د ټوخې او زکام اسانه درملنه
هر وخت او هرځای ضرور نه ده چې موږ انتي بیوتیک یا د مکروب ضد درمل وخور. بلکې یوه اسانه او ارزانه کورنۍ نخسه له ډیرو درملو ګټوره تمامیږي.
د زکام او ټوخې د درملنې لپاره لنډې او ارازانه کورنۍ نخسي.
۱ـ یو ګیلاس تړمې اوبو کې یوه کاشوغه مالکه حل کړئ. مخلوط غرغړه کړئ. له زکام او ټوخې ناروغۍ به خلاص شئ.
۲ـ تړمو اوبو کې یو لیمو وزبیښئ او غرغړه يې کړئ.
۳ـ نیمه یا یوه وړه غوټه هوږه په خوله کې وژوئ،
۴ـ په سره یوه ټوټه واچوئ او بخار یا تپ خپلو سږمو ته کش کړئ.