له ډېرې مودې وروسته د شکر ناروغانو ته یو زېرۍ

امریکايي څیړونکي د شکر ډیرو خطرناکو ناروغانو لپاره داسې مرکب تیار کړی چې څو میاشتو پورې انسولین تولیدولو سره په وینه کې د شکر اندازه کنټرولوي.

د امریکا هاروډ پوهنتون څیړونکي په وینا شکر ناروغي دوه درجې لري، انسان د لومړۍ درجې په شکر هغه وخت اخته کیږي چې د بدن دفاعي نظام په خپله د وینې شکر کنټرولوونکي سلول «بیټا سلولونه» په له منځه وړلو پیل وکړي په دې ډول انسان د پانقراص په ناروغي اخته کیږي او په دې ناروغۍ اخته کس په خپل بدن کې د شکر اندازه نه شي کنټرولولی.

په دې ناروغۍ اخته کسانو ته کله نا کله د انسولین ضرورت پیښیږي.

دوهمې درجې شکر د غیر صحې ژوند کولو څخه پیدا کیږي او انسان د پرهیز کولو په وسیله دغه ناروغي کنټرولولی شي.

ساینسپوهانو له کیمیاوي موادو څخه داسې یو مرکب جوړ کړی چې اسټیم سلولونه د بیټا په فعالو سلولونو بدلوي او په دې ډول دوي کولی شي چې د اسټیم سلولونو په مرسته په لکونه بیټا سلولونه جوړ کړي.

دغه تجربه په موږکانو عملي شوه او ثابته شوه چې جوړ شوي بیټا سلولونه تر څو میاشتو پورې انسولین تیاروي او په وینه کې د شکر اندازه نورماله ساتي.

د څیړونکې ډلې مشر ډاکټر میلټن وايي: مونږ هغه کار وکړ چې همیشه مو په فکر ممکن و؛ خو په عملي کولو کې يي نه بریالی کیدو. له دې کامیابې تجربې وروسته مونږ د دې مرض له علاج سره څو قدمه فاصله لرو.

د ښوونکي لارښود کتابونه
د ښوونکي لارښود کتابونه

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
واسع ویب

واسع ویب فیسبوک پاڼه لایک کړئ

زموږ فیسبوک پاڼه لایک او له نورو سره شریکه کړئ

#مننه_چې_یاستئ