له الله څخه غوښتنه| کیسه
یو نیک او شتمن سړئ خپله یوه کیسه لیکي وایي : یوه ورځ مې زړه ډیر زیات ناکراره شو ، هر څومره چې مې د زړه د کرارولو هڅه وکړه چې د اندېښنو بار مې سپک شي او ناکراري مې کمه شي خو ونه شوه او لاپسې ډیرېده ، تنګ شوم او له کوره ووتلم اخوا ديخوا سرګردان وګرځېدم په همدې حالت کې د یوه جومات خوا ته تیریدم چې دروازه یي خلاصه وه ، دا چې د کوم فرض لمونځ وخت هم نه وو، بې اختیاره جومات ته ورننوتلم چې اودس وکړم او یو دوه رکعته نفل لمونځ ادا کړم کیدای شي زړه مې آرام شي، تر اوداسه وروسته چې جومات ته ننوتلم چی ګورم یو سړی په ژړا ژړا دعاګانو غوښتلو کې بوخت دی چې ځیر شوم ورته سړی د پور نه د خلاصون دعاګانې کولې ، وروسته له سلام او روغبړ مې ورنه د پور پوښتنه وکړه ویې ویل : نن مې د پور د بېرته ورکولو وروستۍ نېټه ده او خپل څښتن څخه یې غواړم.
د هغه پور یو څو زره روپۍ وې.جب ته مې لاس کړ او هغه مې ورته ورکړې، د سړي سترګې له اوشکو ډکې شوې او زما زړه کرار شو ما ورته خپل کارټ وړاندې کړو چې که بیا راسره د اړتیا په وخت اړیکه ونیسه ،دې کې مې ادرس او د ټیلیفون شمېره ده.
هغه هیڅ کارټ ونه کوت او واپس یې راکړو او ویې ویل : نه ښاغلیه! ما سره د هغه ذات پته شته چې ته یې نن رااستولی یې د بل چا پته په جیب کې په ساتلو سره زه هغه نه شم خفه کولای.
سبحان الله وبحمده، سبحان الله العظيم
قاري حکيم الله صابري