتابونو په مدني ټولنه کې د حکومت دارۍ او اداري فن ته سیاست ویلی دی او په ټولنیزو علومو کې د عامه مصالحو لپاره د جنګ او جګړې ختمولو او په پوره ځواک سره په دې لار کې کار کولو ته د سیاست نوم ورکړل شوی دی.
د سیاست کلمه په قرآن کریم کې شتون نه لری خو د هغې پر ځای په خلافت، تمکین، حکومت او حکم تعبیر شوی دی.
او امام شهید حسن البنا هم د اسلام د اصیل او درست فهم په اساس اسلامي نظام د څلورو شیانو ـحکومت، امت، فرد او کورنۍ د ښې تربیې او سمبالښت نوم ګڼلی او ددې پر خلاف یې له غربي توطیې څخه پرده پورته کړې او وایي:
غرب ددې لپاره چې اسلام له منځه یوسي خلافت ختم کړ، بیا یې اسلامي حکومتونه په بې دینه او سیکولر نظامونو واړول او د امت د له منځه وړلو هڅې یې پیل کړې او د اسلامي قوانینو پر ځای یې امت ته وضعي قوانین راوړل چې د هغو په نتیجه کې یې کورنۍ ته هم ضرر ورساوه، نر او ښځی یې سره یو ځای کړل او غربي بې دینه تمدن او تهذیب یې پر مسلمانه ټولنه وروتاپه.
د رسول الله صلی الله علیه وسلم د حکومتي نظام څرنګوالی او له نورو حکومتونو سره یې ورته والی
په دې بحث نه کوو چې د اسلام له راتګ نه وړاندې په عربو کې کوم حکومت موجود ؤ او کنه؟ خو د اسلام مبارک نظام وکولای شول د دغې ټولنې په عقیده، سلوک او ټولنیز ژوند کې بدلون راولي نو په ښه بڼه د حکومتدارۍ ژوند ورتبدیلول خو یې ورته ډېره آسانه خبره وه.
د مدینې منورې اسلامي حکومت چې کاملا دیني مرجعیت لرونکې حکومت ؤ په کوم کې چې د حکومت د زعیم له رااستوونکي پالونکي رب سره نېغ په نېغه اړیکه وه او د هغه په ژوند کې ورباندې بل هېڅوک واکمن کېدای نشو، وکولای شول یوه لویه ډله انسانان په سمه عقیده سمبال او د زمکې په یوه برخه کې سره راټول کړي او په ځواکمنه توګه يې د ټولو کارونو واګې په لاس کې ونیسي چې په نړیواله کچه همدې ته د اسلامي حکومت او دولت نوم ورکړل شوی دی، لکه چې مشهور مستشرق هیلمت ایج وايي: له هجرته وروسته دیو سم رئیس په لاس یو منظم حکومت په مدینه کې خپل کار پیل کړ.
د رسول الله صلی الله علیه وسلم دې حکومت لکه چې خپل لښکر، بیرغ او قانون درلود د حکومتولۍ نورې ټولې برنامې لکه د عدالت او انصاف قائمول، د مدینې د حریم او ولس څخه دفاع، د تعلیم او تربیې فعال ساتل، بیت المال را جمع کول د تړونونو امضا کول، بیروني هیئتونه استقبالول او د سفیرانو لېږل یې هم پر مخ بیول او د هېڅ یو دین او نظریې به دومره له حکومت او نظام سره اړخ نه لګېږي لکه څومره چې د اسلام اړخ ورسره لګېږي، اسلام د حکومت او نظام د تطبیق مسئله یوازې په دنیوي امورو پورې نه ده تړلې بلکې دیني امور یې هم د یو قوي او درست عملي نظام په توګه تنظیم کړي دي او د دغه نظام مراعتول یې یوازې په لویو او دایمي قضایاوو کې نه دي لازم کړي بلکې دغه نظام باید په وړو او مقطعې قضایاوو کې هم په نظر کې ونیول شي، لکه د سفر په قضیه کې د قیادت او رعیت د مسئلې د تعین په هکله رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمائي: «إذا كنتم ثلاثة في سفر فأمروا أحدكم».
نو څرنګه ممکنه ده چې په اسلام کې دې د یو درې کسیز جماعت په سر د امیر او مشر ټاکل ضروري وي او د یو ستر دولت په سر دې د هغه ټاکل حتمي نه وي، له همدې کبله د امارت او زعیم ټاکلو مسئله د رسول الله صلی الله علیه وسلم د ګرانو ملګرو په فکر کې سمه ځای پر ځای شوې وه، نه ګورې د رسول اکرم صلی الله علیه وسلم د رحلت سره سم له هر څه نه وړاندې د مسلمانانو د امیر او زعیم د ټاکلو په هکله په کلکه تصمیم ونیول شو او تر څو چې ابوبکر رضي الله عنه د مسلمانانو امیر نه ؤ ټاکل شوی، ټول کارونه په ټپه ولاړ وو، ځکه چې د حکومتدارۍ یو ستر اصل خو همدا دی چې قانون د قوت او ځواک په زور ساتل کېږي، خو که چېرې د اسلامی حکومت سمبالوونکي د قوت په ځای ځان د قانون د پلي کولو لپاره قدوه او د پیروۍ بېلګه جوړ کړي نو د قانونمندۍ او حکومتولۍ د عادي پرمختګ پر ځای به د حکومت په چلولو کې خارق العاده او عجیب پرمختګ تر لاسه کړي، چې رسول اکرم صلی الله علیه وسلم او له هغه نه پوره یوه پیړۍ وروسته عمربن عبدالعزیزرضی الله عنه یې ښې بیلګې دي، ددې لپاره چې حکومت خپله دنده درسته تر سره کړي نو د حکومت ټول چارواکي او متولیان او په ځانګړې توګه په څلورو برخو کې (د حکومت امیر، والیان، قاضیان او دخزانو ساتونکې مستوفیان) باید د امانتدارۍ او ښه حکومت کولو سمبول شي.
خوږ او ستر پیغمبر صلی الله علیه وسلم له دې کبله چې د مدینې سرښندونکو انصارو رضوان الله علیهم اجمعین ورسره د مشرۍ او قیادت تړون کړی ؤ او د مدینې نورو اوسیدونکو هم دا خبره د لاندې دلایلو له مخی ضمني منلې وه، نو مدینې منورې ته د اسلامي حکومت د بنسټ ایښودلو په موخه وکوچيده.
- له ستر حبیب صلی الله علیه وسلم څخه وړاندې مدینې داسې مشر چې ټولې مدینې یې مشري منلې وي، نه درلود.
- د اوس او خزرج نزدی(۵۰۰) پنځو سوو مشرانو د رسول اکرم صلی الله علیه وسلم مشري له زړه منلې وه چې همدې د مدینې پوره اکثریت تشکیلاوه.
-
د دواړه قبیلو باقي پاتې غړو هم د قومي یووالي له ځواکمن اصل څخه سرغړونه ونکړه بلکې د خپلو وروڼو په تړون ولاړ پاتې شول.
-
یهودو هم د خپلو ملاتړو اوسیانو او خزرجیانو ټولو تړونونو ته احترام او درناوی درلود او هېڅ فکر یې نه کاوه چې دا کار به دوی ته په کوم زیان تمام شي.
نو ګران او خوږ پیغمبر صلی الله علیه وسلم د یثرب ټولې چارې د ښه سمبالولو په موخه په لاس کې واخیستلې او انصارو د ۱۲ سترو ملکانو او د مهاجرینو د مشرانو لکه ابوبکر او عمر رضي الله عنهما په مرسته یې په ښه توګه پر مخ بوتلې، چې د همدې سیاسي ځواک په رامنځته کېدو سره په مدینه کې د یو دولت د تأسیس لومړني او ضروري شرطونه پوره شول، ځواکمن ولس، د یثرب زمکه، د مدینی آزادي او د خوږ پیغمبر قیادت او لارښوونو د اسلامي دولت تازه بنسټ کېښود، خو لا زیات کار ته اړتیا وه چې سم قیادت او رهبري وکړي نو ځکه خوږ پیغمبر او د مسلمانانو ستر قاید صلی الله علیه وسلم تل کوښښ کاوه چې د خپل ولس او ملګرو د لا ځواکمنتیا په موخه لاندې مهم کارونه سرته ورسوي:
• یثرب یې د مدینة الرسولیا د پیغمبر صلی الله علیه وسلم د مضبوطي کلا په نوم یاد کړ چې په نوې بڼه د دیني او سیاسي مرکز د تازه ژوند انګرینه ترې لاس ته راتله؛ خو سره له دې هم منافقانو په خپلو منځو کې د ژوند د پخواني نظام د تائید په موخه د یثرب په نوم ټینګار کاوه.
• د اسلامي لارښوونو لپاره یې د مسجد ډبره کیښوده تر څو ترېنه ستر پیغمبر صلی الله علیه وسلم نه یوازې د عبادت بلکې د خپل سیاسي او قضائي قدرت او ځواک د مرکز په توګه کار واخلي او ورسره یې د خپل کور او د ملګرو د کورونو د آبادولو نقشه په عملي بڼه پیل کړه او مسجد د نوبنسټه حکومت مرکز وګڼل شو.
• د اسلامي ورورګلوۍ او ملي یووالي په موخه یې د قبیلو نومونه له منځه یوړل او د مدینې ټول اصلي اوسیدونکي یې د دندې له مخی د انصارو یعنې د مهاجرینو سره مرسته کوونکو او له مکې او نورو ځایونو څخه راغلي خلک یې د زړه خوګۍ له مخې په مهاجرینو یاد کړل، نو مدینه د راغلو مهاجرو او اوسیدونکو انصارو ګډ کور وبلل شو.
• او بیا یی د یووالي د لا ټینګښت لپاره د انس بن مالک رضي الله عنه په کور کې د مهاجرینو او انصارو تر منځ د ورورګلوۍ داسې کلک تړون ترسره کړ چې د هغه له مخې د دواړو ډلو ( مهاجرو او انصارو) تر منځ ټولنیزې او اقتصادي مرستې پیل شوې.
• د مدینې د اوسیدونکو توکمونو هر یو (اوسیانو، خزرجیانو، مهاجرو او یهودو) خپل منځي او په ځانګړې توګه د مدینې د ستر لارښود صلی الله علیه وسلم سره د سم تعامل او اړیکو د سمبالښت په موخه د مدیني د قانون په نوم یوه قانوني اساسنانه ترتیب کړه چې د مؤرخینو او ټولنیزو علومو د متخصصیونو له نظره د بشري لومړنۍ درستې لیکلې قانوني وثیقې په نوم یادېږي. دغه وثیقه د ورورګلوۍ له تړون ورسته منځ ته راغله چې په حقیقت کې دا اته وثیقې وې چې په ۵۰ مادو مشتملې وې، لومړنۍ دوه وثیقو یې ۳۰ مادې درلودې او د مهاجرینو او انصارو د اړیکو د سمبالولو موضوع یی روښانه کړې وه او نورې شپږ وثیقې وې چې ۲۰ مادې یې درلودې چې نورو ټولو موضوعاتو ته یې اشاره کړی وه.
• د افتا، قضا او اداري امورو د سمبالولو په موخه یې لومړني تشکیلات برابر کړل.
• د بهرني هیئتونو د استقبال لپاره یې هم د مدینې چاپېریال داسې برابر کړ چې په آزاد ډول د خلکو تګ راتګ ورته پیل او په عملي توګه پکې هغوی ته د اسلامي حکومت درسته بڼه وښودل شي.
• او له دې ورسته یې له نورو نړیوالو حکومتې ادارو سره د اړیکو نیولو تیاري ونیوه او د رسمي پیغامونو او سفیرانو په لیږد سره یې د مدینې د اسلامي حکومت د نړیوالولو هڅه پیل کړه.
د رسول الله صلی الله علیه وسلم په لاس د جوړشوي اسلامي نظام ځانګړتیاوې په لاندی ډول دي:
1- الهي سرچینه لري: د اسلامي حکومت او نظام ټولې لیکې او سیاستونه د الهي کلام قران کریم څخه سرچینه اخلي او د لارې په اوږدو کې یې د رسول اکرم صلی الله علیه وسلم ویناوې او توضیحات لا روښانه کوي او د هغه صلی الله علیه وسلم میداني عملي تطبیقات ورته د عمل جامه وراغوندي.
2-نړیواله مفکوره لري: اسلام او اسلامي نظام د نړۍ د ټولو انسانانو لپاره د عدالت، امن، سولې او نېکبختۍ پیغام راوړی دی، د یوې ځانګړې ډلې په خدمت او ګټه ولاړ ندی، د بېلګې په توګه کله چې سست عنصره کمزوزي ایمان والا انسان يو یهودي په دې مجبور کړ چې ترېنه په درواغو سره د خپل مال تاون واخلي نو د هماغه یهودي په حمایت کې د قرانکریم نهه آیتونه نازل شول او رسول اکرم صلی الله علیه وسلم يې له دي وډار کړ چې د تهمت تړونکو منافقانو ملاتړ وکړي.
3-شورایي جوړښت لري: سره له دې چې ګران او خوږ پیغمبر صلی الله علیه وسلم په هره وړه او لویه کې نېغ په نېغه له خپل رب څخه دستور او لارښوونه تر لاسه کوله او په هېڅ قضیه کې د خطا کېدو امکان نه راپیښېده، خو بیا هم مهربان الله ورته په کلکه ددې توصیه کوي چې د خپلو ملګرو سره په هره پېښه کې سلا مشوره وکړي او ورته يې د خپل مقدس کتاب یو سورت د (شورا) په نوم نازل کړ، چې په هغه کې یې د مسلمانانو ستره ځانګرتیا همدا یاده کړه چې په ټولو کارونو کې سره مشورې کوي.
4- له بېوزلو انسانانو ملاتړ کوي: د تاریخ په اوږدو کې زیات انسانان داسې راغلي دي چې د نورو له ژوند څخه د ځان په ګټه کار اخلي، خو د تل لپاره همدغه الهي نظامونو او پیغمبرانو د هغوی لاسونه تړلي او بې وزله انسانان یې ورڅخه ژغورلي دي، لکه د بني اسرائیلو د خلاصون لپاره الله کریم عزتمند پیغمبر موسی علیه السلام د خپل ډاډمن پیغام سره راولېږه او ورته یې وفرماېل:
(وَنُرِيدُ أَنْ نَمُنَّ عَلَى الَّذِينَ اسْتُضْعِفُوا فِي الْأَرْضِ وَنَجْعَلَهُمْ أَئِمَّةً وَنَجْعَلَهُمُ الْوَارِثِينَ){القصص 5}.
ژباړه: مونږ اراده کړې ده چې د زمکې پر مخ په بېوزلو انسانانو خپله پیرزوینه وکړو او د زمکې مشرتوب او میراث وروسپارو.
5-د اخلاقو او آزادۍ ارزښتونو ته پاملرنه: اسلامي حکومت ددې غوښتونکی دی چې ټول انسانان یو عزتمند ژوند ولري او په آخرت کې د نېکې پایلې خاوندان شي، اسلامي حکومت دنده لري تر څو په ټولو اداري امورو او په ځانګړي ډول له نورو سره د تعامل په صورت کې ارزښتونه په پام کې ونیسی.
غوښتنه :
د پورته ټولو یادښتونو وروسته په زغرده ویلای شو چې د نړۍ حکمرانانو او په ځانګړی توګه د اسلامي نړۍ زعیمانو ته پکار ده چې د سمې دولتدارۍ په موخه دې د بشریت د ستر ناجي لارښوونو ته په سمه توګه پاملرنه وکړي او د هغو پر مټ دې د خپل رعیت څخه د هغوی د وړتیاوو او ظرفیتونو په اندازه د ښي حکومتولۍ او د قانون د ځواکمنتیا لپاره ګټه واخلي.