له فتنو څخه د خلاصون لارې

د انسانيت سترلارښود او خيرخواه جناب محمدرسول الله صلی الله عليه وسلم فرمائلي دي :بادروا بالاعمال فتنا کقطع الليل المظلم ، يصبح الرجل مؤمنا و يمسي کافرا، ويمسي مؤمنا و يصبح کافرا، يبيع دينه بعرض من الدنيا قليل(رواه مسلم)
د هغو فتنو تر راتګ مخکي ښه کارونه وکړئ چي دتوري تيارې شپې په څېردي،سهاربه يوسړی مؤمن وي اوماښام به کافروي،ماښام به مؤمن وي اوسهاربه کافروي،يوسړی به خپل دين د دُنيا د لږسامان په بدله کي خرڅوي (مسلم شريف)
امام نووي رحمه الله ليکلي دي :په دې حديث کي دښواعمالوپه کولوهڅونه ده مخکي له دې چي گران شي اوله هغوفتنونه ځان مشغولول دي چي هغه دشپې دتياروپه څېر ګڼي اوډېري دي..

په دې حديث شريف کي دفتنودراتګ خبرداری ورکول شوی اوله دغوفتنوڅخه يې دځان ژغورلولاره هم ښودلې چي هغه دعمل صالح (ښوکارونو)کول دي.
که څوک غواړي چي له فتنومحفوظ شي،هغه بايد ښه کارونه وکړي ترڅوپه خپل مقصدکي کامياب اوبريالی شي .
له فتنوڅخه دخوندې کېدلولپاره ځيني اعمال په قرآن اوسنت اودعلماووپه اقوالو کي ذکرشوي دي چي دهغو په عملي کولوسره انسان له فتنو ژغورل کيږي دااعمال علامه ابن قيم رحمه الله اونوروعلماءکراموپه خپلوکتابونوکي ذکرکړي دي.:
هغه دادي :
{اول}پر الله جل جلاله توکل کول،له هغه پناه اودُعاګاني غوښتل چي انسان له فتنو خوندي اومحفوظ کړي الله جل جلاله فرمائلي دي :يثبت الله الذين آمنوابالقول الثابت في الحيوة الدنياوفي الآخرة (ابراهيم:27)
{الله تعالی مؤمنان ددوی دکلکي ويناله امله په دُنيااوآخرت کي ثابت اوکلکوي}
دمؤمنانو ثابت قدمه پاته کېدل له دې امله دی چي دوی پر الله جل جلاله ايمان لري اوپر هغه يې توکل کړی دی.
الله تعالی په قرآن کريم کي دموسی عليه السلام دُعاءياده کړې چي هغه هم له فتنوپناه غوښتې وه { ان هی الافتنتک تضل بهامن تشاءوتهدي من تشاءانت ولينافاغفرلناوارحمناوانت خيرالغافرين(سورة الاعراف\155){اې ربه داستاامتحان دی چي په دې سره چاته چي غواړې هدايت ورکوې اوچاته چي وغواړې ګمراه يې کړي،ته زموږمرستندوی ئې،موږته بخښنه وکړې اوپرموږباندي رحم وکړې اوته غوره بخښونکی يې}
کله چي دانسان زړه له ايمان،توحيد،رښتيني توکل اودالله جل جلاله په لوري دپناه وروړلوډک شي نوددُعاګانواثرهم په انسان ډېرښکاره کيږي اوله فتنواوشروروڅخه يې الله پاک ساتي .
څومره چي دانسان په زړه کي دالله پاک توحيد اوپرالله ايما مضبوط اوکلک شي  هغومره به له ډار،خوف ،شراوفتنوڅخه په امن کي وي،الله جل جلاله فرمائلي :الذين آمنواولم يلبسواايمانهم بظلم اولئک لهم الامن وهم مهتدون (الانعام:82)
{هغه خلګوچي ايمان راوړی اوددې ايمان سره يې شرک نه دی ګډکړی ددوی لپاره امن دی اودوی په هدايت دي}
په دې آيت کريمه کي امن مطلق ذکرشوی ،په دې کي دُنيوي امن اواخروي ټول داخل دي .ترټولوغټ امن له فتنوخوندي کېدل دي،داامن دتوحيداودايمان دکمال فائده ده دکوم توحيدسره چي هيڅ ډول شرک ګډ نه وي ،که دتوحيدسره شرک ګډشونوهغه توحيدبيااعتبارنه لري اوورته ايمان اوتوحيدنشي ويل کېدای .
له عبدالله بن عباس رضی الله عنهماڅخه روايت دی چي رسول الله صلی الله عليه وسلم به دوی ته دادُعاء دومره په اهتمام سره ورښودله لکه دقرآن کريم يوسورت چي به يې ورښودی(هغه دُعاء داده) :اللهم اني اعوذبک من عذاب جهنم واعوذبک من فتنة المحياوالممات،واعوذبک من فتنة المسيح الدجال{ياالله موږپه تاسره دجهنم له اوره پناه غواړو،اوپه تاسره دمړواوژوندوله فتنې څخه پناه غواړواوپه تاسره دمسيح دجال له فتنې پناه غواړو}(رواه البخاري ومسلم)
له ابوسعيدخدري رضی الله عنه روايت دی چي رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل:تعوّذوابالله من الفتن ماظهرمنهاومابطن
له الله جل جلاله څخه دفتنوپه هکله پناه غواړئ،که ښکاره وي اوکه پټي نوموږ(صحابۀ کرامورضی الله عنهم)داسي وويل:نعوذُبالله من الفتن ماظهرمنهاومابطن موږله الله تعالی پناه غواړودفتنوپه هکله که ښکاره وي اوکه پټي(مسلم)
مطلب دادی چي مسلمان بايدهروخت له الله تعالی څخه دعاوي وغواړي ترڅوله فتنويېوژغوري .
{دويم }
په دين عمل کول،ددين علم حاصلول اودرسول الله صلی الله عليه وسلم خالص اتباع کول ځکه علم شبهې اوشکونه ختموي،ګمراهي له هدايته،حق له باطله بېلوي خو کله چي ورسره اخلاص اوتقوی ملګرې وي چي دعلم خاوندد خواهشاتوله تابعداری منع کړي،که دعلم سره تقوی اواخلا ص نه وي نوبياداعلم انسان له ګمراهيواوفتنونه ساتي بلکه ددې سړي په فتنوکي دواقع کېدلوتربې علمه سړي
ډېره خطره ده ځکه يوبې علمه سړی که غلط کارکوي نوهغه ځان ته ګناهګاروايې اوپه خپل جُرم اعتراف کوي خوله اخلاص اوتقوی عاري عالم که غلط کارکوي نوبيادهغه کاردجوازلپاره دلائل وايې .
له امام احمدبن حنبل رحمه الله نه چاپوښتنه وکړه چي غوره عمل کوم دی؟
هغه وفرمايل:ترټولوغوره عمل علم دی پدې شرط چي نيت صحيح وي.بيايې پوښتنه وکړه چي نيت څنګه صحيح کړي؟امام احمدوويل:دعلم په حاصلولوکي دي له ځان اونوروخلګو دجهل اوناپوهئ دپورته کېدونيت کوي بل نيت دي نه کوي(طبقات
الحنابلة لابي يعلی) زموږددين مشرانوعلماووبه خپلوشاګردانوته دعلم وصيت کوئ ځکه په علم سره انسان له فتنو،شبهاتواودشيطان له وسوسوخوندي کيږي .
د علم دفقاهت يوه برخه داهم ده چي عالم په دې پوه شي چي دخلګودعقلونواوفکرونوسره مطابق کومه مسئله بايدزه بيان کړم اوکومه بيان نه کړم،که په دې څوک نه پوهيږي نوپه حقيقت کي داسړی دعلم پوهه اوفقاهت نه لري اودی به گومان کوي چي زه ددين لپاره خدمت کوم خوپه حقيقت کي ضرروررسوي .
{دريم سبب }
تقوی اوعمل صالح تقوی ډېرضروري شی دی خومتاسفانه دډېروخلګودېته توجه نشته په داسي حال کي چي الله تعالی فرمايې:ولقدوصيناالذين اُوتُوالکتب من قبلکم واياکم ان اتقواالله
{يقيناموږتاسواوهغوخلګوته چي ترتاسومخکي کتاب ورکول شوی داحکم کړی چي له الله تعالی څخه ووېريږي}
په دې آيت کريمه کي دتقوی اهميت بيان شوی چي داداسي حکم دی چي ټولوامتوته شوی دی .
که څوک غواړي چي زه دي دژوندپه چاروکي بريالی اوکاميابه يم هغه دي تقوی په ځان کي پيداکړي نودې هدف ته به ورسيږي .
:ومن يتق الله يجعل له مخرجا،ويرزقه من حيث لايحتسب (الطلاق\2،3)  څوک چي له الله جل جلاله وويږي، الله جل جلاله به دده لپاره دوتلولپاره لارپيداکړي اوله هغه لوري به روزي ورکړي چي دی به يې ګمان نه کوي .
بيا فرمايې:ومن يتق الله يجعل له من امره يُسرا(الطلاق\4)
څوک چي له الله جل جلاله وويريږي الله جل جلاله به دده لپاره دده کارونه اسان کړي.
رسول الله صلی الله عليه وسلم عبدالله بن عباس رضی الله عنهماته داسي وصيت کړی:احفظ الله يحفظک،احفظ الله تجده تجاهک (رواه الترمذي واحمد)
دالله جل جلاله دحکمونوساتنه کوه الله جل جلاله به ستاساتنه وکړي،دالله دحکمونوساتنه کوه ته به الله جل جلاله خپلي مخي ته ومومي.
يعني ستاسره به په کارونوکي مرسته وکړي..
له دې نصوصومعلومه شوه چي عمل صالح،دعبادت ډېروالی،دالله جل جلاله سره تعلق ساتل،دذکراواستغفارډېروالی داډېرغټ اثرلري په دې کي چي انسان له فتنوژغوري مخکي تردې چي فتنې راشي اوله راتلووروسته يې ترې روغ باسي {څلورم}له دُنياسره مينه نه کول :ځکه دشهواتودروازه هغه وخت پرانسان راخلاصيږي چي کله دی له دُنياسره مينه شروع اوله آخرته ځان غافل کړي .
د شهواتو دروازه چي تړل کيږي هغه له دنياسره دميني په نه کولوسره اودآخرت سره دميني په زياتولوسره کيږي،کله چي ديوه انسان په زړه کي داجانب قوي شونوهغه انسان به بياله فتنو او شهواتو لري او خوندي وي امام ابن قيم رحمه الله د دُنيا سره دميني دختمولو په هکله ليکلي دي چي ددې دوه طريقي دي :اول:
په دې کي فکرکول چي دنياختمېدونکي اوژرتلونکي ده،په دې دنياکي چي څه شته داټول به آخرله مينځه ځي.
بل داچي ددنياطلبګار تل په غم اخته وي له غمه نه خلاصيږي ځکه که يېدنيانوي ترلاسه کړي نوهم غمجن دی،کله چي يېترلاسه کړه بياهم غمجن دی اوکله چي يېله لاسه ووتله بياهم غمجن دی .
دويم:دآخرت په رانږدې کېدو،دهغه په هرومروراتلو اودهغه په بقاء اونه ختمېدوکي فکرکول اودې ته فکرکول چي ددنيااوآخرت دنعمتونوترمينځ ډېرلوی توپيراوفرق شته .لکه څنګه چي په قرآن کريم کي راغلي دي:وللآخرة خيروابقی خامخاآخرت غوره اوتلپاتی دی .
کوم نعمت چي تلپاته وي هرڅوک هغه ډېرخوښوي .
کله چي دادوه فکرونه سرته ورسوي،نوپه پايله کي به يېدآخرت سره مينه اوله دُنياسره بې رغبتي پيداشي .
{پنځم}دمؤمنانودجماعت اوډلي تابعداري کول؛
دهغوپرپله که څوک روان شي هم به له فتنوڅخه خوندي واوسي.
له مؤمنانوڅخه مرادصحابۀ کرام،تابعين اوتبع تابعين دي.دکوموزمانوچي رسول الله صلی الله عليه وسلم غوره والی بيان کړی چي خيرُالقرون قرني ثُمّ الذين يلونهم ثُمّ الذين يلونهم په ټولوپيړيوکي غوره زماپيړۍ ده،بياهغه چي دېته نږدې ده اوبياهغه چي هغېته نږدې ده .
که څوک ددغومؤمنانوپه لارروان وي نوهغه به هم هيڅکله نه ګمراه کيږي .
{شپږم }نرمي اوصبردی ځکه مسلمان ته چي ډېرتاوان له تلواره پېښېږي،ډېرځله يوکاروکړي بياوروسته ورباندي پښېمانه وي الله جل جلاله په قرآن کريم کي دتلواربدې ويلې ده فرمايې:ويدع الانسان بالشردُعاءه بالخيروکان الانسان عجولا۞{انسان بدي(تکليف) داسي غواړي لکه دده دخيرغوښتنه اوانسان ډېرتلواري دی}
رسول الله صلی الله عليه وسلم اشج بن قيس ته وفرمايل:ان فيک خصلتان يحبهماالله ورسوله :الحلم والاناة (رواه مسلم){په تاکي دوه داسي خويونه دي چي دالله اودهغه درسول خوښ دي :صبراونه تلوار.
په يوه حديث کي راغلي دي:الاناءة من الله والعجلة من الشيطان(مشکات)صبر(تلوارنه کول)دالله له لوري دی اوتلواردشيطان له لوري دی .
له دغونصوصو معلومه شوه چي صبر او تلوار نکول په هروخت کي ښه کاردی، دفتنو واضطراب په حالت کي په ځانګړي ډول ډېرفضيلت لري او په دې وخت کي ورته ډېره اړتياشته .
داڅوصفتونه که څوک په ځان کي راولي نوانشاءالله تعالی له هرډول فتنوبه محفوظ شي الله پاک دي موږاوټولومسلمانانوته دعمل توفيق راکړي وصلی الله علی نبينامحمدوعلی آله وصحبه وسلم تسليماکثيراکثيرا.
مولوي عصمت الله عزام
Atomic Habits
د نصاب کتابونه

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ
Atomic Habits
Back to top button
واسع ویب