غوره مسلمان څوك دى؟

«عن حسين بن على رضى الله تعالى عنه قال: قال رسول الله صلى الله عليه وسلم: من حسن اسلام المرء تركه ما لا يعنيه»
“له حسين بن علي رضى الله عنه څخه روايت دى چې رسول الله صلى الله عليه وسلم وفرمايل: د سړې د غوره اسلام نښه د بې ګټې څيزونو پريښودل دي”

دا حديث په خپله كوچنۍ بڼه يو له هغو لويو او جامعو لارښوونو څخه دى چې رسول الله صلى الله وسلم مونږ ته ښودلي دي. امام ابو داود طيالسي فرمايي: ما ټول پنځه زره احاديث ليكلي خو د انسان او د هغه د دين لپاره يوازې څلور احاديث بسيا كوي:
لومړى: انماالاعمال بالنيات…
دوهم: من حسن اسلام المرء…
دريم: لا يكون المؤمن مؤمنا حتى…
څلورم: الحلال بين والحرام بين…

د حديث معنى

عاقل مسلمان د ژبې د نعمت قدر پيژني او هغه پرته له كنټرول څخه همداسې ازاده نه پريږدي، بلكې يوازې په نيك او ګټور ځاى كې يې د خپل ځان او نورو لپاره استعمالوي.
«عن معاذ بن جبل (فی حديث طويل) قلت: يا نبي الله! و إنا لمؤاخذون بما نتكلم به؟ قال: ثكلتك أمك يا معاذ! هل يكب الناس على وجوههم في النار إلا حصائد ألسنتهم؟؟ » (سنن ابن ماجه)muslim piligram pry
“له معاذ بن جبل نه (په اوږده حديث كې) روايت دى چې وې فرمايل: بيا ما ورته وويل اى د الله رسوله ايا مونږ به د خولې په خبرو هم نيول كيږو؟ رسول الله صلى الله عليه وسلم راته وفرمايل: معاذه! مور دې درباندې بوره شه! ايا خلك چې د ژبې د لاس ته راوړنو څخه پرته بل څه دوزخ ته پړمخې اچوي!
د ژبې د ښوييدنو څخه يو هم دا دى چې انسان د نورو په كارونو كې ورننوزي او په داسې ځايونو كې ځان ور واچوي چې اصلا په ده پورې هيڅ تړاونه لري. لكه د چا نه دا سوالونه كول چې، له كوم ځاى نه راغلې! چيرته ځې!… څه كار دې وكړ؟ څه اراده لرې؟ څومره عايد لرې؟ له چا سره شريك يې؟ فلاني درته څه وويل؟ د كورنۍ احوال مو څنګه دى؟ له ښځې او بچيانو سره دې څنګه ژوند تيريږي…
دا بې مورده پوښتنې چې د چا د تكليف لامل جوړيږي او كله درواغو او غيبت ته پكې مجبوريږي او ته چې بې ځايه پوښتنه كوې مسؤل به يې هم ته وې. خو خبره په همدې نكته كې نه خلاصيږي، ځكه نننۍ اړيكې اوعلاقې ډيرې كړكيچنې دي. نن ورځ مسلمان غريب او بيګانه دى او څوك چې پخپل دين منګلې لګوي مثال يې داسې وي لكه چې سكروټه يې په لاس كې نيولې وي.

هره خبره چې كيږي خپل ارزښت لري او بې رحمه جاسوسان په هر ځاى كې د وړو معلوماتو په لټه كې وي. اوس پخپله تصور وكړه چې ته پخپل ورور باندې د پوښتنو باران پيل كړې، چيرته لاړې؟ له چاسره دې ملاقات وكړ؟ څه دې وكړل؟ څه دې وليكل؟… حال دا چې پدې پوښتنو كې هيڅ ګټه او مصلحت پرته له فضولو خبرو او د نورو په كارونو كې له دخالت نه څه لاس ته نه راځي، خو دا بايد په ياد ولرى چې ته يا ستا ورور بايد د دې فضولي خبرو قيمت ادا كړئ! خو له څه شي به يې قيمت ادا كړې؟

له خپل وخته او د هغه له وخته چې خپل عمر په بې فايدې او بې هوده خبرو كې ضايع كوې.
له خپل ارزښته او د هغه له ارزښته، ځكه څومره زيات كلمات دي چې قيمت ته يې هيڅ قايل نه يې خو تا او نورو ته بې شمېره ضررونه رسوي.
له خپل او د هغه له دين نه ” ايا خلك پرته د خپلو ژبو د لو نه بل شى پړمخې دوزخ ته اچوي؟
يو ځل تجربه وكړه، كله چې د يوې خبرې د كولو سخته اشتها لرې، چپوالى غوره كړه. خپل او پردى وخت ذخيره كړه او د هغه په ځاى پر په بل څه كې فكر وكړه، او يا په ذكر كې مشغول شه. د خپل رب سره مناجات وكړه، خپله ژبه د هغه په ياد تازه كړه، له هغه نه وروسته دې خپل زړه ته مراجعه وكړه. كيداى شي وبه وينې چې زړه دې څومره راضي او ډاډه شوى.
ابن ابى الدنيا له امام مجاهد رحمه الله څخه روايت كړى دى چې فرمايي: له ابن عباس رضى الله عنه څخه مې واوريدل چې وېې فرمايل: پنځه شيان ماته له روزل شوو اسونو څخه هم ډير خوښ دي.
1.    په هغو كارونه كې خبرې نه كول چې په تا پورې اړه نه لري، ځكه دا غوره كار دى او له ګناه نه به پخپله خوندي اوسې.
2.    ستا په اړوند كارونو كې هم تر هغه وخته خبرې مه كوه تر څو دې چې خبرې ته ځاى نه وي پيدا كړى.
3.    له كم عقل سړي سره بحث او جنجال مه كوه.
4.     كله دې چې ورور غائب وه په هغو صفاتو يې يادوه چې ته خوښوې چې تا پرې ياد كړي.
5.    د هغه كس په څير عمل كوه چې غواړي د چا احسان ادا كړي او يا په ګناه نيول شوى د هغې په جبران كې اخته دى.

او ته اى مسلمانه دعوتګره!

ستا د ښه اسلام نښه دا ده چې په نا اړوندو كارونو كې ګډ نه شې او په ناخبرتيا له ځينې كارونو څخه خپل ځان لوړ ساته او له ډيرو هغو شيانو تيريږه چې اورې يې، خپل ځان په ډيرو ما ويلې او تا ويلې او بې ځايه پوښتنو مه مصروفوه، ځكه تا چې كوم مسؤليت په غاړه اخيستى او نور ورته رابلې ډير مهم، ارزښتناكه او ستر دى.
دا د الله تعالى د دين د پلي كولو وظيفه ده، بايد د نړۍ په هر ګوټ كې دا دين خپور او عام شي او كوم كسان چې د داسې غټو اعمالو لپاره ملا تړي هغوى د داسې سپكو او بې فائدې كارونو لپاره وخت نه لري.
«عن أبي هريرة قال قال رسول الله صلى الله عليه وسلم إن الله يرضى لكم و يكره لكم ثلاثا فيرضى لكم أن تعبدوه ولا تشركوا به شيئا وأن تعتصموا بحبل الله جميعا ولا تفرقوا ويكره لكم قيل وقال وكثرة السؤال وإضاعة المال »
“له ابوهريره رضى الله عنه څخه روايت دى چې رسول الله صلى الله عليه وسلم وفرمايل: بيشكه الله تعالى ستاسې لپاره درې شيان خوښوي او درې شيان درته بد ګڼي:
ستاسې لپاره خوښوي چې د هغه عبادت وكړئ او هيڅ شى ورسره شريك نه كړئ او د الله تعالى په رسۍ منګولې ولګوئ، ټول متفق واوسئ او بې اتفاقه نه شئ،  او هغه څه چې ستاسې لپاره نه خوښوي ډير بحث او جدل، ډيرې پوښتنې او د مال ضايع كول دي.
دعوتگره وروره!
د وقار او عزت له نښو څخه دا دي چې په غير مربوطه كارونو كې مه ګډيږه او كنه نو له ناوړه پايلوسره به يې مخامخ كيږې.

ليكنه: مصطفى طحان
ژباړه: حزب الله ناصح

Atomic Habits
د نصاب کتابونه

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Atomic Habits
Back to top button
واسع ویب