عمل د تاريخ لوری بدلوي
حمزه بابا مشر ميلمه و، د پيښور په نشتر هال کې ستره ادبي غونډه روانه وه. ارواښاد استاد محمد صدیق پسرلي له امير حمزه خان شينواري نه وپوښتل:
بابا خلک وایي ستاسو په غزل کې طبيعي ورته والی (تشبیه) بې جوړې خوږه او ډيره ده. خدای بخښلي حمزه صاحب ورته کړه: تاسې همداسې ياست (د لواړګي او تيرا خلک ځکه له کاڼو نه کورونه جوړوي چې هلته خاوره کمه ده.)
داکتر، انجينر، خټګر، ښوونکی، شاعر او ليکوال چې څه جوړوي، هماغه مواد پکې ګډوي چې ورسره موجود وي.
که چيرته دا شيان پاخه، پراخه او چاڼ شوي وي، نو بنګله ښايسته او مقصد پوره ، خوکه مواد ناکاره او لږ وي، د تصور انځور په عمل کی نیمګړی راځي.
د حمزه بابا دغه خبرې ادبي وې ، خو د ژوند په هره برخه کې خورا پخې او کاريدونکي دي.
که ښه وي يا بد ،خو زموږ نن د پرون غوندې نه دی ، ژوند په څټ او مخ په دواړو اړخونو باندې درومي، طبیعي لاره يې پرمختګ او غير طبيعي هغه يې پر شا تګ دی. مرګ ددغه تضاد وروستۍ پوله ده. د پرمختګ او شا تګ دواړو سره نوې- نوې مفکورې راپنځيږي.
له زړو مفکورو سره مخالفت تر يوه بریده د تجربو او د نوو سره موافقه يا ېې پر وړاندې ودريدل د چاپریال په پيژندنه او معلوماتو پورې نغښتې وي، که څوک خپل پرون هېروي، نو دغې پوښتنی ته سم ځواب نه شي ويلای، چې دا نن ښه دی يا بد؟
په همدې بڼه، که موږ د نن په سټه کې له شتو واقيعتونوڅخه سترګې پټې کړو او يا ېې په پټو سترګو د تجربې په توګه ومنو، دوه ستونزې مخې ته راځي.
لومړی مو د تاريخ د جوپې او د سيند د څپو مخالفه لاره نيولې .
دویمه داچې، په هغه پيښه کې مو خپله ونډه نفې کړې، چې په خپله پرمونږ اغيزه لري، يعنی خپل تقدير مو بل ته سپارلی دی.
خبرې او ليکنې د انساني شخصيت داسې تابلوګاني دي ، چې خلک پکې، د ويناوال همغه څه ګوري، چې ويونکی او ليکونکی ېې نه ویني. موږ هر يو، چې څه ليکو د ځان په حواله يې لیکو او ځانونه طبیعتا افغانستان پورې تړلي ګڼو، افغتانستان د سیاسي ، پوځي، اقتصادي او ټولنيزي وضعې له اړخه دومره انديښمن حالت کې اچول شوی، هغوېې چې د وطن په توګه يې سم ګوري نور ورته کتی نه شي.
خبره د ائتلافونو د جوړ والي نا جوړوالي، د مخالفانو د بري، ماتي ، د سني، شعيه، پښتون، تاجک، هزاره، ازبک د کچې نه ډیره وراوښتې ده (د نیمګړي اقتدار په خاطر بشپړه معامله) ددې پرضد يا د وطن د ژغورنې په پار مبارزه ملي اصلي لاره او ددې لارې پر خلاف له يوې او بلې مورچې نه په قلم او ټوپک جنګيدل بدله طریقه ده.
زموږ يو شمير درانه هيوادوال، چې د پوره کره کتنې او د وخت د نشوالي له امله د کنډو کپر جملو نه ليکونه، شعرونه او خيالي انځورونه جوړوي، حق يې دی، ځکه هر انسان تر خپله وسه پړ دی، خو د حالاتو د حساسيت له مخې ښه کار دادی، چې ناغيړ شیان په اسلام ،افغانستان، سياست، سازمانونو او قومونو پورې ونه تړل شي.
ځکه، چې مسله فلسفي او ايديالوژیکه بڼه نیسي، ددغه شان خبرو راسپړل له یوې خوا څخه ژوره پوهه غواړي او له بله پلوه، د فرهنګي مبارزې لوری انحراف خوا ته بیايي او تر ټولو مهمه داده، زموږ وطن په اوسني حالت کې دومره دردونه، ټپونه او غمونه لري، که همدا مو سر ته ورسول غټه توره ده.
د سیاست کاروان دې ته ډب نه دی ولاړ، چې ستونزه په څه کې ده؟ چا راپيدا کړې او څنګه راپيدا شوې ده ؟
سوال دادی، دټولنې له سلو نه اته نوي استوګن که مسلمانان دي او یا هندوان دي، ټول دردیدلي ژړيدلي او ژوبل دي او له دغو کړاونو څخه د خلاصون ملي عملي او علمي لاره کومه یوه ده؟ تر څو چې خپله ټولنه همغسې ونه پيژنو، لکه څنګه چې ده، په هغې کې ځان تشخيص نشي، دوستان معلوم نه شي او د سياست د هر پړاو ملګري او مخالفان په نښه نشي، احساساتي او هوایي سلوکونه همداسې دي، لکه د خلکو په منځ کې د بم يا ځان وژونکي الوزونه.
د وخت او زمانې له مناسباتو نه سالم تحليل او پوهه د مبارزې د تيورۍ جوهر دی، سیاست د جايداد، تجارت ژبې قوم او کلتور په شان د چا مال نه دی، چې پخپله لاره يې برابر کړي. سیاست پخپل هيواد کې د اساسي تضادونو څخه د فرعي تضادنو بیلول، دهغو د عواملو تثبیتول او له هریوه سره پخپل وخت داسی مناسب سلوک اختيار ول دي، چې ټکر او حل يې د ملي کټو پر محور وڅرخي.
ددې زمانې انسان نشې کولای، چې د خپل خيال په نړۍ کې له ځان نه ګردچاپیره اوسپنيزه کلا راتاوه کړی او د مرمرينو قصرونو له طلايي برجونونه د اسمان ستوري وولي او ځان د هغې جګړې فاتح وګڼي، چې په ثواب او عذاب کې يي بی برخې و .اوسمهال، سياست په مسلطو ټولنیزو واقیعتونو او شریکو ګټو ولاړ دی، څوک چې دا پيژندلی ، شرحه کولی او رهبري کولای شي، هغه ځکه په حکومت کې، اکثریت او شخصیت دی، چې حوادث په ځان پسی راکاږي.
تا ويلي ما ويلي ، ژړاګانې ، هنګامې ، مرګونه، غيبتونه او صفتونه، دايوهم حوادث نه دي، دا د اصلي او غټو حوادثو پيداوار يا انعکاس دی، پدې زمانه کې د هوښيار، سیاسي، وطنپال او ذموار بنيادم لومړنۍ ملي او انساني دنده دا ده، چې د پوهی په وسیله اغيزمن عمل وکړي داسې عمل چې د تاريخ لوري ته بدلون ورکړي او په نتيجه کې بې اختياره انسان د اختیار خاوند شي.