فوتو سنتيز عملیه سهار مهال پیلېدل| قرآن علمي اعجاز

فوتو سنتيزڅه ډول سهار مهال پیلېږی

قسم په شپه چې تیاره کېږی اوپه سهار چې سا اخلی. (التکوير ۱۷-۱۸).
د نباتاتو فوتو ستنېز Photosynthesis هغه کاربن داى اکسايد چې دانسانانو لپاره زیان لری جذبوی اوپرځای یی اکسیجن آزادوی. دیرش په سلوکې دځمکې دسر اکسیجن دځمکې دوچې دنباتاتو او اویا په سلوکې دسمندرونو لاندې نباتاتو له لاری جوړیږی .  فوتو سنتيز یوه مغلقه عملیه ده چې تراوسه په سمه توګه څوک پرې نه دی پوهیدلی . ځکه چې تعاملونه دمالیکولونو ، اتومونو اوالکترونونو په سطح صورت نیسی . نو دغه عملیه په سترګو نه شو لیدلای . خواغېزه او پایلې یی  داکسیجن اوهغو خوراکی توکو کې چې موږ ترې ګټه اخلو وینو.

د فوتو سنتيز ګټه دهغه اکسېجن له مخې چې جوړوی یی اندازه کېږی. سهارمهال کله چې دلمر وړانګې ډیرې متراکمې وی ډیرې تولیدېږی . دلمرختو په وخت پاڼې په خوله کولو پيل کوی اوپه همغه انډول دفوټو ستنتېز عملیه ګړندی کېږی. ماسپښین مهال فوتو سنتېز ورو کېږی اوسااخستنه زیاتېږی ځکه تودوخه ډېرېږی اوخوله هم زیاتېږی . دشپې مهال کله چې تودوخه کمېږی نو خوله هم کمېږی اونبات ارام کوی.

د  اذا تنفس کلمه په سهار کې اوږدې سا اخستلو ته اشاره ده . ځکه چې داکسیجن تولید چې دسا اخستنې اساسی توکی دی پیلېږی اوډیره کچه یی په همدې وخت کې وی . کله چې  الله (ج)  په هغه سوګند یادوی ، دموضوع پر اهمیت ټینګار کوی. دغه مسأله چې په قرآن کې یاده شوی دشلمې پېړۍ مهمه موندنه بلل کېږی.
شپږ مالیکوله اکسیجن + شپږ ماليکوله قند à فوتو سنتيز à شپږ ماليکوله کاربن داي اکسايد + شپږ ماليکوله اوبه
6H2O + 6CO2 – Photosynthesis à C6H12O6 + 6O2

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

د ښوونکي لارښود کتابونه
Back to top button
واسع ویب