قتل (وژنه)- لوي ګناهونه
قتل (وژنه)
الله جل جلاله فرمايلي دي:وَمَن يَقْتُلْ مُؤْمِنًا مُّتَعَمِّدًا فَجَزَآؤُهُ جَهَنَّمُ خَالِدًا فِيهَا وَغَضِبَ اللّهُ عَلَيْهِ وَلَعَنَهُ وَأَعَدَّ لَهُ عَذَابًا عَظِيمًا )93( (1) څوك چې يو مومن په قصداً ووژني نو سزا يې دوزخ دى چې د تل لپاره به په كې استوګن وي او الله جل جلاله ورباندې قهركړى دى، رټلى يې دى او ستر عذاب يې ورته چمتو كړى دى.
الله جل جلاله په بل ايت كې فرمايلي دي :وَالَّذِينَ لاَ يَدْعُونَ مَعَ اللَّهِ إِلَهًا آخَرَ وَلاَ يَقْتُلُونَ النَّفْسَ الَّتِي حَرَّمَ اللَّهُ إِلاَّ بِالْحَقِّ وَلاَ يَزْنُونَ وَمَن يَفْعَلْ ذَلِكَ يَلْقَ أَثَامًا )68( يُضَاعَفْ لَهُ الْعَذَابُ يَوْمَ الْقِيَامَةِ وَيَخْلُدْ فِيهِ مُهَانًا )69( إِلاَّ مَن تَابَ وَآمَنَ وَعَمِلَ عَمَلاً …)70( (2)
ژباړه : او هغوى چې د الله جل جلاله سره بل الله نه رابولي او نه هم پرته د حق نه هغه كس وژني چې الله جل جلاله يې وژنه حرام كړې ده او نه زنا كوي او څوك چې داسې كار وكړي هغه به خپله ګناه مومي ، د هغه دپاره به دقيامت په ورځ عذاب دوباره كړي او همېشه به په كې خوار او ذليل پروت وي .مګر توبه وباسي ، ايمان راوړي او نيك عمل وكړي .
الله جل جلاله فرمايلي دي : مِنْ أَجْلِ ذَلِكَ كَتَبْنَا عَلَى بَنِي إِسْرَائِيلَ أَنَّهُ مَن قَتَلَ نَفْسًا بِغَيْرِ نَفْسٍ أَوْ فَسَادٍ فِي الأَرْضِ فَكَأَنَّمَا قَتَلَ النَّاسَ جَمِيعًا…)32( (3) له همدې امله مو په بني اسرائيلو باندې دا فرمان ليكلى وو چې هر چا يو كس د بل كس له بدلې او يا په ځمكه كې له فساده پرته ووژلو نو ( وګڼئ ) چې ټول انسانان يې وژلي دي .الله جل جلاله فرمايلي دي : وَإِذَا الْمَوْؤُودَةُ سُئِلَتْ)8(بِأَيِّ ذَنبٍ قُتِلَتْ) 9( (1) كله چې د ژوندۍ ښخې شوې جينۍ څخه وپوښتل شي چې په څه ګناه وژل شوې ده؟
پېغمبر صلی الله علیه وسلم فرمايلي دي : ( اجتنبوا لسبع الموبقات ) كرقتل النفس التى حرم الله الا بالحق (2) وقال رجل للنبى صلی الله علیه وسلم اى الذنب اعظم عندالله تعالى ؟ قال : ( ان تجعل الله نداً وهو خلقك) قال : ثم اى ؟قال : ( ان تقتل ولدك خشية ان يطعم معك ) قال: ثم اى؟ قال: ( ان تزانى حليلة جارك)
ژباړه: ( داوو تباه كوونكو څخه ځانونه وساتئ لكه ديوداسې كس وژل چې وژنه يې الله جل جلاله حرامه كړې وي ، بيا يو كس رسول الله ته وويل : د الله جل جلاله په وړاندې كومه ګناه لويه ده ؟ پېغمبر صلی الله علیه وسلم ورته وويل : چې دالله جل جلاله سره شريك ونېسې په داسي حال كې چې ته الله جل جلاله پيدا كړى يې بيا يې وويل بيا كومه ګناه لويه ده ؟ پېغمبر صلی الله علیه وسلم ورته وويل : ( چې دلوږې د ډاره اولاد ووژنې ) بيا يې وويل بيا كومه ګناه لويه ده ؟ پېغمبر صلی الله علیه وسلم ورته وويل : ( د ګاونډي د ښځي سره زنا وكړې )
الله جل جلاله د دې خبرې پخلۍ په قرانكريم كې كړى دى: (وَالَّذِينَ لاَ يَدْعُونَ مَعَ اللَّهِ إِلَهًا آخَرَ وَلاَ يَقْتُلُونَ النَّفْسَ الَّتِي حَرَّمَ اللَّهُ إِلاَّ بِالْحَقِّ وَلاَ يَزْنُونَ ) (3) ( او هغوى چې د الله جل جلاله سره بل الله نه رابولي او نه هم پرته د حق نه هغه كس وژني چې الله جل جلاله حرام كړى دى او نه زنا كوي ).
پېغمبر صلی الله علیه وسلم فرمايلي دي : ( اذا التقى المسلمان بسيفيهما فالقاتل والمقتول فى النار ) قيل : يارسول الله صلی الله علیه وسلم ، هذاالقاتل فما بال المقتول؟ قال : ( لانه كان حريصاً على قتل صاحبه ) ( دوه مسلمانان چې د يوبل د وژلو په تكل په يوبل پسې تورې راوباسي دواړه دوزخيان دي يوه كس پېغمبر صلی الله علیه وسلم ته وويل اى د الله جل جلاله پېغمبره ! قاتل ( وژونكى ) خو ګناهګار دى د مقتول ( وژل شوي ) نو څه ګناه ده ؟ پېغمبر صلی الله علیه وسلم ورته وويل : (چې وژل شوي كس خو هم د دې بل پسې ( په دې نيت ) توره را اېستلې وه چې وې وژني .)
امام ابو سليمان الخطابي وايي : ( دا په هغه حال كې وي چې داوړه د يو مقصد دپاره نه جنګيږي يعني ديو بل سره په ضد ( دښمنۍ ) ، تربورګلوۍ ( قوميت ) ، ددنيا په لټه ،په چوكۍ او يا په سرلوړۍ ( لويى او مشرۍ ) باندې وجنګيږي او مړه شي . ) او هغه څوك چې د باغيانو سره د ځان د د ساتنې او يا عزت په خاطر جنګ وكړي مړشي او يا باغي ووژني هغه د دې حديث په حكم كې نه راځي ، ځكه چې هغه ته د ځان ساتنې له پاره د جنګ امر شوى دى ، څوك چې د مسلمانانو باغيانو او شوكمارو ( قطاع الطريق ) سره جنګيږي هغوى د باغيانو د وژلو په هڅه كې نه وي ، كه چيرې باغي د بغاوت څخه لاس واخلي او يا توبه وباسي د هغه د وژلو يا ورسره د جنګ كولو حق هيڅوك نه لري او كه څوك د دې په خلاف څوك ووژني هغوى د دې حديث په حكم كې شامل دي .( والله اعلم )
پېغمبر صلی الله علیه وسلم فرمايلي دي: (لا ترجعوا بعدى كفاراً يضرب بعضكم رقاب بعض ) (1) اى مسلمانانو زما د وفات څخه وروسته مه كافرانيږى چې ځينې د ځينې نورو څټونه ووهى .
پېغمبر صلی الله علیه وسلم په بل حديث شريف كې فرمايلي دي : ( لا يزال العبد فى فسحة من دينه مالم يصب دماً حراماً ) (2) يو كس ترهغه پورې په خپل دين باندې وي تر څوپورې يې چې حرامه وينه تويه كړې نه وي ) پېغمبر صلی الله علیه وسلم فرمايلي دي : ( اول مايقضى بين الناس يوم القيامة فى الدماء )(3) د قيامت په ورځ باندې به دخلكو په مينځ كې لومړى حساب د ويني كيږي.
يو حديث شريف د پېغمبر صلی الله علیه وسلم څخه روايت شوى دى وايي : ( لقتل مومن اعظم عندالله من زوال الدنيا ) د يو مسلمان كس وژنه د الله جل جلاله په وړاندې د ټولې نړۍ دختمېدو څخه ډېر ارزښت لري . پېغمبر صلی الله علیه وسلم فرمايلي دي : ( الكبائر الاشراك بالله وقتل النفس واليمن الغموس )(4) دالله جل جلاله سره شريك نيول ، وژنه او غموس ( د دروغو ) قسم دى . غموس قسم ته ځكه غموس وايي چې قسم كوونكي ته به په دوزخ كې غوټې وركول كيږي .
پېغمبر صلی الله علیه وسلم فرمايلي دي : ( لا تقتل نفس ظلماً الا كان على ابن ادم الاول كفل من دمها لانه اول من سن القتل )
ژباړه: ( په ظلم باندې چې يو كس وژل كيږي د آدم علیه السلام د لومړي ځوى برخه به په كې وي ځكه چې د قتل ( وژنې ) لومړى بنسټ ايښودونكى دى ) دا حديث په صحيحنو كې راغلى دى.پېغمبر صلی الله علیه وسلم فرمايلي دي : ( من قتل معاهداً لم يرح رائحة الجنة وان رائحتها لتوجد من سيرة اربعين عاماٌ ) څوك چې يو ذمي ووژني د جنت بوى به هم ونه مومي مګر د څلويښتو مترو په واټن كې به يې محسوس كړي . ( په بخاري كې راغلى دى
د يو ذمي ( يهودي او نصارى ) چې په اسلامي دولت كې امن وركړ شوى وي وژل دومره عذاب لري نو د يو مسلمان وژل به لا څرنګه وي ؟ پېغمبر صلی الله علیه وسلم فرمايلي دي : ( الا ومن قتل نفسا معاهدة لها ذمة الله وذمة رسوله فقد اخفرذمة لله ولايرح رائحة الجنة وان ريحها ليوجد من مسيرة خمسين خريفاٌ ) خبردار! چا چې يو ذمي ( چې ذمه يې په الله جل جلاله او پېغمبر صلی الله علیه وسلم باندې وي ) وواژه په حقيقت كې وژونكي د الله جل جلاله ذمه ماته كړه ، نو دى به د جنت بوى هم ونه مومي كه چيري يې حس هم كړي نو د پنځوس كالو په فاصله كې به وي . ( دا حديث ترمذي روايت كړى دى )
پېغمبر صلی الله علیه وسلم فرمايلي دي : ( من اعان على قتل مسلم بشطركلمة لقى الله مكتوب بين عينه ايس من رحمة الله تعالى ) (1) كه چا د يو مومن په وژلو كې د نيمي خبرې په اندازه مرسته وكړه د قيامت په ورځ به دالله جل جلاله سره په داسي حال كې وګوري چې په تندى به يې ليكل شوي وي د الله جل جلاله درحمت څخه ناامېده! ( امام احمد يې روايت كړى دى ).
معاويه رضی الله تعالی عنه وايي رسول الله صلی الله علیه وسلم وويل : ( كل ذنب عسى الله ان يغفره الا الرجل يموت كافراٌ او الرجل يقتل مومنا متعمداً ) (1)
ژباړه :الله جل جلاله به ټول ګناهونه ډېر ژر وبخښي مګر د هغه كس ګناهونه به ونه بخښي چې كافر مړ شوى وي او بل هغه كس چې يو مومن قصدًا ووژني ) ( دالله جل جلاله څخه د بخښنې سوال كوو
(1) سورة النساء الاية 93
(2) سورة الفرقان الايات 68 ، 69 ، 70 .
(3) سورة لمائدة الاية 32
(1) سورة التكوير الايات 8، 9
(2) رواه بخارى ومسلم بدون الاية، وراوه الترمذى والنسائى فى رواية بهما ، مع ذكر الاية كلهم عن ابى مسعود الانصارى فالهالمنذرى فى الترغيب والترهيب .
(3) سورة الفرقان الاية 68.
(1) متفق عليه من حديث ابى بكر وهو قطعة من ( خطبة الوداع ).
(2) تمامه، وقال ابن عمر : من ورطات الامور التى لا مخرج لمن اوقع نفسه فيها الدم الحرم بغير حله ، روالبخارى والحاكم وقال : صحيح على شرطهما والورطات جمع ورطة وهى المشكلة ، وكل امر تعسر النجاة منه 1 هـ ترغيب و ترهيب .
(3) روالبخارى ومسلم وترمذى والنسائى وابن ماجه من حديث ابن مسعود قاله المنذرى فى الترغيب .
(4) روالبخارى ومسلم والنسائى من حديث عبدالله بن عمرو بن العاص هـ منذرى .
(1) وابن ماجه فى اسناده مقال قاله المصنف فى رسالته الصغرى والاصبهانى كلهم عن ابى هريرة رفعه وراوه البيهقى من حديث ابن عمر رفعه وذكره المنذرى فى الترغيب وذكرة بصيغة التمريض .
(1) اخرجه النسائى والحاكم وقال صحيح الاسناده وروى دوحب قال وصححه عن ابى الدرداء رفعه 1 هـ ترغيب.