له اسلام دمخه د نړۍ دیني وضعیت ته لنډه کتنه

شپږمه میلادي پیړۍ د نړۍ پر مخ د خپل وخت هغه پیر یا دوران و چې سترو مذاهبو او ادیانو پکې خپل اصلیت بایللی و او د دید لپاره یې قواره دومره سپکه شوې وه، چې که به یې هر څومره ځان په ښه لباس کې وپوښلو، بیا به هم د اعتماد وړ نه و، ځکه احکام پکې د خپل نص له مخې نه وو ساتل شوي, بلکې دومره ادلون او بدلون یې تجربه کړی و، چې یوازې د هر مستبد د زړه هیلې یې پوره کولې اوبس.

شپږمې میلادي پیړۍ د داسې مذاهبو د جهالت پړونی په سر کړی و جې د ټولو پيغمبرانو هیلې یې په مراد ونه رسولې بلکې لا ېې انسانیت د لارې په اوږدو کې داسې زخمي کړ چې الهي احکام د یوې طبقی د هیلو په کاروان راټولې وې او دې کاروان به د ځان لپاره د دین په جامه کې هغه څه حاصلول، چې ترڅو یې ګټې پکې خوندې وې، او یا به دا کاروان د تزلزل په بریښناوو سره ولړزول شو او هر څه به خلاص شول.

بس دا ټولې ناخوالې د همدې عصر د جاهلانه بشري ماشین د عمليو پايلې وې.

د دې دور پرمهال هغه ادیانو چې د زور او جبر ترڅنګ د وګړو د پراخو مداخلو له کبله یې حیثیت او زور بایللی و؛ غواړم يادونه وکړم. خو باید په یاد مو وي چې دې مذاهبو او ادیانو د خپل وخت لوی نوم درلود خو د مسلطو پراخو بدلونونو په نتیجه کې څه ورپاتې نه وو ، نو د خپل قدامت له مخې راځو هر یو مذهب له وړوکي عنوان سره تشریح کوو ترڅو د هغه مهال درک ترې وشي.

 

2H 26070

۱- یهودیت:

یهودیت په شپږمه پیړۍ کې د یوه میراثي دین بڼه اختیار کړېوه، نه يې نړۍ ته نوی پیغام درلوده، نه یې ولسونو ته ګټوره بلنه او نه یې هم له انسانانو سره کومه خواخوږي درلوده. د توحید له ښکلې عقیدې هم څه ورسره پاتې نه و هغه څه چې ابراهیم (عَلَيْهِ السَّلَام) او یعقوب (عَلَيْهِ السَّلَام) یې خپلو اولادونو ته د ټینګ پاتې کیدو توصیه کړې وه، دا هغه لویه ځانګړنه وه چې ددې دین د درناوي راز ګڼل کیده.

یهودیت د خپلې دې بې باوری سره د بت لمانځنې تر اغېزې لاندې شو او خپل ټول تقدس یې د مستبدو او هغه کسانو له اړخه بايلود چې د دین محور یې د خپلو ګټو او تقاضا په مسیر راڅرخولو، دا ګواهي د یهودو مقدس کتاب(تلمود) هم ورکوي چې« يهودو د بت لمانځلو عقیدې سره کمسارې مینه لرله».

د یهودو د کم عقلی، د انساني شرف نه ساتلو، غدر، ظلمونو، په توحید او دین د بې بنسټه خبرو د تړلو ټولې بیلګې په سند سره د یهودو په تلمود نومي کتاب کې چې یهودو ته د شپږمې میلادي پیړی پرمهال تر تورات هم سپیڅلی و راغلي دي.

 

2H 10848

۲ـ نصرانیت:

د شپږمې میلادي پیړی له ادیانو يو هم نصرانیت و چې دلاس وهونکو د لاس وهنې، د ناپوهانو د توجیه ګانو او د روم د بت لمانځونکو نصرانیانو ښکار شوی و.

د څلورمې میلادي پیړی په اختتام سره په عیسویت کې د دريو خدایانو عقیدې ظهور او پرمختګ وکړ او تر نولسمې پیړی پورې دا طریقه د دین د يوه مهم بنسټ په توګه روانه وه، چې بلاخره د نولسمې په اواخرو کې خلک په دې پوه شول چې دا عقیده بې آساسه ده.

جالبه خو دا ده؛ چې د څلورمې پیړی انسانیت په غاړه اخیستی ذمه تر نولسمې پیړی پورې په ښه توګه انتقال نه کړه.

د لیکوالانو په باور نصرانیت هم دخپلو تورو تيارو په راوستلو سره خپلو خلکو ته د قناعت څه نه درلودل او هماغه و چې دوی د خپلو نېکو کسانو د مجسمو په جوړولو لاس پورې کړ, او د وخت په تیریدو سره یې د تعظيم سرونه ښکته کړل، بلاخره دا کړنه پکې د دین د يو اصل په توګه پرې حاکمه شوه نو په دې توګه نصرانیت هم د بت لمانځنې ډګر ته پښه کیښوده، هماغه و چې د شپږمې میلادي پیړی په راتګ سره د شام، مصر او عراق نصرانیانو د حضرت عيسی (عَلَيْهِ السَّلَام) په حقانیت او حقیقت خونړی جګړې وکړلې، کورونه، کليساوې د جنګ په سنګرونو بدل شول، قتلونه او وژل دومره عام شول چې هر چا به د ځان د ساتنې په خاطر په يو سمت کې غړیتوب اخیسته.

بلاخره نصرانیت نه د حال کنټرول درلود، نه یې د مهار لپاره کومه ځانګړې طرحه او نه یې هم د خلکو لپاره ښه زېری.

۳- مجوسيان:

مجوسيان د ورځې په څلورو وختونو کې د څلورو طبیعی عناصرو لکه(اور، لمر، اوبه، سپوږمی) په عبادت تېروله.

لوی لوی اورغالي یې جوړ کړي و او دا اورغالي به یې د اور په لمبو تاند ساتلي و ترڅو اور مړ نه شي.

دوی په بت لمانځنې او دوه خدایانو (آهور مزدا) او (اهريمن) باور درلودلو چې ددې دواړو خدایانو د پلویانو ترمنځ به سیالی، شخړې او جګړې هم روانې وې.

د یادونې ده چې مجوسېت مذهب د پخواني فارس او اوسني ايران په اصلي او فرعي برخو باندې حاکمیت درلوده.

۴-هندوییزم:

دا مذهب د ډیرو خدايانو په لرلو سره د مذاهبو په کټګوريو کې ځانګړی شهرت لري.

دا مذهب د هند په لر او بر حاکم و چې د بتانو شمير یې دېرش کروړه(۳۳۰میلیونه) ته رسیده.

خو د هند په سېمه هم هندوییزم او هم بوداییزم پراخ پلویان درلودل چې د کثرت له مخې بوداییزم له هندوییزم دمخه و، خو په اصل کې دواړه مذاهب د بت لمانځنې په بنسټ ولاړ دي.

دا بیا د جهالت هغه عقیده وه چې د نورو مذاهبو څخه ځوريدونکي او خپه کسان ټول به ورته راميلمانه کیدل.

 

اسلام او نور دینونه

۵- کنفیوشسیت او تاویزم:

د هغه مذاهب و چې د سپيڅلتيا زمزمې یې یوازې داستاني او افسانوي رنګ درلود.

ددې مذهب سیوری د چين په لویه سیمه خور و، پيروانو یې خپل ځانونه له نورو مذاهبو لوړ ګڼل، همدا علت و چې دوی نه غوښتل له نورو جوامعو سره د راشه، درشه اړيکې وپالي بلکې په ځانګړې ډولۍ کې ېې د ژوند هیلې پوره کولې.

دا عقیده له عباداتو پرته په اخلاقیاتو متکي وه له وکړه، مه کړه يې پرته خپلو پلويانو ته بل زیری نه درلود.

نو د پورته تفصیل په‌ اختصار سره ويلای شو چې شپږمه میلادي پیړۍ د مذاهبو له لمنې نیمګړې نړۍ وه، هیڅ داسې مذهب پاتې نه و چې د الهي رسالت پیغام یې دې له ځان سره ساتلی وي .

بالاخره کله چې حضرت عیسی (عَلَيْهِ السَّلَام) په ۳۳ کلنی کې د خپل رب لوري ته ورځي له هغې مهاله بیا تر حضرت محمد مصطفی (ﷺ) پورې چې شپږ سوه(۶۰۰) کاله کیږي په کامله توګه انسانیت ختم شوی و، داسې هیله نه وه موجوده چې بشري کتله يې د نورو په تقلید سره پیروي وکړي او ځانونه انسانیت د معیار په ښودولو سره په رقابتي سیالی کې مخکښ کړي خو دا ټولې د بشر انګیرنې وې چې ددې حالت د سمون خوبونه یې په اوبو لاهو کړي و.

مګر کله چې الهي رحمت په ۵۷۱ ميلادي کال نازل شو نو د حضرت محمد مصطفی (ﷺ) په مبارک او ګلورین شخصيت سره یې هغه ځمکه خړوبه کړه، چې کلونه کلونه يې د انسانیت د بقا لپاره میوه نه وه ورکړې، د هیلو د ټوکیدلو لپاره یې د تخم دانې ته خپله سینه نه وه چاک کړې همدا زموږ د رب لایزال قدرت و چې د خپل پیغام په حقانیت او رسول په منګلو ېې دا خاوره د کښت لپاره چمتو کړه.

دې خاورې داسې حاصل ورکړ چې د عربو له سینې نه یې د الهي حقانیت میوه د ځمکې په سر میشتو مېلمنو ته هم وويشله، خو هغه چا چې دا میوه وغوړله هغوی نه یوازې ددې بڼ د لارویانو مشالونه شول، چا چې انکار وکړ، هغه یې د یوه داسې ځای میلمانه کړل چې بدنونو یې بدبویی وکړلې او ځمکه دومره ورته تم نه شوه چې د حساب تر ورځې یې له ځان سره وساتي.

ماسټر حسیب الله «وحدت»


د پوهنتون چینل نوې ویدیو


پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe

Editorial

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
واسع ویب