لويدځه ټولنه او د اولادونو خپلسري (خاطرې)
د واده څخه څه موده وروسته د هر نر او ښځې سره د اولاد لرلو فکر پیدا کیږی دا د هر انسان طبیعی غوښتنه ده چې الله د هر سلیم الطبع انسان په طبیعت کی ایښې ده. اولاد لرل غټه نیکبختی ده او ډیرې ګټی هم لری د سړي ورسره په ژوند کی ساعت تیریږی د مور او پلار ورسره پام غلط وی ډیر کله خو اولاد د سړی د افتخار او خوشحالۍ سبب وی.
مګر ډیر اولادونه د مور او پلار له پاره د الله له طرفه عذاب وي په ځانګړي ډول هغه اولادونه چی د مور او پلار اطاعت نکوی کومک ورسره نکوی خبره یې نه مني احترام ورته نليی مور او پلار ورته هیڅ ارزښت نلري.
مګر د مور او پلار برخه د اولادونو په نېک عملۍ او بد عملی کې څومره ده ؟ واضحه خبره ده چې مور او پلار پدې اړه ډیر ستر مسولیت لري او ډیر مثبت او په زړه پورې رول لوبولی شې. که د اولاد سمې تربیې ته پام راوګرځوي نو دا لوی نعمت به د نعمت په څېره کې وګوري او کنه نو بیا به عذاب وي.
پدې اړه می د خپلو ځينو دوستانو او ملګرو سره هر وخت بحثونه او پوښتنی لرلې. په پوهنتون کې می د ځينو امریکایانو نه پوښتنی وکړې چې اولادونه دی څه کوی او ته ورنه څومره خوشحاله یې؟ تقریبا د ټولو ځواب ورته ښکاریده، ټولو ویل چې د بچیانو په تعلیم مې دومره زیاتې روپۍ لګیږی چې تقریبا زما له وسی پورته دي مګر دومره ورنه خفه یم چې څه درته ووایم. ما ورته وویل ولې؟ وایی بس زما هیڅ خبره نه مني ټوله ورځ ورک وي هیڅ خبره هم ورته نشم کولای هیڅ بله لاره هم نشته چی فشار ورباندی راولم. یو نفر نه خو می چې پوښتنه وکړه چې زوی دې څه کار کوي هغه راته ښکاره وویل چی killing me وژلی یی یمه .
بیا د ځينو افغانو دوستانو سره به چې کله کیناستم نو خپله به یې د خپل ژوند قیصې کولې یو دوست راته ویل چی ( دیر څه می دلته ګټلی دی ډیر قیمتی کور لرم او دیر ښه تجارت مې هم روان دی خو مګر ډیر زیات څه می بایللی دي) ما ویل دا څنګه ؟ ویل يې یو زوی لرم دا هر څه زه د هغه لپاره کوم مګر هغه دومره نا فرمانه دی چې زه ورسره خبری هم نشم کولای. که لږ څه ورته ووایم نو کور پریږدی او بیا می نو په کور کی ځای نشته.
قسم یی راته وکړو چې دا یو څو ورځې می ستا سره اشنایی پیدا شویده دا امید راسره پیدا شویدی که زه مرم او تږی وم نو یو څه اوبه به راته راکړی خو خپل زوی یی راته نه راکوي.
یوه ورځ مې ورته وویل چی دومره کارونه دې کړیدی خو د وړکتوب څخه به دې د هغه د تربیی لپاره هم څه کار کړی وی. راته یی وویل زه ملامت یم زه یوازی په پیسو ګټلو باندی مصروف وم مګر اولاد می راته نورو خلکو تربیه کړی دی. مکتب د دوی دی، تلویزیون پروګرامونه ټول د دوی دی بالاخره اولادونه مو د دوی په کنترول کې دی.
د دی خلکو خو فرهنګ همداسی دی، دی پلارانو بیا د خپلو پلرونو همداسی نافرمانی کړیده نو داخبره ورته دومره ناببره او مایوسه کوونکی نده مګر د مسلمانانو خاصتا د دغی افغانانو لپاره دا ډیر د مایوسی ځای و چی د خپلو بچیانو نه دومره مایوسه شي او د خپل اخر عمر په اړه دومره اندیښمن و.
بیا می همدی ملګری یو مرکز راته وښودو چی سپین ګیری پکې ساتل کیده. ډیر د مایوسۍ حالت یی لرلو په ظاهره خو ورته ډیر شیان مهیا وو مګر ډیر د مایوسی ژوند یی تیراوه پیشو ګانې یې ساتلې وې او د خپلو اولادونو او لمسیانو سره د مینی تنده یې پرې ماتوله.
دلته مې چی د څومره خلکو سره د اولادونو یاده کړېده یو سړی مې هم پیدا نکړو چې د خپلو اولادونو څخه راضي وي. که پیدا شي هم نو فیصدي یې ډېره کمه ده.
مگر د ځينو نورو مسلمان ملگرو سره چې اکثره یی د مصر، پاکستان او ترکیی و کله به چی د لونګ آیلنډ اسلامی مرکز ته لاړو هغوی بیا بل حالت درلودو، د هغوی اولادونه به ټول مسجد ته منظم راتلل خوی او عادت یې ډیر په اسلامی ارزښتونو برابر و دا ځکه چې دوی د خپلو اولادونو سمې تربیې ته مخ اړولی و او پدی برخه کې یې کار کړی و، نتیجه یې ښکاره معلومیده، اولادونه یې دیر باادبه او سم خلک و.
ما د ځان سره ویل چې په یو محیط کی لوی شوی خلک سره دومره تفاوت لرط د دې علت دادی چې په تربیه کې فرق دی دوی خپل اولادونه په خپله تربیه کړي او هغوی خپل اولادونه نورو ته پریښی دي چې یې ورته تربیه کړي نو د مور او پلار توجه او کار دا تاثیر کړی دی.
مور او پلار پدې اړه دروند مسولیت لري حدیث کی راځي: د پیغمبر صلی الله علیه وسلم نه چا پوښتنه وکره چی یا رسول الله صلی الله علیه وسلم د اولاد حق په مور او پلار باندې څه شی دی؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل دایی ورباندی حق دې چې ښه نوم به ورباندی کیږدي او ښه به یې تربیه کوي.
همیشه راته د قرانکریم یو ایت را په زړه کیږی چې الله جل شانه فرمایی وَ لا تُعْجِبْکَ أَمْوالُهُمْ وَ أَوْلادُهُمْ إِنَّما يُريدُ اللَّهُ أَنْ يُعَذِّبَهُمْ بِها فِي الدُّنْيا وَ تَزْهَقَ أَنْفُسُهُمْ وَ هُمْ کافِرُونَ.
ترجمه : تا دې په تعجب کی وانه چوي د دوی مالونه او اولادونه دا د دې په خاطر دي چې الله دوی ته د دی په وسیله په دنیا کې هم عذاب ورکړي او د دوی روح د کفر په حالت کې ووځی.
عبدالصمد کرامت