مجله څه ته وايي؟

د مجلې خبریالۍ اړتیا او ارزښت:

مجلاتي خبریالي په بنسټیزه توګه لوستوالو ته مالومات او تفریح ورکوي،ځینې رسالې داسې توکي خپروي ،چې نالوستي او کم لوستي کسان هم ترې ګټه اخستلای شي. ډېری رسالې لیکنې،تبصرې، سیمه ییز راپورتاژونه،د غونډو ګزارشونه،خبرې اترې او مرکې خپروي.

د مجلې لوستونکي د ټولنې په مختلفو طبقو پورې تړاو لري.

هر څوک مینه لري چې د مطالعې په مټ پر خپله مالوماتي او علمي پانګه زیاتونه وکوي، اوسنی عصر چې د بوختیا عصر هم باله شي،خلک خوښوي چې د فرصت پر مهال جالب او په زړه پورې توکي ولولي چې یوازې مجلاتي خبریالۍ د دوی دا اړتیا ور پوره کولای شي. که څه هم د راډیو،تلویزیون او  ان لاین ژورنالیزم ورځ په ورځ د پرمختیا په حال کې دی او اهمیت یې مخ په ډېریدو دی؛خو د مجلې ژورنالیزم خپل ارزښت پر خپل ځای ساتلی دی.

د نړۍ معتبرې ورځپاڼې په اونۍ کې یو ځل، دوه ځله او ان تر دې هم ډېر له ورځپاڼو سره یو ځای په رنګه مخونو کې ځانګړې مجله هم را باسي؛لکه (Sunday Magazine)، (د مبارکې جمعې مجله) او … چې ډېری لوستوال یې خوښوي او آن د اسنادو په توګه یې په شخصي او دولتي ارشیفونو کې هم خوندي کوي.

د مجلاتي خبریالۍ یو ستره ځانګړنه انځوریزه خبریالي ده. د  پلټنو پر بنسټ ثابته شوې ،چې هر لوستوال د ساده ورځپاڼو او مجلو په نسبت رنګه هغه ډېر خوښوي آن که یې بیه هم پرې ډېره ځي.

د مشتریانو او مینه والو همدې مطالبې ته په پام سره د مجلو ادارې تل لټه کوي؛څو خپلې مجلې په غوره علمي محتوا سربېره ، په ښه او غوره ډیزاین،ښکلا،کیفیت او صحافت (جلد سازي) سره بازار او لوستونکیو عرضه کړي.نو ځکه دوی اړ دي چې د خپلو مینه والو د لا ډېرښت، نه ستومانتیا او نه ستړیا له پاره د مجلې د ظاهرې بڼې د ځلولو لپاره له جالبو او موضوع سره اړوند انځورونه چاپ کاندي.

د مجلې ډولونه:

د مجلو ویش په دوه ډوله کېدای شي :

۱- د وخت او مودې له پلوه او ۲- د محتویاتو او موادو له پلوه.

د وخت له پلوه د مجلو وېش :

د وخت له پلوه په اته ډوله ویشلای شو :
۱- اوونیزه
۲- پنځلس ورځنۍ
۳- میاشتنۍ
۴- دوې میاشتنۍ
۵- درې میاشتنۍ
۶- شپږ میاشتنۍ
۷- کلنۍ
۸- مهالنۍ یا غیر منظمه

د مجلو لپاره اکثره لیکنې پر دې ولاړي وي چې له څومره مودې وروسته مجله خپرېږي.که چېري مجله اوونیزه وي ؛نو خبري توکو ته پکې ځای ورکول کېږي؛خو دغه خبري توکي له اخبار سره توپیر لري .یعني دغه لیکنې د ورځپاڼې د لیکنو په پرتله په ځېر او تفصیل سره لیکل کېږي او د خبر یا موضوع ټولو اړخونو ته کتنه کوي،خو که چېري خپرونه میاشتنۍ وي نو خبري توکیو ته پکې دومره ارزښت نه ورکول کېږي ، په دې چې د یوې میاشتي وروسته خبل خپل خبري ارزښت له لاسه ورکوي او د مینه والو له پامه لوېږي.

د موادو یا محتویاتو له پلوه د مجلو وېش :

د محتویاتو او موادو له پلوه مجله په دوو عمومي ډلو وېشل کېږي :

لومړی – عمومي
دوهم – ځانګړی ډول

لومړی ځل چې کله مجلې خپرې شوې نو دا عمومي وې او په دغو مجلو کي په عین وخت کې مذهبي، تجارتي،ساینسي او داسې نورو  موضوعاتو ته پکې ځای ورکول کېده. خو وروسته کله چې د چاپ او نورو چارو کې پر مختګ وشو نو د مجلو کې هم بېلتون او ډلبندۍ را منځته شوه او په ځانګړو ډولو ووېشل شوې ،البته دغه وېش هرې ټولنې د خپلو غوښتنو او اړتیاوو او لومړیتوبونو ته په پام سره وکړ.

د عامه اړیکو یا ماس کمیونکېشن د کتاب لیکوال وارنټ اګي (Warrant-Agee) په خبره چې،که څه هم ټولې مجلې او خپرونې د یو ډول ستونزو سره لاس و ګریوان دي لکه د چاپ،اوډون،سمون او د توزیع او وېشلو ستونزې او همدا شان نږدې د ټولو مقالې او اعلانونه هم سره ورته دي ؛خو د موادو او نورو لیکنو له پلوه یو له بله توپیر لري چې د موادو له پلوه د لاندنیو لیک ډلو په کتار کې راځي:

عمومي یا د کورنیو لپاره مجلې، خبري مجلې،د لوړي سویې (کچې) د لیکنو مجلې،د فکر او نظریو مجلې،د ښځو لپاره ځانګړي مجلې،د عام ولس (انفرادي ) مجلې د جمعې یا یکشنبې اضافي ګڼې یا مجلې .

د موضوع له مخې د رسالو وېش لوستوالو ته اسانتیاوې برابروي.

د محتوا یا موضوع له مخې مجله او رساله په ګڼو موضوعاتو خپرونې کوي.

ډېری مجلې مسلکي وي او مسلکي موضوعاتو باندي ډېر تمرکز کوي. د ساري په توګه د سیاست،ادب،نړیوالو پېښو، زده کړي،لوبې ،پخلی،اقتصاد ،مېرمنو ، ساینس،طب،ځمکپوهنې،هنر او یو شمېر نورو مسلکونو په اړه مجلې او رسالې خپریږي.

۱ـ دیني- فکري مجلې (Religious /Theoretical Magazine) :

دیني‌- فکري مکتبونه او مذهبي کړۍ د خپلو دریځونو او مسلکونو د دودېدا لپاره ځانګړې مجلې او خپروني لري. د دغو مجلو منځپانګه په دیني لیکنو،فقهي ښوونو،لارښوونو او علمي فکري توکیو سره بشپړیږي. همداراز د لوستونکو لیکونو او پوښتنو ته ځوابونه هم وایي. (لکه : آذان،مشال،شهامت (دارلافتاء)،ندای حق او …)

۲ـ  ټولنیزي مجلې(Social Magazine) :

په دغو مجلو کې دټولیز زړه راښکون توکي خپریږي . دغه مجلې پر ځانګړو سکالوګانو ډډه نه کوي . مذهب ،ادب ،غونډې ،
سیاست ،لوبې،هنر اونور یې دمنځپانګې بنسټ جوړوي .په دغو مجلو کې دټولنې دهر پاټکي ذوق او لیوالتیا په پام کې
نیول کیږي .(خلافت، عزم، توکل،څرک اونورې يې غوره بیلګې بللای شو)

۳ـ علمي او څیړنیزې مجلې :
دغه مجلې زیاتره پر علمي او څیړنیزو مسالو غږ یږي .د نړۍ ډېر علمي او څېړنیزي مجلې د تګلارو له مخې سره ورته دي. په دغو مجلو کي د ښکلا او سینګار پر ځای پر منځپانګه (محتوا) ټینګار کېږي. (لکه د امارت د واکمنۍ پر مهال آریانا مجله، کابل مجله، کتاب مجله، کندهار مجله، ننګرهار مجله او …)

۴- ښوونیزي-تعلیمي مجلې (Educational Magazine) :
بیلابېلي مدرسې،لیسې او پوهنتونوه د خپلو کالنیو چارو او هلو ځلو د څرګندولو لپاره کالنۍ مجلې یا رسالې خپروي. په دغو خپرونو کې د لیسو او پوهنتونونو د زده کوونکو او استادانو لیکنې او انځورونه خپريږي. د ډطری ښوونیزو مجلو کار کوونکي هم پخپله زده کوونکي وي او ځينې استادان یې لارښوونه په غاړه اخلي.
(لکه  : د کابل پوهنتون مجله، د کندهار پوهنتون مجله، په پاکستان کي د کراچۍ دارالعلوم مجله (البلاغ) او …)

۵- ادبي مجلې (Literary Magazine):
په دغو مجلو کي ادبي څېړني ،پنځوني (لکه لنډه کیسه،شعر،ادبي ټوټه او…) بېلابیلي لیکنې،شعرونه، کره کتني او نور توکي خپریږي. د ادب مینه وال، شاعران او لیکوال له دغسې خپرونو سره ډېره دلچسپي ښيې. (لکه : الفت، سپيدې، ګندارا، داستانونه، پښتو کیسه ډایجسټ او … یې غوره بېلګي دي.)

۶- خبري مجلې  (News Magazine):
دغه مجلې زیاتره دخبرونو سپړونکي توکي خپروي،اکثره یې او نیزه بڼه لري، یعنې په اونۍ کې یوځل خپریږي . خبري مجلې له خبرونو سره په تړاو بیلابیلې لیکنې او زړه راښکونکي مطالب خپروي .دا چې زیاتره سیاسي توکي خپروي ،ځکه خو یې سیاسي مجلې هم بولي.
(غوره بیلګې یې د اسلامي امارت د فرهنګي کمیسیون تر اشراف لاندي ضمیر،الهام، مورچل  او نورې  دي.)

۷- ښځینه مجلې (Women’s Magazine) :
ځینې مجلې یوازې د ښځو او مېرمنو لپاره خپروني کوي. په دغو خپرونو کي ډېری ښځېنه مطالب لکه مور او ماشوم، روغتیا،تدبیر منزل،پخلی او نور خپریږي. له بده مرغه زموږ ارزښتونو ته ژمنو رسنیو دې برخي ته ګرسره هېڅ یا ډېر لږ پام اړولی او زموږ دښمنانو په تېره غرب له دې لارې د خپلو موخو د ترلاسه کولو لپاره کافي ډېر کار کړی. د ساري په توګه په کابل کې د اشغالګرو تر مستقیم تمویل لاندې خپرېدونکي روز،مرسل،زن او نورې مجلې که موږ وګورو کاملاً زموږ له لوړو اسلامي او ملي ارزښتونو سره په ټکر کې دي. دوی د ښځو نیمه بربنډ عکسونه ،سینمایې څېرې او نور مبتذل توکي پکي خپروي. (ګودر او ملالۍ نسبتاً ښځينه مجلې بللای شو)

۸- د ماشومانو مجلې (Children Magazine)‌:

په دغو مجلو کي د ماشومانو لپاره مطالب خپریږي. ټوکي-ټکالي،غوره ویناوي،په زړه پورې او حیرانونکي معلومات، جالبي کیسې او د ذهني ودې لپاره بوختونکي او تفریحي توکي . په نوره نړۍ کي دې برخې ته خورا ډېر کار کېږي او ماشومانو هم ورسره خورا دلچسپي لري.
(په افغانستان کې د ماشومانو لپاره تر ټولو لومړنۍ خپرونه سراج الاطفال نومېږي چې له سراج الاخبار سره يو ځای خپرېده، مصور او …)

۹- ورزشي مجلې (Sports Magazine) :
ورزشي‌خپروني د نړۍ په ګوټ – ګوټ کي مینه وال او لوستونکي لري. په دغو مجلو کي د بېلابېلو لوبو په اړه لیکني، تبصرې، شننې، خبرونه او مرکې خپریږي.د لوبو مینه وال یې په ډېره مینه او لیوالتیا لولي.
(لکه لوبه او یاران سپورټي مجلې يې په هېواد کي اوسنۍ بېلګي دي.)

۱۰ – طنزیه مجلې :
زموږ په معاصرو ادبیاتو کي نن سبا طنز هم د یوه بېل او جلا ژانر بڼه خپله کړې ده. له طنز سره د ټولني بېلابېل قشرونه او پاټکي مینه ساتي . دا چي د طنز جوله عموماً انتقادي وي؛نو ډېری مهال دغسې مجلې بې نوم و نښانه خپریږي؛ خو په هغو ټولنو کي چې مطبوعاتو ته نسبي او تر ځینو عمومي چوکاټونو لاندي آزادي او اجازه شته، هلته معلوم ادرس او کاري ټیم لري.
( په هېواد کي د پښتو طنزيه خپرونو غوره بېلګي ښایې ښاخۍ او غومبسه وي.)

۱۱- مسلکي خپروني (Professional Magazine) :
د عمومي خپرونو ترڅنګ ځينې ادارې د مسلک په پام کي نیولو سره څانګیزي او مسلکي خپروني کوي. دغه خپروني په طب، روغتیا،ښوونې –روزني،کرني او نورو څانګو پورې تړل کېږي.
(غوره یې د ځينو وزارتونو خپروني دي. لکه : د کرني وزارت (کرهڼه)، د مالیې وزارت (ثروت) او …)

۱۲- تشهیري او تبلیغاتي مجلې :
ځینې ادارې،سوداګریز شرکتونهاو بنسټونه د خپل شهرت او مشهورتیا لپاره ځانګړې رسالې او خپروني لري ، عموماً یې په خلکو وړیا ویشي.
دا ډول خپروني یوازې تبلیغاتي بڼه لري او هېڅ علمي،ادبي ،ارشیفي او ژورنالیستیکي ارزښت نلري.
(لکه : په هېواد کي د امریکایې او بهرنیو ځواکونو اړوند خپروني د آزادۍ غږ، سولې غږ او …)

۱۳- تاریخي- فلسفي مجلې :
لکه نومه یې چې بریښي،دا ډول مجلې په خپلو پاڼو کې یا یوازې تاریخي فلسفي مطالب ګډ خپروي او یا تاریخي مجله د تاریخي او فلسفي مجله د فلسفي مطالبو خپراوي ته ځانګړې شوي وي.
(پرون،روهي او … یې غوره بېلګي دي.)

تر دې ځایه راسره د مجلو په ځانګړیو ډولونو او وېش وپوهېدئ. په بله ګڼه کې به د مجلو د مطالبو او موادو پر سرچېنو، له ورځپاڼي سره پر توپیرونو ، اداري او تشکیلاتي جوړښت او ځينو نورو مهمو ټکیو لنډه رڼا واچوو.

د مجلې دندې:

مجله د خپلو لوستونکیو لپاره لاندي دندې ترسره کوي:
* تفریح ورکول.
* د معلوماتو ارائه کول.
* د عامه ذهنیت غوړول.
* د لوستونکیو را جلبول.
* په ټولنه کي مثبت بدلون راوستل.
* خلکو ته سواد ښودل.
* د تبصرو خپرول.
* اعلانات خپرول.

د مجلې او ورځپاڼي ترمنځ توپیرونه :

۱- ورځپاڼي عادي او عمري مینه وال لري؛خو مجلې د هیواد په کچه ځانګړي او عمده مینه وال لري.
۲- مجلې په میاشت کي یو ځل خپریږي او ورځپاڼه هره ورځ. لوستونکي ځکه ورته پام اړوي،چي مواد یې ژور،دقیق او په اوږده زماني واټن سره تهیه شوي وي.
۳- د مجلې لیکنې او مواد عموماً په یوه یا څو بشپړو پاڼو کي ځای پر ځای،داسي پاڼي چي کچه یې د ورځپاڼو تر هغې کمه او د کتابونو تر پاڼو غټه وي.
۴- مجلې د معلوماتو عمده ماخذونه او سرچینې تشکیلوي. مجلې د لوستونکیو د تفریح او سرګرمیو لپاره هم یو غوره انتخاب دی،همدارنګه د فکر جوړوني او ذهن سازي لپاره هم پراخه کارونه لري.

د مجلې د پرمختګ لاملونه:

رونالډ ولسیلین په مجله پوهنه (Understanding Magazine) کي د مجلې د پرمختګ د لاملونو په باب کي لاندي ټکي د مجلې د پرمختګ عوامل بولي :
 د مجلې هدف .
 د مجلې لپاره غوره بازار موندنه (مارکټینګ).
 د معیاري لوستونکیو لرل.
 د دایمي لوستونکیو علمي او کلتوري سویه.په پام کي لرل
 په مسلک کي سیالۍ  .
 پر کړنلاره بیا بیا غور کول .
 د عامه ذهنیت او عامه سویو په پام کي نېول.
 د کاغذ کیفیت .
 د رنګونو کیفیت
 انځوریز ژورنالیزم پلي کول.
 د عالي تیکنالوجۍ کارول .
 مجلې ته پرلېکه (انلاین) او هوسا لاس رسی.
 مناسبه بیه .
 د مجلې دایمي چلول.
 د لوستونکیو تبصرې او وړاندیزونه اخیستل.
 د مجلې په پاڼو کي د لوستونکیو برخه او د دوی نظرونه او تبصرې خپرول.
 هر وخت د مجلې ژورنالیزم د اصولو او اخلاقو تعقیب.
 اشتهار او اعلانونه.
او ځينې نور…

د مجلې د ناکامۍ لاملونه:

 د کاغذ خراب او تر ټولو ټيټ کیفیت.
 د رنګونو ناسم انډول او کیفیت.
 د چاپ کړندود.
 د مجلې مطلق یو او یو نواخته ډيزاین.
 د اعلاناتو کمښت.
 د سرمقالې د ښکاره بیلګې کمښت.
 پر ټاکلي وخت نه چاپول او تر لوستونکیو نه رسول.
 ډېر لوړ قیمت.
 د لوستوالو نشتوالی.
او داسي نور…

د مجلې چمتو کول (Production of Magazine) :

د مجلې د تیاري په اړه ریاض ثاقب په خپل کتاب (نوې خبریالي) کي کاږي : مجله اړه ده چي د خپلو خپرونو په لومړي پړاو کي له اړوند ښار یا ولایت څخه اجازه لیک ترلاسه کړي. د دې چارې لپاره یوه ځانګړې فورمه ورکول کېږي.په فورمه کي د خپروني د څرنګوالي،شتمنۍ ، کار کوونکو، د امتیاز څښتن، مسوول مدیر، مرستیال او نورو څیزونو په اړه معلومات ورکول کېږي.

ورپسې د ولایت یا ولسوالۍ اداري چارواکي پولیسو ته دنده سپاري ،چي د غوښتنلیک د څښتن په اړه بشپړه څېړنه او پلټنه وکړي.د پلټنو تر مثبت ځواب وروسته د اطلاعاتو او کلتور وزارت یا ریاست د خپرونو د ثبت د څانګي له لوري اجازه لیک ورکول کېږي.اجازه لیک ټاپه کېږي او دا د دې ښکارندويي کوي ،چي تر دې وړاندي په دغه نامه کومه بله خپرونه نه ده خپره شوې،د خپروني د ثبت غوښتونکي د خپروني خپرندوی هم وي. که هغه وغواړي د مدیریت (Editor) چارې هم پر غاړه اخستلای شي؛خو چاپوونکی بیا بل کس وي. که چېري له خپرندوی سره مخکي له مخکي د چاپخوني اجازه لیک شته وي،چاپچاري یې هم پخپله ترسره کولای شي.

ښاغلی ثاقب د مجلې د کارکوونکیو د عمرونو په باب زیاتوي،چي د خپرندوی،چاپوونکي او مدیر عمرونه تر ۲۱ کلونو کم او په اخلاقي جرمونو تورن نه وي.

د مجلې کارکوونکي او د هغوی دندي :

د نوې خبریالي نومي کتاب لیکوال ښاغلی ریاض ثاقب د مجلې د کارکوونکو او د هغوی د دندو په اړه کاږي : د مجلې کار کوونکي په مجموعي ډول په دوو برخو وېشل کېږي، یو د مجلې کاري څانګه ده ،، بله د مجلې اداري څانګه.

الف- کاري څانګه:

د کاري څانګي مشر مدیر یا ایډیټر دی، چي د مشر ايډیټر تر څار او لارښووني لاندي وي.په مجله کي خپرېدونکي توکي چمتوالی ،اوډون او سمون،کمپوز،کاپي جوړاوی ټول د ایډیټر تر څار لاندي تر سره کېږي.

په ډیری مجلو کي د ایډیټر ترڅنګ ،مرستیال ایډيټر او مصصحان هم د مجلې پر بشپړتیایي چارو بوخت وي. دغه کسان د موادو په چمتو کولو ، ایډيټ او لیکنو کي برخه اخلی. د پروف لوستني،کمپیوټر او هنر څانګي هم د ایډيټر تر لاس لاندي وي.

د کاري څانګي ارزښت په دې کي دی ،چي د مجلې ټولي مهمي چاري او خپرنیز پړاوونه د دوی په لاس کي وي. د مجلې څرنګوالی او معیار د هغې له منځپانګي او خپرو شویو توکیو څرګندېږي. کاري څانګه اړه ده چي د مجلې د زړه راښکون او معیاري تابه لپاره هلي ځلي وکوي.

ب- اداري څانګه :

د مجلې په اداري څانګه کي مدیریت،د اشتهارونو، تیراژ او مالي چارو برخي کار کوي. اداري چارواکي د مجلې د کار کوونکیو اړتیا او غوښتنو ته ځوابونه وايي.ټرانسپورټي چاري، مېز،څوکۍ،لیکنيز توکي،قلم،کاغذ، اوبه ، بريښنا،د کمپيوټرونو ستونزي ،ځای او نور اړوند څېزونه سمبالوي.

د کار کوونکیو ګومارنه او نوري چاري هم له همدې لارې ترسره کېږي.

د مجلې د مطالبو ډول:

۱- ژوند پېښې یا شخصي لاسته راوړني:
په شخصي تجربو ولاړې لیکنې چي د لیکنې د سفر ، لیدنې-کتنې په ترڅ کي ولیکل شي د بېلګي په توګه د مزارشریف سفر او داسې نور .

۲- فکري لیکنې:
په دغو لیکنو کي لومړی مواد را ټولېږي ،په غور سره لوستل کېږي او وروسته بیا د موضوع په اړه نظر ورکول کېږي خو دغه ډول لیکنې زیاتره د هغو له خوا لیکل کېږي چي نظر او مفکورې ته یې په ولسي کچه هرکلی کېږي او د خلکو په زړونو کي ځای ولري،خو هغوی چي په خلکو کي محبوبیت او یا هم وړ او بې داغه سابقه ونلري؛هېڅوک یې پر لیکنو وخت نه ضایع کوي.

۳- تحقیقاتي یا څېړنیزي لیکنې:
په دغه ډول کي هغه لیکنې راځي چي وروسته له ډېرې مطالعې او څېړنې ترلاسه کېږي،که څه هم د دغو لیکنو او د نظریې د ډلو ترمنځ هومره توپير نه تر سترګو کېږي ؛خو پر دې سربېره دغه لیکنې د ډېرې دقیقې او هر اړخیزې مطالعې په ترڅ کي لیکل کېږي.

۴- تألیف یا ټولوونه :
د دغو لیکنو لپاره کېدای شي مواد یا محتویات د بېلابېلو کتابونو څخه را ټول شي او وروسته لیکوال دغه مواد په خپلو الفاظو کي ولیکي چي دغه لیکنو ته تالیف ویل کېږي.

د مجلو د لیکنو لپاره منابع او سرچینې:

۱-  کتابتون
۲- دایرة المعارف
۳- معلوماتي کتابونه
۴- انټرنیټ
۵- معلوماتي سي ډیانې
۶ رسنۍ
۷- بیلابېل ارشیفونه
او داسې نور…

د مجلو لیکنو ځانګړتیاوي :

اسانه
 لنډي
 عامه فهمه
 جامع یا هر اړخیزي
 بیا هم د خپلو لوستونکیو سویې ته په پام .

د مجلې توزیع :

د مجلو توزیع د بریښنالیک (ایمیل) په مټ هم کېدای شي،د اخبار پلورنځيو ، کتاب پلورنځیو او نورو غورپو او هټیو له لارې. یا د وړیا توزیع په صورت کي ښایې له یوه یا څو خاصو ځایونو څخه توزیع او وویشل شي.

د مجلو توزیع ښایې په دوو بڼو ترسره شي:

۱- وړیا :
د مجلو وړیا توزیع عموماً د خلکو د تجماتو په مرکزونو ترسره کېږي. لکه : ښوونځي،مدرسې،پوهنتونونه، سترې غونډي، کتابتونونه، کتاب پلورنځي او نورو داسي ځایونو کي خلک یې ترې په اسانۍ ترلاسه کولای شي.

۲- په بیه :

دا ډول توزیع د کتاب پلورنځيو او اخبار پلورنځیو (Book Stall) له لاري ترسره کېږي. همدارنګه د میاشتنۍ یا کلنۍ ګډون ونډي د ادایني په صورت کي د پوست بکس، بریښنالیک او ترانسپورتي وسایلو په مټ هم توزیع کېدای شي.

په دې لیکنه کي له لاندنیو مأخذونو څخه استفاده شوې ده :

(۱) ثاقب ریاض ، ژباړن نذیر احمد سهار ، نوې خبریالي، میوند خپرندویه ټولنه،۱۳۸۶ل،کابل
(۲)JOURNALISM by:Dr Quratlain Gohar(PAS) & Haseeb Gohar (FSP)
(۳)ګوګل ډاټ کام  او بېلابېلي انټرنيټ پاڼي

ومن الله التوفیق

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
واسع ویب

واسع ویب فیسبوک پاڼه لایک کړئ

زموږ فیسبوک پاڼه لایک او له نورو سره شریکه کړئ

#مننه_چې_یاستئ