قرآني ګټورې خبرې

هر مسلمان چې يو كار كوي نو په بسم الله يې پيل كوي . دا ځكه چې هر كار د خداى ټه نوم او خداى په فضل  پيل كيږي او سرته رسيږي.

څوك چې اودس كوي نو لومړی بسم الله وايي , د ډوډۍ خوړل هم په بسم الله شروع كيږي , څوك چې په سفر ځي نو بسم الله وايي , چې بازار ته ځي هم بسم الله وايي , جومات ته د ننوتلو په وخت كې هم بسم الله ويل كيږي , چې ويده كيږي او له خوبه پاڅيږي نو بيا هم بسم الله وايي لنډه دا چې هر كار په بسم الله شروع كيږي . هر كار چې په بسم الله شروع شي په هغه كار كې خداى پاك بركت اچوي.

د خداى پاك او د هغه د مخلوقاتو تر مينځ  يوه رابطه موجوده ده. دا رابطه د خالق او مخلوق تر مينځ رابطه ده. خداى پاك پر ځمكه او آسمان كې د ټولو مخلوقاتو خالق دى , هغه د ټولو موجوداتو مالك دى او هغه د ټولو مخلوقاتو د چارو مدبر دى. يو ماشوم چې دنيا ته راځي نو خپل رزق له ځان سره راوړي , دا رزق ورته خداى پاك وركوي.

د خداى عبادت په ټولو مسلمانانو فرض دى. د خداى پاك له عبادت څخه پرته د بل چا عبادت روا نه دى. خداى پاك خپلو بندكانو ته د توان او توفيق وركوونكى دى , هغوى ته د مستقيمې لاری ښوونكی او رحم كوونكى دى . د خداى هر بنده بايد د خداى پاك څخه د مستقيمې لارى هدايت وغواړي . هيڅ مسلمان ته نه ښايي چې د خداى پاك له رحمت څخه مايوسه شي , كه څوك مايوسه كيږي نو هغه كافر كڼل كيږي.

په ژوند كې په هر چا باندې ښې او بدې ورځې  راځي . د انسان په لاس ك هيڅ نشته . انسان ډير بى وسه او  ډير عاجز دى. انسان بايد په هر وخت او زمان  كې د خداى پك شكر پر ځاى كړي .

نعمتونه د خداى پاك په لاس كې ديې. څوك كه نعمت غواړي نو په ډير اخلاص دى له خداى پاك څخه وغواړي . هدايت كوونى خداى پاك دى نو د ښې لارې هدايت هم د خداى څخه غوښتل كيږي. هغه څوك چې د خداى پك شكر پر ځاى كوي نو خداى پاك ورته په نعمت كې بركت اچوي.

د خداى پاك شكر پرځاى كول ډيرى كټې لري . څوك چې د خداى پا ك شكر  پرځاى كوي , د هغه په زړه كې د م ينې او محبت احساس پيدا كيږي . د ژوند په بوستان كې يې د مينې رنګارنګ ګلونه پانستل كيږي او له دى سره د ژوند فضا د عشق او محبت  په عطرو معطره كيږي.

خداى پاك په دنيا او آخرت کې د خپلو بندپګانو مالك دى . د خداى پاك په ملكيت كې هيڅوك دخالت نه شي كولاى.

خداى پاك خپل هيڅ بنده ته دا حق نه دى وركړی چې د هغه بندګانو ته زيان او تاوان ورسوي , دا ځكه چې ټول د خداى بندکان دي او يو بنده په بل بنده ظلم او زياتى نه شي كولاى , دا د خداى حكم دى. ځيني خلك د خداى په بندكانو ظلم زياتى كوي , دا خلك نه پوهيږ ي , دوي د خداى له حكم څخه سرغړونه كوي , دوى له  خداى , قران او رسول څخه يره نه لري.

فضل الله رشتين

Wasiclinic YouTube Channel

Youtube video

Subscribe to Our YouTube Channel
Subscribe

پوهنتون تعلیمي یوتیوب چینل

Youtube video

چینل سبسکرایب او شریک کړئ
Subscribe

Editorial

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
واسع ویب