لنډه کیسه: دوه(2) پیغلې

لنډه کیسه
دوه پیغلې

کړپ شو، د کور له عمومي دروازې دوه په عمر پخې او دوه په عمر خامې انجونې د کور انګړ ته را دننه شوې، دوی له څېرو نااشنا ښکارېدې، دوو خامو انجونو سره دوه درنې کڅوړې په لاس کې وې. زه چې د انګړ په دالان کې په لوبو بوخت وم، یوې په عمر پخې ښځې په لوړ آواز را غږ کړ؛

هۍ زویه! په کور کې مو څوک شته؟

زه پرته له دې چې د دغې په عمر پخې ښځې پوښتنې ته ځواب ووایم، مور پسې ورغلم؛

مور مې په پخلنځي کې د لوښو په مینځلو بوخته وه، په منډه د پخلنځي په لور ورغلم، مور ته مې وویل:

  • مورې! وه مورې!

  • قربان زویه! څه ټکه پرېوته؟ خیر خو دی؟

  • هو مورې، خیریت دی، کور ته څلور نااشنا ښځې راغلې دي، ولې ته د دروازې په کړپا پوه نه شوې؟

  • څه وایې زویه؟ زه خو هېڅ پوه نه شوم، ته صبر وکړه چې زه دا لاسونه په اوبو ووینځم، اوس به ورشم.

مور مې په بیړه د پخلنځي لوښي په نژدې رواکونو کې ځای پر ځای کړل. زه هم له مور سره په پخلنځي کې پاتې شوم. مور مې د لاسونو مینځلو په موخه بمبه خلاصه کړه، له دې سره د دهلیز عمومي دروازه له ټک سره بنده شوه. زه ورخطا شوم، مور مې په غیږ کې کلک ونیولم. مور مې بهر دهلیز ته په حیرانۍ کتل او هڅه یې کوله، تر څو چیغه ووهي، خو غږ یې له ستوني ونه شو ایستل. کله چې ما هم د دهلیز پر لور وکتل، داسې څه مې ولیدل چې ما یې تصور هم نه کاوه، یوې ځوانې پیغلې توپانچه زما د مور سر ته نیولې وه.

یوه بله انجلۍ د سترګو په اشاره زما مور وپوهوله چې په کور کې هر ډول قیمتي شیان او پیسې وي، باید ور تسلیم یې کړي. مور مې له ډېرې وېرې رنګ تک زرغون اخېستی و، خوله یې وچه شوه، ژبه یې بنده شوه. نه پوهېده چې څه وکړي. د توپانچې لټ په زوره کش شو. د مور له خولې مې چیغه ووته او وې ویل:

«موږ په کور کې هېڅ نه لرو، د خدای لپاره له کوره ووځئ».

بې وسلې پیغله رامخته شوه او زما مور یې له ویښتو کلکه ونیوله او ورته یې وویل: «که قیمتي شیان او پیسې رانکړې، تا او دا کوچنی زوی دې ژوندي نه پرېږدو».

مور مې پرته له بلې خبرې د خپلې خونې په لور لاړه. دواړه انجونې هم ورو ورو، قدم په قدم ورپسې روانې شوې. لږه شیبه وروسته زما مور د خپل واده شپږ تولې ګاڼه او د پلار په زحمت ګټلې پیسې ښځینه غلو ته په لاس ورکړې. انجونو مې مور په اخطاریه ډول وپوهوله چې موږ یوازې د اوبو څښلو لپاره راغلي وو. موږ غله نه یو او نه مو ستا ګاڼه غلا کړې ده او خبردار! که خبره دې رسوا کړې او یا دې پر موږ د حوزې پولیس خبر کړل، ژوندۍ به دې پرې نه ږدو.

په دې خبرو سره د دروازې له شا د یو بوډا آواز واورېدل شو. ژر کوئ انجونو!!! د پولیسو ګزمه نژدې ده او باید په وخت له دې ځایه ووځو. انجونې له سرو زرو او پیسو سره له کوره په بیړه ووتې. زه له ډېری وېرې د خپلې مور په غیږ کې وم، د مور له سترګو مې بې غږه مړې اوښکې زما په مخ مړې مړې پرېوتې.

لیکوال: شاکرالله وفادار

نور کیسې دلته ولولئ

ګرم بازار (لنډه کیسه)

 


د پوهنتون چینل نوې ویدیو


پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe

Editorial

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Atomic Habits
Back to top button
واسع ویب