لونګ وپېژنئ!
لونګ خوږبويه نبات دی. په پخواني مصر او هند کې به د پاچاهانو په دربارونو کې د زينت او ښه بوی تر څنګ په ځينې خوړو کې هم کارېده. ويل کېږي چې لونګ له مصر او هنده لومړی چين او بيا اروپا ته وړل شوي، وروسته په نوره نړۍ کې رواج شوي او اوس يې تقريباً ټولې تودې سيمې په توليد کې رول لري.
لونګ د خلکو هومره د خوښې وړ وګرځېد چې سړې سيمې هم ترې بې برخې نه دي. په ځونډيو، رومالونو او نورو د خوښيو په مراسمو کې لونګ کارېږي. په نکريزو کې هم ګډېږو او د دودول يې هم د ذوق خاوندانو ته بې کيفه نه وي.
لونګ طبي ګټې هم لري او په همدې موخه په ځينو درملو کې ګډول کېږي. د لونګو طبيعي خاصيت داسې دی چې په بويولو يې رواني خوشالي پيدا کېږي. ځينو رنځورانو ته په دې خاطر ور ماريېل کېږي چې خپګان يې ورک شي.
په لونګو کې يو ډول تېل موجود دي چې الوتونکي تېل يې بولي. د سټوماټولوژيکي دواوو چې د غاښونو لپاره جوړېږي، استعمالېږي.
په دې سربېره د لونګو دانې د نس درد د مخنيوي او د برېښونو د ورکاوي لپاره هم ګټورې دي. لونګ د انسانانو په طبعه هومره برابر شی دی، که يې هيڅ طبي ګټه نه درلودای هم به يې د اوس په څېر د زينتي توکي په توګه خوند ترې اخيست.
په پښتو ولسي ادبياتو کې دغه بوټی کابو تر هر بل بوټي ډېر او په خوند ياد شوی. په لنډيو او سندرو کې يې پېغلې په ودونو کې په سيمبوليک شکل هم کاروي، مانا دا چې کوم هلک يې سره ټاکلې وي او په سندرو کې يې لونګ لونګ کوي.
د ډېرو يادېدو وجه به يې شايد د ښه بوی لرل وي چې تل يې ميينانو ته د خپل يار د څڼو خوشبويي ور ياده کړې ده. د لونګو په اړه داسې لنډۍ هم شته:
که چا لونګ ليدلي نه وي :: نجلۍ خولې کړئ د لونګو بوی يې ځينه
لونګ بوټی بلل کېږي، حال دا چې ونه يې له لسو تر دوولسو مټرو پورې لوړېږي. دغه نبات په استوايي سيمو کې ښه بوټېږي.
کومې سيمې چې د اقليم په لحاظ سړې وي، د لونګو لپاره مناسبې نه دي.
د لونګ شکل مېخ ته ورته دی، رنګ يې تور ته نږدې دی خو پوره تور نه دی. ونه يې د هرې بلې ونې غوندې پالنه غواړي. لونګ په اقتصاد کې هم ښه ونډه لري، که کوم زميندار يې ونې وکري او سمې وپالي، بېعايده محصول به يې و نه ګڼي.
ليکوال: ډاکټر مجتبی عزیزیار