صفيه بنت عبدالمطلب (رض)

صفيه د عبدالمطلب بن هاشم لور د بني هاشم د قبيلې څخه وه او په قوم قريشي وه . د حسب او نسب له مخې د ډير لوړمقام ميرمنه او د حضرت محمد صلى الله عليه وسلم د پلار خور هم وه. او مور يې هاله د بي بي آمنې خور يعنې د پيغمبر صلى الله عليه وسلم ترور وه.

حمزه رضي الله عنه ( سيد الشهدا) د جګړې د ډګر زمرې چې د اسدالله او اسد رسول لفب وركړل شوى وو ددې مباركې ورور او  زبير بن عوام چې د نبي كريم صلى الله عليه وسلم حواري او د عشره مبشره له ډلې څخه وو د دغې سپيڅلې ميرمن زوى وو.

ميړه يې عوام بن خويلد د حضرت خديجة الكبرىٰ رضي الله عنها ورور وو. اوس نو ددومره لوړ حسب او نسب  او لوړ ټولنيز مقام په درلودو دغه سپيڅلې ميرمن د كوم شي كمې درلود؟
صفيي رضي الله عنها په لومړيو كې اسلام ومانه او د مهاجرينو سره يې مدينې ته هجرت وكړاو د پيغمبر صلى الله عليه وسلم څخه يې ډير زيات احاديث ياد كړل چې د احاديثو په كتابونو كې روايات شوي دي.
كه ددغې باعزته ميرمنې ونډه د جهاد او جګړې په ډګر كې وكتل شي نو دا به په ډاګه شي چې دغه سپيڅلې  ميرمن  زړوره ، شجاعه او په سختيو او تكليفونو كې د صبر او حوصلې په درلودو كې  تر ټولو ميرمنو وړاندې وه.
د اسلام په لومړيو كې  ښځو د نارينه و و سره يو ځاى په جهادونو كې برخه اخسته او هغوي سره به يې د زخميانو په تداوۍ او د ډوډۍ په تيارولو كې مرسته كوله. صفيي رضي الله عنها هم د احد په جنګ كې د اسلام د غازيانو سره يو ځاى برخه اخستې وه  او د نورو مسلمانو ميرمنو په څير د زخميانو په تداوۍ بوخته وه چې په ناڅاپي ډول د مسلمانانو لښكر كې ماتې ګډه شوه ، كله چې صفيي رضي الله عنها وليدل چې ځنې مسلمانان د جنګ د ډګر څخه په شاه راروان دي نو خپله نيزه يې راواخسته ، د هغوي مخه يې نيوه  او هغوي يې بيرته ستنولو ته اړويستل. د الله رسول صلى الله عليه وسلم هغې ته متوجه شو نو حضرت زبير رضي الله عنه يې وروليږه څو هغې ته د حضرت حمزه رضي الله عنه په شهادت تسكين وركړي او داسې كومه چاره وكړي څو موريې ( صفيه رضي الله عنها) د خپل ورور حضرت حمزه مثله شوي وجود ونه ګوري. صفيي رضي الله عنها خپل زوي زبير رضي الله عنه ته وويل چې : اي بچيه ! اوريدلې مي دي چې زما د ورور جسد يې مثله كړى دى. زما ورور د الله په لاركې مثله شوى دى او مونږ بايد په هغه څه چې د الله په لاركې پرمونږ راضي خوښ و واسيږو. زبير رضي الله عنه د دې خبرې په اوريدو د خپلې مور ايماني قوت او خداى خوښونكى شهامت ته حيران شو او هغه يې په خپل حال پريښودله.

دغه سپيڅلې ميرمن لاړه څو د خپل ورور ټوټې ټوټې وجود وګوري ، په ډير شهامت سره يې د خپل ورور حضرت حمزه سيد الشهداء څيرې شوي ځګر ته ژړل او د چغ او پغ پرځاى يې هغه ته وويل چې : صبر به خپل كړم ، د الله په مشيت خوښه يم او اى ابو عماره ( حمزه رضي الله عنه ) تا دې الله وبخښي.

د خندق په جنګ كې مسلمانانو د مدينې د ساتنې لپاره د مدينې په چارچاپير كندې ( خندقونه ) ويستلي وو، ښځې او ماشومان يې په هغه خالي كلا كې چې د مدينې ترټولو امن ناكه كلا وه او د حسان بن ثابت رضي الله عنه پورې يې اړه درلوده ځاى پرځاى كړل او حضرت حسان بن ثابت رضي الله عنه يې ددوى د چارو د سمبالونې په موخه دوى سره پريښوده. كله چې يهود له دې خبرې خبر شول نو تصميم يې ونيوه چې په دې كلا حمله وكړي. ښځې او ماشومان قتل كړي، او ددې كار لپاره يې لومړى يو جاسوس وليږه چې د كلا احوال راوړي. حضرت صفيي رضي الله عنها دغه جاسوس وليده او په ډيره تيزۍ د حضرت حسان بن ثابت رضي الله عنه خواته ورغله او هغه ته يې وويل چې يو يهودي د كلا په دننه كې ګرځي او ورشه او ويې نيسه . حضرت حسان په ډيره شرمندګۍ سره ورته وويل چې كه چېرې ما د جنګ توان درلودلاى نو اوس به د رسول الله صلى الله عليه وسلم په څنګ كې ووم.حضرت صفيي رضي الله عنه ددې خبرې په اوريدو يو لرګې راوخسته او د يهودي د رانيولو لپاره روانه شوه. حضرت صفيه رضي الله په دې كار وتوانيده او هغه جاسوس يې په يو حساس ځاى كې راګيركړ، سر يې ورته له تن څخه جلا كړ او له كلا آخوا يې د يهودو خواته وغورځاوه . كله چې يهودو دا صحنه وليده نو هغوى وويرېدل او ګمان يې وكړ چې د كلا دننه ښه تكړه جنګيالي ځاى پرځاى دي او د كلا ساتنه كوي نو ځكه په ډيره ويره سره له هغه ځايه وتښتيدل او ښځې او ماشومان د هغوى د شرڅخه په امن شول.
دغه سپيڅلې مجاهده ميرمن په ۲۰ هجري كال د حضرت عمر رضي الله عنه د خلافت په زمانه كې وفات شوه او د بقيع په هديره كې خاورو ته وسپارل شوه.

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
واسع ویب

واسع ویب فیسبوک پاڼه لایک کړئ

زموږ فیسبوک پاڼه لایک او له نورو سره شریکه کړئ

#مننه_چې_یاستئ