له پوستکي پرته د مڼې خوړل بې ګټې دي؟

د مڼې (سیب) خوړلو دارزښت په اړه به موکله  اوریدلې وي چې :

‘’An apple in a day, keeps doctor away’’

مطلب یې دي چې که روزانه یوه مڼه وخورې ، ډاکټر ته به اړ نشې .

د مڼو (سیبانو) خوړل که له یوې خوا  دانساني صحت دپیاوړې کولو لپاره اړین بلل شوی  له بلې خوا ساینس پوهانو دا ځل په خپلو نویو څیړنو کې جوته کړې چې له پوستکې پرته دسیب خوړل هیڅ ډول صحي ګټه نه لري .

امریکايي څیړونکي (Christopher Adams) په خپلې وروستۍ څېړنې کې دا خبره په ډاګه کړې چې د سیب په پوستکې کې موجود اجزاء او مواد د روغتیا ساتنې  لپاره ډیر لازمي دي ،له همدې امله مڼه باید همیشه له پوستکي سره وخوړل شي .

په څېړنه کې ویل شوې چې د مڼې په پوستکي کې (ارسالیک ) نومې ماده په وینه کې دموجودې وازګې او  بورې داندازې د کمولو سره سره عضلاتو او اندامونو ته قوت ورکوي  . دڅېړنې له مخې  د زیات  عمر درلودنکو کسانو لپاره د مڼې پوستکي ډیر مهم بلل شوی  چې له امله یې د عضلاتو دکمزوري او هډونو د ماتېدو خطر له منځه ځي .

Wasiclinic YouTube Channel


Subscribe to Our YouTube Channel

Subscribe

پوهنتون تعلیمي یوتیوب چینل


چینل سبسکرایب او شریک کړئ

Subscribe

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
واسع ویب