عسل یو ضد د میکروب درمل

(Infection) څه ته وايي؟

عفونت، دبدن په نسجونو کې د ميکروبونو بريد او تکثرپه ځانګړي ډول که دميتابوليزم، زهرو، دباکترياګانو د داخل الحجروی تکثر يا انټی جن انټی باډی دځوابونو له امله دحجرو د موضعې رنځ لامل وګرځي.
 اوسنی ساینس پوهان په دې انددی چی عسل دمیکروب ضددرمل دی(Antimicrobial)، چی مطلب ئې دادی چی عسل هرډول میکروب، جراثیم اونور۔۔۔۔۔ وژنی، له همدې کبله دزخمونو لپاره پوره کار کوي.
 عسل د(beewax) په نامه سره یوه ماده لری، چی دپوستکی دخرابولو، دچاودلو، دشونډانودچولواودټول بدن لپاره بهترېن کریم اولوشن دی۔
 عسل په ځانګړی ډول سره دوینې دپوره کولولپاره اوهمدارنګه دمعدې دناروغیولپاره ډېرښه دارودرمل دی۔
په عسلوکی دوه ډوله انرژې شتون لری:
1 ګلوکوز(Glucose): چی دالنډمهالې انرژې ده، داانرژې ډېره ژرپه بدن کی خپریږی، اواغیزې ئې ډېرې ژرجوتېږی۔
2 فرکتوز(Fructose): چی دااوږدمهالې انرژې ده، ډېربتی ده اوترډېروخت پوری دوام لری، اواغیزې ئې ترډېروه مهاله پوری په بدن کی ځای لری۔

دعسلواستعمال ، ګټې، اغيزې، دنوروموادوسره:

 په مساوی اندازه سره عسل اود شونډ(چی په اردوکی ادرک اوپه انګلېسی کی ورته (Ginger) وایی ددې جوس ورسره ګډکی، چی دادټوخی، زکام، دستونی اودپزې دبهېدولپاره تجربه شوی درمل دی۔
نیم ګرام دتورومرچوپوډر، دعسلواود شونډودجوسوسره ګډکی،چی دادسالنډۍ لپاره بهترینه درملنه ده۔
دخولې دهرډول ناروغیو لپاره لکه دانې، سپین داغونه اویا (پخلې) اوداسی نورونارولپاره ښه علاج دی۔
 دزرهاووکلونوراهیسی عسل دزخمونولپاره استعمالیږی، چی تاریخ ئې دمیلادڅخه دمخه ښودل شویدی، داځکه چی په عسلوکی هیڅ میکروب اوجراثیم ژوند نه شی کولای۔
کله چی عسل دزردکودجوس سره یوځای استعمال شی، دسترګوددرد، سوروالی،دسترګود دانواودیدلپاره ډېره ښه غوره درملنه ده۔
عسل په بدن کی (غوړ) اوقبض په مکمل ډول سره پایته رسوی، کچیری عسل سهارپه نهاره باندی په یوه ګلاس ګرمو شیدوکی چی 6 څاڅکی دزېرې تېل هم ورواچوی نوغوره درملنه اوتجربه شوی دواده۔
په عام ډول سره دعسلوخوراک دانسان دبدن مقاومت دناروغیوپه مقابل کی زیاتوی۔
د وېښتیانودهرډول ناروغیو لپاره مجرب دی، لکه رژېدل، ماتېدل، تویدل اونور۔۔۔۔۔۔۔۔ داپه هغه وخت کی ډېره فایده کوی چی عسل دهوږې سره یوځای سی۔

په پورتني ايات شريف كي دعسلوفايدې اووعسلوته د(شفاء)تورى استعمال شويدي اومطلب ئې دادى چي عسل دناروغيودارودرمل دي ساينس پوهانوپه دې وروستيوكي په عسلوكي لاندي موادپيداكړيدي
(دانګوروګلوكوز)قندي مواد، مېوه جات(فركتوز)، دني شكرقندي مواد(سكروز)، ديكسترين، پروتين، استروجن، حمض النمل، اوسپنه، پوتاشيم، سوديم، منګنيز، فاسفورس كلورائيډ، حبوب اللقاح، خوشبويه مواداوداسي
نورډېرموادلري چي لاتراوسه نامعلوم دي. عموماًپه طب كي عسل دتسمم دناروغۍ، دينې اودمعدې داضطراباتولپاره ډېراستعماليږي، همدارنګه دمغزودكمزورتيا، دزړۀ دكمزورۍ، دمغزودارامولو، روماتيزم اواعصابولپاره ډېرګټوردي.
په مصركي دعسلوپر(۵۰)استفادو يوبين المللي كانفرنس دائرشوي ؤ اودلاندنيوپنځوقسموعسلوبيان ئې وكړ:
دپخته ګل عسل، دكېلې دګل عسل، دبرداقوش دګل عسل، دتورې دانې(دانه سياه)دګل عسل او دشړشمودګل عسل.
لیکنه اوڅېړنه: عبدالغفارجُبیر

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe



ترنم یوتیوب چینل

نوې ویدیو هره ورځ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ
wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب