عضلات او حرکات، عضلو جوړښت او ډولونه
عضلات او حرکات
تاسې اړتیا لری، چې د خپل ورځني ژوند پر مهال ګڼ حرکات ترسره کړئ. عضلات له تاسې سره په دې کار کې مرسته کوي. په دې درس کې تاسو ته د عضلو د جوړښت په اړه او په حرکاتو کې د عضلو د رول په اړه معلومات درکوو.
د عضلو جوړښت
عضلې د الیاف په نامه له ځانګړو حجرو یا د عضلې له تارونو څخه جوړې شوې دي، چې یو د بل تر څنګ پراته دي. د عضلې د حجرو په دننه کې پروتین ډوله نري تارونه شته، چې د انقباض یا کېکاږل کېدو وړتیا لري. کله چې د عضلې ټولې حجرې کېکاږل شي، عضله هم منقبض کېږي او په نتیجه کې د یو غړي د حرکت لامل ګرځي.
د عضلو ډولونه
عضلې درې ډوله دي. مخططې یا سکلیټي عضلې، ښویې عضلې او د زړه عضله
- سکلیټي عضلې
د انسان سکلیټي عضلې د بدن تقریبآ ۴۰٪ وزن جوړوي. سکلیټي عضلې د حرکت لپاره د بدن په هډوکو پورې نښتې دي او کولای شي سلګونه ډوله حرکت منځ ته راوړي. کېدای شي دا حرکتونه د یو غوسه شوي شخص په څېره کې ولیدل شي. کله چی د حرکت اراده وکړو؛ نو له مغز څخه پیغام سکلیټي عضلو ته لېږدول کېږي او په نتیجه کې یې حرکت منځته راځي. د پلې (Tendon) رشتې سکلیټي عضلې له هډوکو سره نښلوي.
کږوونکې او سموونکې عضلې(Flexor and Extensor Muscles)
عمومآ د بدن عضلې په جوړه ډول کار کوي، چې له دې جوړې څخه یوه یې د بدن یوه برخه کږوي او بله همدغه بېرته خپل سم حالت ته راوړي. بېلګه یې د مټ دوه سرې (Bicep) او درې سرې (Triceps) عضلې دي، کله چې دوه سرې عضله انقباض وکړي، مټ د اوږې خواته وړي او کله چې درې سرې عضله انقباض وکړي، مټ بېرته خپل پخواني حالت ته ځي.
نو دې پايلې ته رسېږو چې هره عضله چې د بدن یا سکلیټ یوه برخه کږوي یا منقبض کوي، د کږوونکې یا فلیکسر په نامه یادېږي او مقابله عضله یې چې کږه شوې برخه خپل حالت ته راولي یا یې سموي، د سموونکې یا ایکسټنسر په نامه یادېږي. لکه د مټ دوه سرې عضله کږوونکې او درې سرې عضله سموونکې عضله ده.
- ښویې عضلې
ښويې عضلې مخططې برخې نه لري. د دې عضلې حجرې اوږدې او دوک ډوله دي، ارام حرکت کوي او لږه انرژي مصرفوي. د پاڼې په شکل جوړې شوې دي او د هضمي سیستم، تنفسي سیستم، د وینې د رګونو او تکثري مجراوو کې شتون لري. دا عضلې غیر ارادي عضلې دي.
- د زړه عضله
د شمزۍ لرونکو حیواناتو زړه له دې عضلو څخه جوړ شوی دی او داسې معلومېږي، چې نه ستړې کېدونکي عضلې دي. دغه عضله د ښويې او مخططې دواړو عضلو ځينې ځانګړتیاوې لري لکه جوړښت یې مخطط دی او دنده یې غیر ارادي ده. د زړه عضلې په خپلو حجرو کې دوه هستې لري.
ارادي او غیر ارادي عضلې
- ارادي عضلې
ارادي عضلات هغه دي چې ستاسې بدن يې په لوی لاس کنټرولولی شي، دا عضلات ستاسې په هډوکو پورې يا په مستقيمه توګه او يا د يو ډول پنډو فيبري بنډلونو په مرسته نښتلي دي، چې عضلي وتر (Tendon) يې بولي. د دې عضلي وترونو له منځه يو هم اکيلس وتر چې تاسې يې په ښه توګه حس کولی شئی او د ښنګري تر څنګ موقعيت لري. خو د ارادي عضلاتو کار يوازې اطراف ته په حرکت ورکولو پورې رالنډ نه دی. ستاسې ژبه، سترګې او ژامه له دې عضلاتو پرته حرکت نه کوي.
- غیر ارادي عضلې دا هغه عضلې دي، چی زموږ په اختیار کې نه دي لکه د زړه عضلې، د معدې عضلې او داسې نورې عضلې، چې حرکت یې موږ نه شو کنترولولی.
د غړو د انقباض لپاره انرژي
عضلاتي حجرې د هوازي او غیر هوازي انرژۍ په واسطه په پرله پسي ډول ATP تولیدوي، د حجرې د استراحت په وخت کې دا انرژي غیر فعاله وي؛ خو کله چې انګېزه د غړي د حجرې مرکز ته ورسېږي او د کلسیم ایون اندوپلازمیک ریتیکولم څخه ازاد شي، نوموړې قوه فعالېږي او تقلص پیلېږي. د دې ټول بهیر لپاره انرژي د ATP څخه په لاس راځي.