د لمونځ بشپړه ژباړه او طریقه

 

تکبير :

الله اکبر
الله ډېر لوی دی.

ثنا:

سُبْحَانَکَ اللَّهُمَّ وَبِحَمْدِکَ، وَتَبَارَکَ اسْمُکَ، وَتَعَالَی جَدُّکَ، وَلَا اِلَهَ غَيْرُکَ
ژباړه: اې الله! پاکي او ستاینه یوازې تا لره ده، ستا نوم مبارک دی، ستا شان لوړ دی او له تا پرته بل معبود نشته.

تعوذ:

اَعُوذُ بِاللهِ مِنَ الشَّيْطَانِ الرَّجِيْمِ
ژباړه: زه خدای ته پناه وروړم چې له رټل شوي شیطان څخه مې وساتي.

تسمیه:

بِسْمِ اللهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيْمِ
ژباړه: د الله په نوم پیل کوم، چې لورین او مهربان دی.

د فاتحې سورت:

اَلْحَمْدُ للهِ رَبِّ الْعَالَمِيْنَ (۱) الرَّحْمـنِ الرَّحِيمِ (۲) مَـلِكِ يَوْمِ الدِّينِ (۳) إِيَّاكَ نَعْبُدُ وَإِيَّاكَ نَسْتَعِيْنُ (۴) اهْدِنَا الصِّرَاطَ الْمُسْتَقِيمَ (۵) صِرَاطَ الَّذِينَ أَنعَمتَ عَلَيْهِمْ غَيْرِ المَغْضُوبِ عَلَيْهِمْ وَلَا الضَّالِّينَ (۶)
ژباړه: د ټولو عالمونو پالونکي الله ته ثنا ده، چې لورین او مهربان دی، د قیامت د ورځې څښتن دی. خدایه! یوازې ستا عبادت کوو او یوازې له تا مرسته غواړو. موږ ته نېغه لار وښیه، د هغو کسانو لار چې پر دوی دې نعمتونه لورولي دي، نه د هغو چې ته پرې قهرېدلی یې او نه د بېلارې خلکو لار.

د اخلاص سورت:

قُلْ هُوَ اللهُ اَحَدٌ (۱) اللهُ الصَّمَدُ (۲) لَمْ يَلِدْ وَلَمْ يُوْلَدْ (۳) وَلَمْ يَكُنْ لَّهُ كُفُوًا اَحَدٌ (۴)
ژباړه: (ای پیغمبره) ووایه: الله یواځې یو دی. الله بې‌نیازه دی. نه یې څوک زېږولی او نه له چا زېږېدلی دی، او نه یې څوک سیال شته.

د رکوع تسبيح:

سُبْحَانَ رَبِّيَ الْعَظِيْم
ژباړه: زما ستر رب پاک دی.

د قومې (له رکوع څخه د ولاړېدو) تسميع:

سَمِعَ اللهُ لِمَنْ حَمِدَه
ژباړه: الله د ستاینې ویونکي ثنا واورېده.

د قومې تحميد:

رَبَّنَا لَکَ الْحَمْدُ
ژباړه: ربه! ټولې ستاینې یوازې ستا لپاره دي.

د سجدې تسبيح:

سُبْحَانَ رَبِّيَ الْأَعْلَی
ژباړه: زما رب ډېر لوړ دی.

تشهد:

اَلتَّحِيَّاتُ للهِ وَالصَّلَوَاتُ وَالطَّيِّبَاتُ، اَلسَّلَامُ عَلَيْکَ اَيُّهَا النَّبِيُّ وَرَحْمَةُ اللهِ وَبَرَکَاتُهُ، اَلسَّلَامُ عَلَيْنَا وَعَلَی عِبَادِ اللهِ الصَّالِحِينَ، اَشْهَدُ اَنْ لَّا اِلَهَ اِلَّا اللهُ، وَ اَشْهَدُ اَنَّ مُحَمَّدًا عَبْدُهُ وَرَسُوْلُهُ.
ژباړه: ثنا، لمونځونه او پاکۍ یوازې الله ته دي. ای نبي! پر تا دې سلام وي، د الله رحمت او برکتونه دې پر تا وي. پر موږ او د الله پر نیکو بنده‌ګانو دې سلام وي. ګواهي ورکوم چې له الله پرته بل معبود نشته او ګواهي ورکوم چې محمد صلی الله علیه وسلم د الله بنده او رسول دی.

درود:

اَللَّهُمَّ صَلِّ عَلَی مُحَمَّدٍ وَعَلَی آلِ مُحَمَّدٍ، كَمَا صَلَّيْتَ عَلَی إِبْرَاهِيمَ وَعَلَی آلِ إِبْرَاهِيمَ، إِنَّكَ حَمِيدٌ مَجِيدٌ. اَللَّهُمَّ بَارِكْ عَلَی مُحَمَّدٍ وَعَلَی آلِ مُحَمَّدٍ، كَمَا بَارَكْتَ عَلَی إِبْرَاهِيمَ وَعَلَی آلِ إِبْرَاهِيمَ، إِنَّكَ حَمِيدٌ مَجِيدٌ.
ژباړه: اې الله! پر محمد صلی الله علیه وسلم او د هغه پر کورنۍ رحمت ووروه، لکه څنګه چې دې پر ابراهیم علیه السلام او د هغه پر کورنۍ رحمتونه لورولي وو. بېشکه ته ستایل شوی او لوی یې. اې الله! پر محمد صلی الله علیه وسلم او د هغه پر کورنۍ برکتونه ووروه، لکه پر ابراهیم علیه السلام او د هغه پر کورنۍ چې دې برکتونه لورولي وو. بېشکه ته ستایل شوی او لوی یې.

دعا:

اَللَّهُمَّ رَبَّنَا آتِنَا فِي الدُّنْيَا حَسَنَةً، وَفِي الْآخِرَةِ حَسَنَةً، وَقِنَا عَذَابَ النَّارِ
ژباړه: اې الله! په دنیا کې ښه نصیب راکړه، په آخرت کې ښه نصیب راکړه، او له دوزخي اوره مو وساته.

سلام:

السَّلَامُ عَلَيْکُمْ وَرَحْمَةُ اللهِ
ژباړه: پر تاسو دې سلام او د الله رحمت وي.


د لمانځه طريقه

  • اودس وکړه او پاک کالي واغونده.

  • پر پاک ځای قبلې ته مخامخ ودرېږه.

  • نیت وکړه.

  • دواړه لاسونه غوږو ته یوسه او “الله اکبر” ووایه.

  • لاسونه د ناف لاندې وتړه.

  • لومړی ثناء ولوله، بیا تعوذ، بیا بسم الله، بیا الفاتحه او ورپسې یو بل سورت.

  • رکوع ته لاړ شه او درې ځله تسبیح ووایه.

  • بیا نېغ ودرېږه، “سَمِعَ اللهُ…” او “رَبَّنَا لَکَ الْحَمْدُ” ووایه.

  • سجده وکړه، درې ځله تسبیح ووایه.

  • کیناستل او دوهمه سجده وکړه.

په دې ډول یو رکعت پوره کېږي. په دوهم رکعت کې همدغه عمل تکرار کړه او بیا تشهد، درود او دعا ووایه. وروسته سلام ګرځوه (ښي اړخ او بیا کيڼ اړخ).


د لمانځه اړوند اصطلاحات

۱- فرض

هغه عمل چې په قطعي دلیل ثابت وي. انکار یې کفر دی، او پرېښوونکی یې (بې عذره) فاسق دی.

  • فرض عین: پر هر مسلمان لازمي دی.

  • فرض کفایي: که یو څو یې ترسره کړي، د نورو له غاړې ساقطېږي. که هېڅوک یې ونه کړي، ټول ګناهګار کېږي.

۲- واجب

په ظني دلیل ثابت شوی عمل. پرېښوونکی یې فاسق او د عذاب وړ دی، خو انکار یې کفر نه دی.

۳- سنت

هغه عمل چې رسول الله صلی الله علیه وسلم یا صحابه‌وو کړی وي.

  • سنت مؤکد: هغه سنت چې رسول الله صلی الله علیه وسلم تل ترسره کړی وي. پرېښودل یې لویه ګناه ده.

  • سنت غیر مؤکد (زواید): کله ناکله پرېښودل شوی دی. پرېښوونکی ګناهکار نه دی.

۴- نفل

هغه عمل چې فضیلت یې ثابت وي، خو پرېښوونکی ګناهکار نه دی. ورته مستحب، مندوب او تطوع هم وایي.

۵- حرام

هغه کار چې په قطعي دلیل حرام وي. کوونکی یې فاسق او د عذاب وړ دی، او انکار یې کفر دی.

۶- مکروه تحریمي

هغه کار چې د حرمت حکم یې په ظني دلیل وي. کوونکی یې ګناهکار دی، خو منکر یې کافر نه دی.

۷- مکروه تنزیهي

هغه عمل چې په پرېښودو کې ثواب وي او په کولو کې ګناه نه وي، خو ښه کار هم نه ګڼل کېږي.

۸- مباح

هغه عمل چې په کولو او پرېښودو کې نه ثواب وي او نه عذاب.


✍️ لیکوال: مفتي عبدالرؤف قاسمي


د پوهنتون چینل نوې ویدیو


پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe

Editorial

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Atomic Habits
Back to top button
واسع ویب