له مکې تر مدينې (هجرت ته تاريخي کتنه)

كله   چې   قريشو د رسول الله(صلى الله عليه و اله وصحبه وسلم) د وژلو ظالمانه فيصله وكړه، نو جبريل (عليه السلام) وحي راوړه، رسول (عليه السلام) يې د قريشو لدې توطئې نه خبر كړ، او دا يې ورته وويل چې الله تعالى د هجرت اجازه دركړيده، د هجرت كولو وخت يې ورته وټاكه او داسې يې ورته وويل: نن پخپل ځاى مه ويده كيږه.(1)
نو رسول الله(صلى الله عليه و اله وصحبه وسلم) په همدې غرمه كې د ابوبكر (رضي الله عنه) كورته ورغى تر څو د هجرت په هكله پلان جوړ كړي. عائشه (رضي الله عنها) وايي: ټكنده غرمه وه مونږ د ابوبكر (رضي الله عنه) په كور كې ناست وو،   چې   يو كس اّواز وكړ، دا دى رسول الله(صلى الله عليه و اله وصحبه وسلم) راغى سر يې پټ كړيدى. دا داسې وخت وْ   چې   عادتاً به هغه(صلى الله عليه و اله وصحبه وسلم) پدې وخت كې زمونږ كره ته راته. ابوبكر وويل: زما مور او پلار دې ورنه قربان شي، قسم په خداى   چې   د كوم مهم كار لپاره راغلى دى.

عائشه (رضي الله عنها) وايي: رسول الله(صلى الله عليه و اله وصحبه وسلم) راغى او له اجازې وروسته كور ته را ننوت، ابوبكر ته يې وويل: ‏[‏أخرج مَنْ عندك‏]‏‏.‏ دا حاضرين وباسه. ابوبكر (رضي الله عنه) ورته وويل: زما پلار له تا قربان يا رسول الله (صلى الله عليه وسلم)! دا خو ټول ستا اهل دى. ده وفرمايل: ‏[‏فأني قد أذن لي في الخروج‏].‏ ما ته د هجرت اجازه شويده، نو ابوبكر ورته وويل: اې رسول الله(صلى الله عليه و اله وصحبه وسلم) پلار مې درنه قربان، اّيا ما درسره ملګرى كوې، زما لپاره به د ملګرتيا شرف وي؟ رسول(صلى الله عليه و اله وصحبه وسلم) وفرمايل: هو.(2)
د هجرت له پلان جوړولو وروسته رسول الله(صلى الله عليه و اله وصحبه وسلم) بيرته خپل كورته لاړ، او د شپې انتظار يې يوست.

د رسول الله (ص) د كور محاصره

د قريشو مجرمانو مشرانو ټوله ورځ پدې تيره كړه   چې   د مكې پارلمان (دارالندوه) پريكړه به څنګه عملي كوي، او له تيارۍ وروسته يې ددې کار د عملي کولو لپاره يوولس مشران وټاكل   چې   نومونه يې دا دي:
1- ابو جهل بن هشام. 2- حكم بن ابې العاص.3- عقبه بن ابې معيط.4- نضر بن حارث.5- اميه بن خلف.6- زمعه بن اسود.7- طعيمه بن عدي. 8- ابو لهب. 9- ابې بن خلف.10- نبيه بن حجاج.11- منبه بن حجاج.(١)
ابن اسحاق وايي: كله   چې   د شپې تياره خوره شوه، هغوى ټول د رسول الله(صلى الله عليه و اله وصحبه وسلم) تر كور راتاو شول او ددې انتظار يې يوست   چې   هغه ويده شي او دوى حمله ورباندې وكړي.(٢)
مشركانو پوره باور درلود   چې   د دوى دا توطئه به حتما كاميابيږي، تر دې حده   چې   ابو جهل د كبر او غرور په حالت كې خپلو ملګرو ته مخ كوي او وايي: محمد(صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) وايي كه تاسې دده پيروى وكړى،ْ نو د عربو او عجمو پاچايان به شىْ، او بيا به له مرګ نه وروسته بيا راژوندي شئ، او هلته به د اردن د باغونو په شان  باغونه دركړل شي، او كه داسې مو ونه كړل- دده دين مو ونه ما نه – نو بيا به دده له لاسه ستاسې په مينځ كې قتل و قتال وشي، او    چې   بيا را ژوندي كړى شي، نو بيا به په اور كې سوځىْ(٣)!!
د توطئې د پلي كولو وخت نيمه شپه ټاكل شوى و، هغوى ټول بيدار او ويښ ولاړ وو، د ټاكل شوي وخت انتظار يې يوست، خو الله تعالى تر ټولو لوى او غالب ذات دى، د ځمكې او اّسمان پاچايې له ده سره ده څه يې   چې   اراده وي همغه كوي، هغه پناه وركوونكې دى، چا ته   چې   پناه وركړي هيڅوك هغه ته ضرر نه شي رسولى، او كه وغواړي څوك را ګير كړي، نو بيا د هغه خلاصون نشته. پدې ترتيب سره غالب الله تعالى خپل رسول وساته، د قراّنكريم لاندينى اّيت چې لدې پيښې وروسته را نازل شوى دا موقف داسې تشريح كوي:
((وَ اذْ يَمْكُرُ بِكَ الَّذِينَ كَفَرُوا لِيُثْبِتُوكَ آَوْ يَقْتُلُوكَ آَوْ يُخْرِجُوكَ وَيَمْكُرُونَ وَيَمْكُرُ اللَّهُ وَاللَّهُ خَيْرُ الْمَاكِرِينَ)).     (الانفال: 30)
] او ياد كړه (اې محمده) هغه وخت   چې   مكر فريب به كاوه له تا سره كافرانو لپاره د دې   چې   بندي كړي تا يا ووژني تا، يا وباسي تا (له مكې نه) او پټ فريب كوي دوى (له تا سره) او جزا د قريب وركوي الله (دوى ته) او الله بهتر د جزا وركوونكو د مكر دى.]

رسول الله (ص) خپل كور پريږدي

سره لدې   چې   قريشو د خپل وحشيانه پلان د تطبيق لپاره پوره تياري نيولې وه، خو بيا هم له فاحشې ناكامۍ سره مخ شول. په همدې سخت او مشكل وخت كې رسول الله(صلى الله عليه و اله وصحبه وسلم) د ابو طالب زوى علي (رضي الله عنه) ته وويل: ته نن شپه زما په بستره كې ويده شه، او دا زما شين حضرمې چادر درباندې واچوه(1) ويده شه تا ته به د هغوى له لاسه هيڅ ضرر در و نه رسيږي. رسول الله(صلى الله عليه و اله وصحبه وسلم) به په همدې چادر كې ويده كيده.(2)
بيا رسول الله(صلى الله عليه و اله وصحبه وسلم) ووت، د دوى له مينځه تير شو، او يو موټى شګلنه خاوره يې واخيسته او د دوى پر سرونو يې وروشنله، الله تعالى د هغوى سترګې ورباندې ړندې كړې او ويې نه ليده او ده مبارك دا اّيت تلات كاوه: ((وَجَعَلْنَا مِنْ بَيْنِ اَيْدِيهِمْ سَدّاً وَمِنْ خَلْفِهِمْ سَدّاً فَأَغْشَيْنَاهُمْ فَهُمْ لا يُبْصِرُونَ))  (يس: 9). [او ګرځولى مو دى په مخ د دوى كې سد (ديوال) او له وروسته د دوى ديوال، پس پټې كړې مو دي (سترګې د دوى) پس دوى هيڅ نه ويني.] رسول الله(صلى الله عليه و اله وصحبه وسلم) د ټولو مشركانو پر سرونو خاوره واچوله، او سيخ د ابوبكر (رضي الله عنه) كورته ورغى، له هغه ځاى نه دواړه د شپې له مخې د يوې كړكۍ له لارې ووتل د يمن په طرف روان شول ترڅو غار ثور ته ورسيدل(3). هلته محاصره كوونكي د ټاكل شوي وخت د رارسيدو انتظار باسي، خو د وخت له رارسيدو لږ شيبه مخكې پخپله نامرادۍ او ناكامۍ پوه شول. يو سړى ورته راغى او ورته ويې ويل: د څه انتظار باسىْ؟ دوى ورته وويل: د محمد(صلى الله عليه و اله وصحبه وسلم) انتظار باسو. ده ورته وويل: نامراده شوىْ، ناكام شوىْ، هغه خو در نه تللى، او ستاسې پر سرونو يې خاورې در اچولې، هغه پخپله لار تللى. دوى وويل: قسم په خداى مونږ خو ندى ليدلى، سرونو ته يې لاس كړ او خاورې يې ورنه پاكې كړې.

خو د دروازې له چاك نه يې د ننه وكتل، كه ګوري   چې   علي (رضي الله عنه) ويده دى، دوى وويل: قسم په خداى هغه دى محمد(صلى الله عليه و اله وصحبه وسلم) تر اوسه لا ويده دى. هغوى تر سهاره منتظر وو تر څو سهار شو او علي ( رضي الله عنه) له ځايه پاڅيد، دوى هغه را ونيو او د محمد(صلى الله عليه و اله وصحبه وسلم) په هكله يې معلومات ورنه وغوښتل. ده ورته وويل: زه د هغه په هكله هيڅ معلومات نلرم.(١)

له كور نه تر غاره

رسول (صلى الله عليه وسلم) د نبوت د څوارلسم كال د صفر مياشتې په (27) مه شپه   چې   د (622م) كال د سپتمبر مياشتې له 12/ 13(٢) سره سمون خوري له خپل كور نه ووت، د ابوبكر (رضي الله عنه) كورته ورغى، او له هغه ځاى نه دواړه د كور له وروستۍ كړكۍ نه لدې ويرې نه چې  ورباندې سهار نه شي په ډيره چټكۍ ووتل.
رسول الله(صلى الله عليه و اله وصحبه وسلم) پدې پوهيده   چې   مشركين به يې په لټه پسې را وزي او لومړنۍ لار    چې   دوى به يې  نيسي هغه دشمال خوا ته د مدينې لويه لاره ده، نو ده پخپل حكمت سره ددې مقابله يعنى د جنوب لاره ونيوله، دا لاره يمن ته تللې وه، تقريباً پنځه ميله مخكې لاړل تر څو د ثور غره ته ورسيدل. دا ډير لوړ، سخت او د لويو لويو تيږو درلودونكې غر دى.

د رسول الله(صلى الله عليه و اله وصحبه وسلم) دواړه پښې لوڅې وې بلكه دا هم ويل كيږي   چې   رسول الله(صلى الله عليه و اله وصحبه وسلم) د پښو په سرو (ګوتو) تله تر څو د پلونو اثر يې پاتې نه شي او پدې سره يې پښى زخمې شوې. په هر حال ابوبكر (رضي الله عنه) د غره له لمنې نه د غره په څوكه كې تر واقع غار پورې چې په تاريخ كې د ثور غار په نامه ياديږي رسول(صلى الله عليه و اله وصحبه وسلم) په بيړه، بيړه په خپله شا يووړ. (1)

په غار كې

كله   چې   غار ته ورسيدل ابوبكر (رضي الله عنه) وويل: يا رسول الله (صلى الله عليه وسلم)! ته به تر هغې پورې غار ته نه ننوزې تر څو زه پكې ننوتلى نه وم او كتلى مې نه وي، ځكه كه هلته څه مضر شى  وي، نو لومړى به  زه ورسره مخامخ شم. ابوبكر (رضي الله عنه) غار ته ننوت او جارو يې كړ، ټول سوري يې د خپل لنګ په ټوټو پټ كړل، يوازې دوه سوري (سوړې) پاتې شول چې هغه يې هم پخپلو پښو بند كړل پښې يې پكې كيښودلې بيا يې رسول الله(صلى الله عليه و اله وصحبه وسلم) ته وويل: مهرباني وكړه غار ته را ننوزه. رسول الله(صلى الله عليه و اله وصحبه وسلم) غار ته تشريف يووړ او هلته يې د ابوبكر (رضي الله عنه) په غيږ كې سر كيښود او ويده شو. ابوبكر (رضي الله عنه) له يوه سوري نه په پښه څه شي وچيچه، او ددې له ويرې   چې   رسول الله(صلى الله عليه و اله وصحبه وسلم) راويښ نه شي هيڅ ونه خوځيد، خو اوښكې يې د رسول الله(صلى الله عليه و اله وصحبه وسلم) پر مبارك مخ را تويې شوې هغه را ويښ شو او ورته ويې فرمايل:څه خبره ده ابوبكره؟ ده ورته وويل: څه شي وچيچلم زما مور او پلار له تا قربان شه! نو رسول الله(صلى الله عليه و اله وصحبه وسلم) په هغه ځاى خپلې مباركې لاړى (زيړى) واچولې او پدې سره د ابوبكر (رضي الله عنه) درد ورك او اّرام شو.(2)

دوى دواړه درې شپې يعنى د جمعې، هفتې او يكشنبې شپې په غار كې پټ وو(3).
د ابوبكر زوى عبدالله (رضي الله عنهما) به د شپې له دوى سره ويده كيده. عائشه (رضي الله عنها) وايي: عبدالله (رضي الله عنه) تنكى، پوه او زيرك ځوان وْ سهار د وخته به له دوى نه راووت، او داسې وخت به مكې ته رارسيده   چې   ګومان به كيده شپه يې همدلته تيره كړيده.
او قريشو به   چې   د رسول الله(صلى الله عليه و اله وصحبه وسلم) په خلاف كومې خبرې كولې، ټولې به يې اوريدلې ځان به يې ورباندې پوهاوه او بيا به د شپې په تياره كې دوى ته ورتله او دا خبرې به يې ورسولې. د ابوبكر (رضي الله عنه) غلام (عامر بن فهيره) به رمه پووله، او كله به   چې   شپه پخه شوه، نو رمه به يې د غار خولې ته راوستله، او د غار دواړو ملګرو به شيدې څښلې او ارام به ويده كيدل، او عامر به بيا سهار  وختي رمه بيرته بيوله. هغه دا درې واړه شپې همداسې كول(١) او د سهار له خوا به يې رمه په هغه لاره بيوله په كومه به   چې   عبدالله بن ابوبكر (رضي الله عنهما) تللى وْ تر څو د هغه  پلونه ړنګ كړي اثر او نښه يې پاتې نه شي.(٢)

د قريشو منډې ترړې

هلته د توطئې د تطبيق د شپې په سهار قريش له خپلې ناكامۍ او د رسول(صلى الله عليه و اله وصحبه وسلم) له نجات نه باوري شول نژدي وو   چې   ليونيان شي، لاره ورنه ورك شوه، لومړى خو يې علي (رضي الله عنه) راونيوه ښه يې وواهه، كعبې ته يې يووړ او هلته يې بندي كړ تر څو د رسول الله(صلى الله عليه و اله وصحبه وسلم) په هكله معلومات ورنه واخلي.(٣) او كله يې   چې   له علي (رضي الله عنه) نه څه بود (تر لاسه) نكړل، نو د ابوبكر (رضي الله عنه) كور ته ورغلل دروازه يې  ور وټكوله د ابوبكر لور اسماء (رضي الله عنها) راووته، دوى ورته وويل: پلار دې چيرته دى؟ دې ځواب وركړ، والله كه خبره وم   چې   پلار مې چيرته دى. پدې ځواب سره خبيث ابوجهل داسې كلكه څپيړه وركړه   چې   د غوږ لښتۍ يې ايسته ولويده.(٤)

قريشو د يوې عاجلې او فوق العاده غونډې په نتيجه كې فيصله وكړه   چې   بايد د رسول الله(صلى الله عليه و اله وصحبه وسلم) او ملګري د نيولو لپاره يې ټول وسايل او امكانات په كار واچول شي، نو فوراً يې له مكې نه د باندې وتلې ټولې لارې تر كلكې وسله والې څارنې لاندې ونيولې، او اعلان يې وكړ هر چا كه هغوى دواړه مړه يا ژوندي دوى ته راوستل، نو دوى به د هريوه په بدل كې سل اوښان جائزه وركړي.(١)
ددې لويې جائزې له اعلان نه وروسته ټولو خپلې هڅې ګړندۍ كړې، پلي او سپاره او پل پيژوندونكې يوې خوا بلې خوا ته خواره شول، غرونه، دښتې، خوړونه او درې يې پلټلې، خو ټول نامراده وو او هيڅ يې په لاس نه ورتلل.
ځنې پلټونكي ان د غار خولې ته ورغلل، خو الله پخپل كار كې غالب او برلاسى دى. امام بخاري له انس  او هغه له ابوبكر (رضي الله عنه) نه روايت كوي وايي: زه له نبي(صلى الله عليه و اله وصحبه وسلم) سره په غار كې وم، كله مې   چې   سر راپورته كړ كه ګورم   چې   د خلكو پښى راته ښكاريږي، نو رسول الله(صلى الله عليه و اله وصحبه وسلم) ته مې وويل: كه د هغوى كوم يو هسې لاندې وګوري نو مونږ به ويني. ده وفرمايل: ‏[‏اسكت يا ابا بكر، اثنان، الله ثالثهما‏]‏، وفي لفظ‏:‏ ‏[‏ما ظنك يا أبا بكر باثنين الله ثالثهما‏]‏‏.‏ چپ يا ابوبكره! مونږ دوه يو دريم مو الله دى، او په بل لفظ كې راځي: ابوبكره! د هغو دوو كسانو په هكله څه ګومان كوې   چې   دريم يې الله دى.(3)
دا يوه معجزه وه   چې   الله تعالى خپل رسول پرې مشرف كړ، پلټونكي بيرته نا مراده ورنه وګرځيدل پداسې   حال كې   چې   دده(صلى الله عليه و اله وصحبه وسلم) او هغوى تر مينځ يوازې څو قدمه فاصله وه او بس.

د مدينې په لار

كله   چې   د لټې او پلټنې هلې ځلې غلى شوې، او قريش له دريو ورځو مسلسلو خو بې نتيجې منډو، ترړو نه وروسته څه نا څه اّرام شول. نو رسول الله(صلى الله عليه و اله وصحبه وسلم) او ملګري  يې له غار نه د وتو تياري ونيوله.
دوى له مخكې نه له عبدالله بن اريقط الليثي سره   چې   په صحرايي لارو پيژندنه كې يې خاص مهارت درلود د پيسو په مقابل كې مدينې ته د رسولو خبره كړې وه. نوموړى هغه وخت لا مشرك وْ، خو دوى ته د اعتماد وړ وْ خپلې اوښې يې ورته سپارلې وې او دا وعده يې ورسره كړې وه چې درې ورځې وروسته به د غار خولې ته راځي. همدا وه   چې   عبدالله بن اريقط د دوشنبې په شپه د هجرت د لومړي كال د ربيع الاول په لومړۍ نيټه   چې   د (622م) كال د سپتمبر له (16) مې سره سمون خوري اوښې د غار خولې ته  راوستې. ابوبكر (رضي الله عنه) رسول الله(صلى الله عليه و اله وصحبه وسلم) ته وويل: پلار مې له تا قربان شه يا رسول الله! له دې دوو اوښو نه يوه د تا، او هغه بهتره اوښه يې ور وړاندې كړه. رسول الله(صلى الله عليه و اله وصحبه وسلم) ورته وويل سيي ده خو په بيه.
پدې وخت كې اسماء بنت ابې بكر (رضي الله عنهما) ورته د لارې توښه راوړه، خو ددې د تړلو لپاره يې څه نه وْ ورسره راوړي، او كله   چې   دوى د سفر اراده وكړه اسماء (رضي الله عنها) څه پيدا نكړل چې هغه توښه پكې وتړي، نو فوراً يې  د خپلې ملا كمربند دوه ځايه كړ، په يوه ټوټه يې خوراك وتاړه او بله يې تر ملا كړه او په دې سره ذات النطاقين وبلله شوه.(١)
بيا رسول الله(صلى الله عليه و اله وصحبه وسلم) او ابوبكر (رضي الله عنه) روان شول، عامر بن فهيره هم ورسره وْ او لارې پيژندونكي_ عبدالله بن اريقط د بحر د غاړې (ساحل) لاره غوره كړه او همداسې مخكې لاړل.كله   چې   له غار نه ووتل لومړى د جنوب پلو ته د يمن په لور لاړل، بيا د بحر د غاړې په خوا د غرب (لويديز) لوري ته راوګرځيدل او مخكې لاړل تر څو داسې لارې ته ورسيدل   چې   عام خلك به نه ورباندې تلل، بيا د شمال لوري ته وګرځيدل او د سرې بحيرې غاړې ته نژدې په داسې لار روان شول چې له كوم يوه سړي پرته بل هيڅوك هم نه ورباندې تلل.
ابن اسحاق د هغو ځايونو نومونه ذكر كړيدي له كومو نه   چې   رسول الله(صلى الله عليه و اله وصحبه وسلم) په دې سفر كې تير شويدى. هغه وايي: لارې پيژندونكي لومړى هغوى د مكې په لاندينۍ برخه كې بوتلل، بيا د ساحل په لاره روان شول او د عسفان په لاندينۍ برخه كې يې لاره غوڅه كړه، بيا د امج په لاندينۍ برخه كې روان وو او كله   چې   له قديد نه تير شول،نو بيا يې لاره غوڅه كړه، همداسې مخكې د خرار په لاره لاړل بيا په ثنيه المره او ورپسې په لقفا او بيا د لقف له بيابان نه تير شول، ورپسې يې د مجاح بيابان (دښته) ونيوه، بيا د مجاح له ګرزندي (موړ) نه پورې وتل او د ذي الغضوين ګرزندى يې ونيو په ذي كشر ورننوتل او داسې په جداجد بيا په اجرد، ذاسلم او د اعداء له لارې د تعهن په دښته او مخكې په عبابيد او داسې په فاجه بالاخره په عرج راكوز شول، بيا د ركوبه په ښۍ خوا كې له ثنيه العائر نه تير شول، او د رئم په وادۍ كې  راكوز شول او مخكې د قبا(1) په لور لاړل.

اوس راځئ د لارې په دوران كې واقع شوې ځنې پيښې تر نظر تيرې كړو:
1- بخاري روايت كوي   چې   ابوبكر الصديق (رضي الله عنه) وايي: كله   چې   د شپې (له غاره ووتلو) نو دا ټوله شپه او سبا ورځ تر غرمې مو مزل وكړ، دغه وخت لاره بالكل خالي وه هيڅ لاروى هم نه ليدل كيده، كه ګورو   چې   يوه لويه پرښه ده او په سيوره يې تر اوسه لا لمر نه وْ راغلى، مونږ همدلته واړول. ما پخپل لاس رسول الله(صلى الله عليه و اله وصحبه وسلم) ته ځاى برابر كړ، او يو پوستين مې ورباندې اوار كړ او ورته ومې ويل: دلته ويده شه يا رسول الله (ص)! زه به د شا او خوا څارنه او مراقبت كوم. رسول الله(صلى الله عليه و اله وصحبه وسلم) ويده شو  او ما څارنه كوله، پدې وخت كې مې يو شپون وليد   چې   رمه يې د پرښې په خوا را روانه كړيده، غواړي زمونږ په شان دلته واړوي، ما ورته وويل: ته د چا يې؟ هغه د مكې يا د مدينې د كوم سړي نوم واخيست. ورته ومې ويل: ميږې دې شيدې لري؟ ده وويل: هو. ورته و مې ويل : اّيا لوشې يې؟ و يې  ويل: هو، يوه ميږه يې راونيوه تر څو ويې لوشي. ما ورته وويل: دا تى يې له خاورو، ويښتانو او نورو شيانو نه پاك كړه، بيا يې په يوه لوښي كې شيدې راولوشلې. له ما سره يوه چرمې بدنۍ وه   چې   رسول الله(صلى الله عليه و اله وصحبه وسلم) به اوبه ورنه څښلې او اودس به يې ورباندې كاوه. بيا رسول الله(صلى الله عليه و اله وصحبه وسلم) ته راغلم، خو مناسبه مې ونه ليده   چې   راويښ يې كړم، هملته ورته ولاړم تر څو راويښ شو، نو فورا مې په شيدو لږ اوبه ورواچولې تر څو لاندينۍ برخه يې يخه شوه او ورته ومې ويل: مهرباني وكړه شيدې وڅښه يا رسول الله (صلى الله عليه وسلم)! رسول الله(صلى الله عليه و اله وصحبه وسلم) دومره شيدې وڅښلې   چې   زه ډير پرې خوښ شوم، بيايې وفرمايل: د حركت وخت ندى؟ ما ځواب وركړ: هو د تګ وخت دى، بيا روان شوو.(2)
2- پدې سفر كې د ابوبكر (رضي الله عنه) عادت دا وْ   چې   په رسول الله(صلى الله عليه و اله وصحبه وسلم) پسې به وروسته په اوښه سپور وْ. او څرنګه   چې   له عمره پوخ ښكاريده نو د خلكو توجه به هم همده ته وه، او د رسول الله(صلى الله عليه و اله وصحبه وسلم) په څيره كې د ځوانۍ نښې ډيرې وې، نو د خلكو زياته توجه به نه وه ورته. او همدا وجه وه   چې   كله به له چاسره مخامخ شول نو لومړى به يې له ابوبكر (رضي الله عنه) نه پوښتنه كوله   چې   دا سړى څوك دى؟ ابوبكر (رضي الله عنه) به يې په ځواب كې ويل: دا زما لارښود دى، اوريدونكي به داسې ګومان كاوه چې دا لار ښيي په کومه چې روان دي، خو دده مراد به هغه د خير او دين لاره وه.(١)
3- سراقه بن مالك چې د هغوى په لټه پسې وتلى وْ وايي: زه د خپل قوم بني مدلج له خلكو سره ناست وم   چې   له دوى نه يو سړى راغى راته ودريده او ويې  ويل: اې سراقه! ما همدا اوس له ساحل سره څو كسان وليدل، فكر كوم   چې   هغه محمد(صلى الله عليه و اله وصحبه وسلم) او ملګري يې دي. سراقه وايي: زه پوه شوم   چې   دا كسان همدوى دي، خو ده ته مې وويل: دا هغوى نه شي كيدلاى، او دا تا   چې   څوك ليدلي هغه فلانى او فلانى دي   چې   زمونږ له مخې تير شول، بيا څه وخت همدلته مجلس كې پاتې شوم، وروسته پاڅيدم او كور ته  لاړم. خپلې وينځې ته مې امر وكړ،   چې   اّس وباسي او هلته د غونډۍ شا كې راته انتظار وکړي. ما خپله نيزه راواخيسته او د كور له وروستنۍ دروازى نه پداسې   حال كې ووتلم   چې   د نيزې څوكه مې په ځمكه لګوله او پورتنۍ خوا مې يې هم كښته نيولې وه، اّس ته ورغلم ورباندې سپور شوم او پوه شوم   چې   هغه مې د معمول په شان په منډو منډو مخكې وړي ان تر دې   چې   دوى ته ورلنډ شوم، دلته مې اّس بودري وكړه او زه ورنه راپريوتم، بيا راپورته شوم توبرې ته مې لاس كړ او د فال غشي مې ورنه راوايستل، فال مې ورباندې واچوه   چې   اّيا دوى ته زيان ور ورسوم او كه نه؟ نو هغه غشي راووت   چې   زما خوښ نه وْ، خو ددې غشي پروا مې ونكړه، په اّس سپور شوم او په چټكۍ سره يې دوى ته دومره ورلنډ كړم   چې   د رسول الله(صلى الله عليه و اله وصحبه وسلم) د قرائت اّواز مې واوريد. هغه خپل قرائت كاوه هيڅ بل طرف ته يې التفات نه كاوه، خو ابوبكر (رضي الله عنه) ډير يوې خوا بلې خواته كتل، پدې وخت كې زما د اّس پښې ان ترګونډو په ځمكه كې خښې شوې زه هم ورنه ولويدم، بيا مې اّس وواهه او هغه په ډير مشكل سره خپلې پښې راوايستلې كله   چې   نيغ ودريد، نو د پښو له نښانو نه يې د دود په شان ګرد  پورته شو، دلته مې بيا په غشو فال واچوه، بيا هغه غشى راووت   چې   زما نه وْ خوښ، نو د امان غږ مې ورباندې وكړ. هغوى راته ودريدل، ما په اّس پښه ورواړوله او ورغلم او هغه وخت   چې   زه له دوى نه منع كړى شوى وم، نو دا خبره مې په زړه كې پخه شوې وه   چې   رسول الله(صلى الله عليه و اله وصحبه وسلم) به غالب او امر به يې برلاسى كيږي، ورته ومې وويل: ستا قوم ستا په سر جايزه ټاكلې ده، او لدينه مې هم خبر كړ   چې   خلك دده په هكله څه نيت او اراده لري، او خپل زاد او توښه مې ور وړاندې كړه، خو هغوى څه ورنه وانخستل نه يې تكليف راكړ او نه يې د څه سوال رانه وكړ، يوازې دومره يې راته وويل:   چې   حال پټ ساته. ما ورته وويل: د امن خط راته وليكه، نو عامر بن فهيره ته يې د خط ليكلو امر وكړ، هغه د پوستكي په يوه ټوټه خط وليكه، بيا رسول الله(صلى الله عليه و اله وصحبه وسلم) مخ په وړاندې لاړ.(1)
پدې هكله له ابوبكر (رضي الله عنه) نه هم يو روايت را نقل شويدى هغه وايي: مونږ روان شوو، او خلك زمونږ په لټه كې وو، خو له سراقه پرته هيچا هم و نه موندو، او كله   چې   د سراقه اّس را لنډ شو ما وويل: يا رسول الله! دا دى دا پلټونكى راورسيده ده وفرمايل: (لا تحزن ان الله معنا)(2)
سراقه بيرته مكې ته ستون شو او خلك لا په تپ او تلاش كې وو، ده ورته وويل: ما مكمل او پوره احوال درته راوړى، نور دلته ستاسې هلې ځلې بې ګټې دي، پدې خوا كې   چې   څه لازم وْ هغه وشول. (او پدې سره يې خلك راستانه كړل، نوموړى د ورځې په پيل كې د هغوى په لټه پسې وتلى وْ،خو د همدې ورځې په پاى كې د هغوى نګهبان او ساتونكى ګرزيدلى وْ.(3).
4- پدې سفر كې يې د خزاعيه كورنۍ د ام معبد نومې ښځې په دوو خيمو هم ګذر وشو. نوموړې مشهوره او تكړه ښځه وه، زياتره به څرخ په لاس د خيمې په خوله كې ناسته وه، او   چې   څوك به ورتلل نو د خوراك او څښاك بند وبست به يې ورته كاوه.
رسول الله(صلى الله عليه و اله وصحبه وسلم) او ملګري يې د څه شي غوښتنه ورنه وكړه، دې ورته وويل: قسم په خداى كه مو څه درلودلى نو ستاسې په ميزبانۍ كې به مو كوتاهي نه واى كړې، زمونږ ميږې هم ډيرې ليرې دي. دغه كال هم ډير وچ وْ.
رسول الله(صلى الله عليه و اله وصحبه وسلم) وكتل او د خيمې په كنج يې يوه ميږه وليده، نو يې وفرمايل: ‏[ما هذه الشاۍ يا ډم معبد‏؟‏‏]‏دا څه ډول ميږه ده؟ اې ام معبد! دې وويل: دا د ډيرې كمزورۍ له امله له رمې پاتې شويده. هغه (صلى الله عليه و اله وصحبه وسلم) وفرمايل: ‏[هل بها من لبن‏؟‏‏]‏شيدې كوي؟ دې وويل: دا له پښو لويدلې او شيدې؟! ده ورته وفرمايل: ‏[ډتډذنين لى ډن ډحلبها‏؟‏‏] اجازه راكوې   چې   ويې لوشم؟ دې وويل: مور او پلار مې له تا قربان، كه لازم وينې نو ويې لوشه!
نو رسول الله(صلى الله عليه و اله وصحبه وسلم) پخپل مبارك لاس د هغې غولانځه مسحه كړه، بسم الله يې وكړه او دعا يې ولوستله، يو ځل يې غولانځه ډكه شوه، او پښې يې سره ليرې كړې، نو رسول الله(صلى الله عليه و اله وصحبه وسلم) د ام معبد هغه لوى لوښى وغوښت كوم   چې   د يوه ټولګي لپاره بس وْ، ميږه يې پكې ولوشله تر څو په مورګو يې ځګ ودريد، بيا يې ام معبد ته شيدې وروڅښلې تر څو ښه مړه شوه، بيايې خپل ملګري ماړه كړل په پاى كې يې پخپله وڅښلې، او ورپسې يې ميږه بيا ولوشله تر څو لوښى ښه ډك شو او له دې سره يې پريښود او دوى وخوځيدل.
لږ ساعت وروسته ابو معيد له خپلو كمزوريو، سستو او ډنګرو وزو سره راورسيد، او كله يې   چې   شيدې وليدلې، حيران شو، خپلې ښځې ته يې وويل: دا شيدې له كومه شوې؟ رمه خو ليرې ده، او په كور كې هم شيدې وركوونكې ميږه نشته. دې ورته وويل: قسم په خداى همدا اوس يو ډير مبارك سړى رانه رخصت شو،   چې   دا او داسې خبرې يې وې، او حال يې داسې او داسې وْ. ده وويل: هو فكر كوم دا هغه څوك  دى   چې   قريش يې لټوي، نو اې ام معبد راته معرفي يې كړه او نښې يې راته ووايه! دې هم پخپله بليغه ژبه د هغه عظيم صفات داسې ورته بيان كړل كه ته به وايې  همدا اوس يې په مخ كې ولاړ دى، د كتاب په پاى كې به دا بيان رانقلوو. ابو معيد وويل: قسم په خداى   چې   دا د قريشو هماغه ملګرى دى د كوم په هكله   چې   دوى مختلفې خبرې كوي، زه د هغه د ملګرتيا اراده لرم، او د امكان په صورت كې به حتماً دا كار سرته رسوم.
له بلې خوا هلته مكه كې يو داسې اّواز پورته شو   چې   ټول خلك يې اوري، خو ويونكى يې نه ښكاري دا اّواز داسې وْ:
جزى الله رب العرش خير جزائه
رفقين حـلا خيمـتي ام معبد
هـما نـزلا بالبر و ارتحـلا به
و افلـح من امسى رفيق محمد
فيـا لقصـي ما زوى الله عنكم
ه من فعال لا يجازى و سئو
دد ليهـن بني كعـب مـكان فتاتهم
و مقعـدها للموء  منين بمرصد
سلـوا اختـكم عن شاتها و انائها
فانكم ان تسـالوا الشاة تشهد [ ترجمه: د عرش مالك الله دې دوو هغو ملګريو ته بهترينه جزا او بدله وركړي كوم   چې   د ام معبد خيمې ته راغلي وو، دوى دواړه هلته په خير او نيكۍ راغلي وو او بيرته په خير او نيكۍ سره ولاړل، او بريالي دي هغه څوك   چې   د محمد(صلى الله عليه و اله وصحبه وسلم) ملګرتيا كوي، اې قصي! الله تعالى له هغه سره څومره بې مثاله كارنامې او سردارى له تاسې نه يووړه (او يا: مباركې دې وي تا قصي ته چې الله (جل جلاله)  د محمد(صلى الله عليه و اله وصحبه وسلم) په واسطه له تاسې نه يې ساري سرداري وانه خستله). بنو كعب ته دې د دوى د سياه سرې كور او د موْمنانو د نګهداشت ځاى مبارك وى، تاسې له خپلې خور نه ددې د ميږې او لوښي په هكله پوښتنه وكړئ، كه تاسې له هغه ميږې نه هم وپوښتىْ نو هغه به هم شاهدي ووايي.] اسماء (رضي الله عنها) وايي: مونږ نه و خبر   چې   رسول الله(صلى الله عليه و اله وصحبه وسلم) كومې خوا ته تللى، تر څو د مكې له لاندينۍ برخى نه يو جن (پيرى) راغى او دا پورتني ابيات يې وويل، خلك ورپسې ورغلل او ورپسې ورتلل اّواز يې اوريده خو هغه يې ليده نه، تر څو هغه د مكې له پورتنۍ برخې نه ووت. اسماء (رضي الله عنها) وايي: كله مو   چې   دا خبرې واوريدلې نو پوه شوو   چې   رسول الله(صلى الله عليه و اله وصحبه وسلم) د مدينې لوري ته تللى دى.(1)
5- رسول الله(صلى الله عليه و اله وصحبه وسلم) د لارې په اوږدو كې له  بريده بن حصيب اسلمي سره هم مخامخ شوى وْ. نوموړى د خپل قوم مشر وْ او د قريشو له طرفه د اعلان شوې لويې جايزې ګټلو په طمعه د رسول الله(صلى الله عليه و اله وصحبه وسلم) او ابوبكر (رضي الله عنه) په لټه پسې وتلى وْ، خو كله   چې   له رسول الله(صلى الله عليه و اله وصحبه وسلم) سره مخ شو او د هغه مباركې خبرې يې واوريدې، نو په همغه ځاى د خپل قوم له اويا كسانو سره يو ځاى په اسلام مشرف شو، بيايې خپله پګړۍ را خلاصه كړه او د بيرغ په څير يې د نيزې په څوكه كې ټينګه كړه، پدې سره يې دا اعلانول غوښتل   چې   دا دى د امن او سلامتيا پاچا را روان دى تر څو دا دنيا په عدل او انصاف سره ودانه كړي.(2)
وعن عبد الله بن بريدة أن النبي صلى الله عليه وسلم كان يتفاءل ولا يتطير، فركب بريدة في سبعين راكبًا من أهل بيته من بني سهم، فلقى النبي صلى الله عليه وسلم، فقال له‏:‏ ‏[ممن أنت‏؟‏‏]‏ قال‏:‏ من أسلم، فقال‏:‏ لأبي بكر‏:‏ سلمنا، ثم قال‏:‏ ‏[مِنْ بني مَنْ‏؟‏‏]‏ قال‏:‏ من بني سهم‏.‏ قال‏:‏ ‏[خرج سهمك‏].
له عبد الله بن بريده‏ نه روايت دى چې رسول (صلى الله عليه وسلم) به بد شګوني نه کوله هر څه يې په نيک فال نيول، د خپل قوم بني سهم له اويا سپرو کسانو سره ووت، کله چې له رسول (صلى الله عليه وسلم) سره مخ شو، پوښتنه يې ترې وکړه: له کوم قوم نه يې؟ ده وويل: له اسلم نه. رسول (صلى الله عليه وسلم) وفرمايل: په امن شوو. بيا يې وفرمايل: له کومې کورنۍ نه. ده وويل: له بني سهم نه. رسول (صلى الله عليه وسلم) وفرمايل: برخه دې ووته.
6-  د هجرت په لاره زبير (رضي الله عنه) هم د رسول الله(صلى الله عليه و اله وصحبه وسلم) په ملاقات مشرف شو، زبير (رضي الله عنه)   چې   له يوې ډلې مسلمانو تاجرانو سره له شام نه راګرزيدلى وْ، رسول الله(صلى الله عليه و اله وصحبه وسلم) او ابوبكر (رضي الله عنه) ته يو يو جوړ سپينې جامې هديه كړې. (١)
سرچينه : رحيق المختوم پښتو ژباړه
Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe



ترنم یوتیوب چینل

نوې ویدیو هره ورځ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب