له ملګرو ملتونو سره کار کول روا دي؟

پوښتنه:

د ملګرو ملتو د بشری مرستو د اداری سره کار کول روا دی کنه؟

په داسی حال کی چی ددی اداری پالیسی داده چی په هیڅ ډول سیاسی کار کی مداخله نه کوی او فقط او فقط بشر ته په اړین وخت کی لکه زلزله، سیلاب او یا نورو ناورینو کی بشری مرستی ورسوی. کومی چی د سیاسی اړیکو یا  دنسل ژبی نژاد او یا مذهب پر بنیاد نه بلکه د بشریت پر بنیاد هغو ته ورکول کیږی. شفيق، له کابل څخه.‌ په درنښت

 ځواب:

په دولتی ادارو، شرکتونو، موسسو او نور داسی ځایونو کې هغه وخت دنده ترسره کول بلا مانع او مباح دي چې په دغه دنده سره خدمت کول د مسلمانانو لپاره توان نه وي مسلمان ته دا حرامه ده چې په یوه داسې موسسه یا کارخانه کې کار وکړی چې په هغه کې داسی وسلی جوړیژی چې د مسلمانانو پرضد کارول کیژی او همدارنګه مسلمان حق نلري چې له یوه داسی حکومت سره کار وکړی چې له مسلمانانو سره د جګړه او مبارزی په حال کې وي همدارنګه هر هغه دنده تر سره کول چې د ظلم سره د مرستی باعث کیږی او د حرامو د پياوړتيا او دودېدلو عامل ګرځي لکه د سود د کار و بار په موسسو کې او یا هم د شرابو په کارخانو کې ځان په کار ګومارل د اسلام له اصول سره په ټکر کې دی او هغه کسان چې بهانه کوی چې په مستقیم ډول له حرامو سره سر او کار نه لرو بلکه مونږ یې یواځې ساختمانی او یا هم دفتری او امنیتی کار او بار کوه په هیچ ډول د منلو وړ نه دي. دا اصل هغه مهال د رعایت وړ ده چې د ضرورت او اضطرار ځانګړی حالت نه وي که چېری مسلمان بله لاره نه درلوده او د کورنی او خپل ژوند یې له بلې لارې نه تامین دۍ نو د ضرورت د قاعده په پام کې نیولو سره چې د حرج او سختی په مهال نا روا د ضرورت په اندازه روا کوي بیا نو دې داسی دنده ترسره کول په دی شرط ورته مباح دي چې په زړه کې ورسره کرکه ولري او په دی هیله وی چې دې حلال کسب په لاس ته راوړلو به دا دنده پریږدي.

د یادولو ده چې په شکمنو ځایونو کې چې د یو چا د عقیده او دین د کمزوری لامل کیږی له دندې ترسره کولو دې ډډه وشي که څه هم کولی شي ډیر ثروت او پیسې تر لاسه کولی شی او ځکه خو  پیغمبر صلی الله عليه وسلم وایی: دع مايريبك الي مايريبك. (احمد، ترمذي، نسائي و ابن حبان ) یعنی هغه څه چې تا په شک کې اچوې پریږده او هغه څه ترسره کړه چې په اړه یې شک نلرې.

په فتوای عزیز کې راغلی: که چېرته له غیرمسلم سره دنده اجرا کول د ده د بی عزتی  او یا هم د اسلامې ټولنې د توان باعث کیژی نو ترسره کول یې بیا هم حرام دي. او که هم چیرته د غیر مسلم سره کار کول اسلام ته د زیان سبب کیږی بیا په دغه صورت کې له غیرمسلم سره خو کار کول د کفر تر سرحده رسي.

  منابع:

  1 حلال او حرام کتاب د علامه يوسف القرضاوي

  2 عزیزی فتاوي

 تهیه: نقیب الله حمید

Atomic Habits
د ښوونکي لارښود کتابونه
د نصاب کتابونه

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Atomic Habits
Back to top button
واسع ویب