ماشومان څنګه لیکنو ته وهڅوو؟

لیکنو ته د ماشومانو د هڅولو 10 لارې

پر زده کوونکو تخلیقي لیکنې کول  د هغوی د پنځونې مهارت ته پراختیا ورکوي، منطقي تفکر ته یې وده ورکوي، د ژبې په ښې زده کړه کې ورسره مرسته کوي او نورو ته د خپلو فکرونو د څرګندولو په لارو چارو یې پوهوي.

هر زده کوونکی د ښې لیکنې وړتیا لري، خو په پیل کې لیکنې ته د زده کوونکو هڅول، بنسټیز تخنیکونه ورښودل او تمرینول پرې ضروري دي. که ښوونکي زده کوونکوته د تخلیقیي لیکنو لارې چارې وښيي او پرې تمرین یې کړي دا به زده کوونکو ته په زړه پورې وي، دوي به خوشحاله کړي او ښه زده کړه به هم وکړي.

لیکنو ته د زده کوونکو د هڅولو کیلي د داسې فعالیتونو پلانول دي چې د زده کوونکو کنجکاوي او د څېړنې او پنځونې حسونه راوپاروي.  ځینې لاندې لیکل شوې لارې تجربه شوي او د زده کوونکو ډېره مینه او توجه یې د ځان کړې ده.

۱-  له کوره ترښوونځي:

له کوره ترښوونځي او یاله له ښوونځي ترکوره: په دې کې لومړی له وړو ماشومانو غوښتل کېږي چې هره ورځ له کورنه ښوونځي ته او یا له ښوونځي نه کورته د تګ راتګ کیسه وکړي ـــ څه دې ولیدل ـــ له چاسره دې ستړي مشي وکړل ـــ ګلونه وو که نه وو؟ په ګلونو پرخه پرته وه که نه ؟ چا له کوره رخصت کړې ـ؟ مینه یې درسره وکړه که نه ؟ څه فکر دې کاوه چې را روان وې ـــ له کومو ملګرو سره دې ولیدل او څه خبرې مو وکړې؟ کله چې زده کوونکي په شفاهي ډول ددې پوښتنو ځوابونه تمرین کړي بیایې پرې  ولیکئ.

۲- د جملو ترتیبول:

ددې لارې له مخې د ښونکي لخوا دیوې کیسې جملې  مخکې وروسته (بې ترتیبه) کېږي او بیا زده کوونکو ته ورکول کېږي چې د یوې کیسې په ډول یې یوه په بله پسې په ترتیب ولګوي .

۳- کلیمې ورکول:

زده کوونکو ته ځینې کلیمې ورکول چې کیسه ترې جوړه کړي. د بېلګې په ډول: دولس کلن هلک ـــ ښوونځی ـــ لار ـــ سپین ږیری ـــ لاس نیول ـــ کور ــــ رسول ـــ دعا ـــ ښوونکی ـــ کیسه ـــ ستاینه

۴- کوم ښه کار؟

ددې لارې له مخې زده کوونکو ته دنده ورکول کېږي چې د هغو ښو کارونو کیسه ولیکي چې دوی ترسره کړي دي، له دې لارې دوی د ښو کارونو د ترسره کولو انګېرنه هم اخلي او هڅېږي.

۵- دود لیکنه

په دود لیکنه کې زده کوونکي د خپلو دودیزو لمانځنو او غونډو کیسه لیکي لکه ودونه ، سنتونه ، اخترونه ، او نور او بیایې ټولګي ته لولي چې دوی څنګه یو دود لمانځي ، په دې کې که ښوونکې هڅه وکړي نو زده کوونکو ته د هغوی د دودونو په هکله ښه انګېرنه (طرزتلقي) هم ورکولی شي چې کوم دود ښه دی ، ګټه یې څه ده ؟ کوم ښه نه دی او ولې ښه نه دی؟

۶- درې دقیقه ییزه لیکنه

ددې لارې له مخې زده کوونکو ته یو عنوان یا موضوع ورکول کېږي ـــ داسې عنوان چې دوی ورسره بلد وي او مالومات پکې ولري ـــ او ترې غوښتل کېږي چې په دریو دقیقو کې هغه څه ولیکي چې د عنوان په اړه ددوی په فکر ونو کې راځي. په دې کې د خوند ټکی د وخت ټاکل دي چې زده کوونکي پکې هڅه کوي په خپل ټاکلي وخت کې هغه څه چې په ذهن کې یې تېرېږي په بیړه ولیکي، دوی په دې هکله د زیات فکر وخت هم نه لري ، زده کوونکي چې له دې سره عادت شي بیا په محدودو وختونو کې د خپلو کارونو د ترسره کولو وړتیا هم لري. کله چې زده کوونکي په یوه ټاکلي وخت کې د لیکلو تمرین وکړي لیکنه یې رښتینې تخلیقي کېږي ځکه په دې کې دوی د نقل یا د اورېدلو کلیشه يي جملو د لیکلو هڅه نه کوي.

۷- ته نن پخپله نه یې

په دې میتود کې زده کوونکو ته ویل کېږي چې نن تاسو پخپله تاسو نه یئ، تاسو به له ځانه یو بل څوک جوړوئ. ددې لپاره ښايي چې واړه کارډونه جوړ کړل شي او په بېلابېل رولونه پرې ولیکل شي. د بېلګې په ډول: ته به نن خپله ته نه یې … ”ته به نن یو توتي یې او په یوه دښته کې به په خزانه پسې ګرځې“  ته به یوه ښارو یې د سرو زروـــ او ښایسته کاڼو یوه یو وړوکی کان دې موندلی ـــ څه به ورسره کوې؟ ته نن یوښوونکی یې، ته نن یو ډاکټر یې ،د دې لوبې لپاره پکارده چې هرزده کوونکي راځي، له کتلو پرته یو کارډ اخلي او بیاله هغه رول سره سمه کیسه لیکي.

۸- کیسه لېږد:

د کیسه لېږد میتود هم یوپه زړه پورې میتود دی. په دې کې لومړی ښوونکي د یوې کیسې څو جملې لیکي ، بیایې هر یو زده کوونکي ته ورکوي چې هریو پرې څو داسې جملې ورزیاتې کړي چې کیسه پرمخ بوځي. په دې کې ښوونکي د پنځه شپږ زده کوونکو په سر یوه کیسه پیل کوي. اوهر زده کوونکي ټاکلې جملې او ټاکلی وخت لري. په پای کې کیسې په لوړ غږ لوستل کېږي.

۹- ګرانه ښوونکیه!:

زده کوونکي خپل ښوونکي ته لیکونه او خبرې کول خوښوي. نو د تخلیقي لیکنې یوه لاره داده چې دوی ته وخت ورکړل شي چې خپل ښوونکي ته لیک ولیکي. ددې لپاره پکارده چې یوه ټاکې موضوع ورکړل شي. لکه د ټولګي د ښه کېدو لپاره وړاندیزونه،  د  خپل ځان په هکله څه ویل، او یا له کور نه ترښوونځي پورې د راتګ کیسه کول. دوی دا هم کولی شي چې سرښوونکي یا مدیر ته لیکونه ولیکي.

10- آیا پوهېږئ:

ددې لارې له مخې هر زده کوونکي د یوې موضوع کار پوه جوړېږي او د یوه کار پوه په څېر په ورکړل شوې موضوع لیکنه کوي. بیا خپله لیکنه ټولګي ته اوروي او ټولګیوال پرې نظر ورکوي. دا ډول لیکنې په زده کوونکو کې د علمي مقالو د لیکلو وړتیا روزي. پورته لارې یواځې د ښوونکو د کارلو لپاره نه دي بلکې میندې پلرونه هم کولی شي چې له خپلو ماشومانو سره یې تمرین کړي ترڅو فکرونه یې پراخ او استعدادونه یې وغوړېږي.

لیکوال: رحیم الله بشارت

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe



ترنم یوتیوب چینل

نوې ویدیو هره ورځ

سبسکرایب Subscribe


خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب