غواړﺉ چې سترګې مو سلامتې وي؟

په دې لنډه لیکنه کې درسره ځینې داسې ګټورې طبیعي لارې چارې شریکوو، چې ستاسې سترګې به د دید له کمزورۍ او نورو ناروغیو څخه وساتي.

۱. زیاتې اوبه وڅښئ: هره ورځ باید تر ۸ ګیلاسو او یا هم تر دې زیاتې اوبه وڅښل شي، ځکه اوبه څښل سترګې پاکې، روغې او جوړې ساتي. د انسان په وجود کې د اوبو کمبود د سترګو ګاټي او د سترګو داخلې برخې وچې ساتي. چې ورسره د سترګو ناروغۍ پیدا کیږي.

همدارنګه باید وویل شي، چې هره ورځ له ۸ تر ۱۲ ګیلاسو اوبه څښل د عمومي روغتیا، پوستکي او جنسي قوت لپاره هم ګتورې دي.

۲. تازه میوه او شنه سبزي: شنه او تازه سبزي او میوه جات په خپل ترکیب کې هغه مواد لري، چې د سترګو  غذایي اړتیاوې پوره کوي. شنه سبزي او تازه میوه د سترګو ناروغۍ په لویه کچه راټیټوي او د سترګو دید په زیاتولو کې مرسته کوي.

۳. د ډیجیټل وسایلو د کارولو په وخت کې دمه: په دومدار ډول په ساعتونو ساعتونو لپټاپ، سمارټ فون او دې ته ورته ډیجیټل وسایلو ته کتل سترګې ستړې او خرابوي. نو ددې ډول وسایلو د استعمال په وخت سترګو ته باید دمه ورکړئ.

روغتیا پوهان وایي، چې هر ۲۰ دقیقې وروسته، ۲۰ فوټه لرې ځای ته د ۲۰ ثانیو او یا هم زیات وخت لپاره وګورئ تر څو مو د سترګو د ناروغیو مخه ونیولی شئ.

۴. د سګریټ څکول پریږدئ: سګریټ نه یوازې سترګو بلکې د بدن عمومي روغتیا ته هم ډير زیان رسوي. سګریټ څکول د سترګو اوبه ختموي او د سترګو وچوالی پیدا کوي. نو که غواړئ چې سترګې مو ښکلې، روغې او قوي دید ولري، نو د سګریټ څکولو څخه همدا اوس لاس واخلئ.

فهیم خان صافی

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe



ترنم یوتیوب چینل

نوې ویدیو هره ورځ

سبسکرایب Subscribe


خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب