صبر د قرآن، حدیث او مشرانو له نظره
د صبر مفهوم:
صبر د لفظ په لحاظ کوچنی دی، خو په معنوي لحاظ خورا دروند مفهوم په ځان کې رانغاړي، ځکه انساني نفس ډیری بي ځایه غوښتني لري، صبر دی چې انسان نه پریږدي تر څو دغه خواهشات پوره کړي.
صبر لغت کې بندول او په اصطلاح کې: په مينه او دوامداره شکل د نيکيو کول، له بديو منع کيدل او د تکليف په وخت له جزو پزو ځان ساتلو ته وايي. له تعريفه څرګنده شوه چې صبر په درې قسمه دی:
۱ـ د نيکيو په کولو صبر: دا پدې معنی دی چې د الله تعالی له لوري په بنده کوم احکام لازمي شوي وی، هغه په ورین تندي ومني او تل یې عملي کړي.
۲ـ له بديو څخه د ځان ساتلو صبر: د اهغه صبر دی چي کله نفس ګناه او بدیو ته میلان وکړي، اسباب ورته برابر وي خو بیا هم د هغې مخالفت وشي.
۳- په کړاوونو صبر: د الله تعالی لخوا په راغلیو ستونزو له صبر څخه عبارت دی، ددې صبر معنی داده چې مخلوق ته خپل شکایت ونه شي، ناروا الفاظ له خولې ونه ویستل شي…
صبر د قرآنکريم په رڼا کې:
قرانکريم د ستر اخلاقي بنسټ په توګه؛ په مختلفو لارو خپل پېروان د صبر کولو ته رابولي، کله صبرکوونکو ته د خوښۍ او ښايسته بدلې زيري ورکوی، د البقرې سورت ۱۵۵ ايت کې راځي: صبر کوونکو ته ( د خوښۍ او خوشالۍ، د راحت او اطمينان، د ښايسته نعمتونو او هميشنيو جنتونو او …) زيری ورکړه.
کله الهي دربار دا خبره په ډاګه کوی، چي صبر کوونکی ددې وړ دي، چي الله تعالی ورسره مينه وکړي او رسما ورته خپله مينه اعلان کړي، فرمايي: الله تعالی له صبر کوونکو سره مينه کوي. آل عمران ۱۴۶ ايت ژباړه د الهي مينې قدر هغه څوک پيژني چې الله تعالی يې په سمه توګه پيژندلې وي؛ د کايناتو خالق، واکدار او متصرف… د حيواناتو رازق او وده ورکوونکی…
ستر احسان کوونکی او په بشريت ستر نعمت وروونکی… چې له چا سره مينه کوي، هغه به څومره د عزت او شرف له وياړ برخمن وي؟ يقيني ده چي الهي مينه ګټل ستر عزت دی او لدې بل ستر د شرف مقام نشته.
د صبر ارزښت لدې هم څرګنديږي چې امت ته په عام شکل او رسول الله صلی الله عليه وسلم ته په خاصه توګه پرې امر شوی دی؛ د البقرې سورت ۱۵۳ ايت ژباړه کې راځي: ای د ايمان څښتنانو، په صبر او لمانځه سره مدد حاصل کړئ، يقينا الله تعالی له صبر کوونکو سره دی. کله چې الله تعالی له چا سره مل شي؛ خپله مرسته او نصرت ور ډالۍ کړي، بيا هغه ته هيڅوک ضرر نه شي رسولای، او دا ملګرتيا په صبر ګټل کيږی.
علامه محمد علي صابوني رحمه الله فرمايي: په ايت کريمه کې د صبر او لمونځ يادونه شوی، ځکه چې په صبر ټول فضائل ګټل کيږی او په لمانځه سره ټول بد خويونه او رزائل له منځه ځي.
د احقاف سورت ۳۵ ايت کې رسول الله صلی الله عليه وسلم ته په صبر امر شوی او ورته ښودل شوي، چې صبر يواځی ستا کړنه نه؛ بلکې د اولوالعزم پيغمبرانو صفت هم دی، ژباړه يې داسې ده: اې پيغمبره، د قوي هوډ د خاوندانو په څېر صبر کوه.
رسول الله مبارک په مکي دور کې په ثبوت ورسوله چې د صبر بيلګه ده او هغه چي څومره دخلکو په اذيتونو. تکليفونو، مصيبتونو او نورو صبر وکړ، تاريخ يي په خپله لمن کې نه شي ځايولای.
خو سره لدې هم په باربار رسول عليه السلام ته د صبر امر کول پدې دلالت کوي، چې مسلمان بايد تل صابره اوسي، په هيڅ صورت صبر پرينږدي، مسلمان بايد په مکرره توګه ځان تمرين کړي چې څنګه د صبر مقام لاسته راوړي؟
صبر د احاديثو په رڼا کې:
د رسول الله صلی الله عليه وسلم احاديث پدې باب زيات دي، چې د بيلګې په توګه يې ځينې رااخلو: د ابوهريره رضي الله عنه څخه روايت دی چې محبوب عليه السلام فرمايلي دي: د چا په اړه چې د الله تعالی د خير اراده وشي، نو مصيبت پري راولي. رواه البخاري
په غم سره ګناهونه رژيږي،¸ددرجو د پورته کيدو سبب ګرځي، کله چې په ښه انسان تکليف راشي، حتمي ده چې هغه به صبر کوي، په صبر سره ورته بې شميره اجرونه او بدلې ورکول کيږی، نو مسلمان بايد په ازميښت خپه نه شي، په هغې صبر وکړي، ځکه چې ده ته د کړاو رسيدنه د الله تعالی لخوا دده په اړه د خير د ارادې دليل دی.
په بل ځای کې رسول عليه السلام خپل امتيان د صبر کولو ته تشويقوی او هغه چاته چې صبر نه شي کولای، فرمايي: څوک چې په ځان کې د صبر پيداکولو کوښښ کوي، الله تعالی به ورته د صبر توفيق ورکړي او هيچا ته د صبر څخه غوره او پراخه ډالۍ نه ده ورکړل شوی. متفق عليه. کله چې يو څوک د غوره بدلون هڅه کوي، الله تعالی يې بې مرستې نه پريږدي، په ځان کې د صبر ماده پياوړې کول د غوره بدلون هڅه ده او دښو اخلاقو په لور تګ دی.
د حديث شريف په بله برخه کې صبر ته غوره الهي ډالۍ ويل شوی، ځکه چې ژوند په صبر ولاړ دی، بې صبره ژوند له نه ژوند سره برابر دی.
په مؤمن چې هر مصيبت راځي، دا دده د ګناهونو کفاره ګرځي، همدا خبره لدې حديث څخه ښکاره کيږي، چې فرمايي: هميشه وي چې د مؤمن په نفس، اولاد او مال کې پرې امتحانونه کيږی، دا لړۍ تر دې دوام کوي، چې د الله تعالی سره مخ شي او هيڅ ګناه پرې نه وي. رواه الترمذي
کله چې په هر تکليف سره مسلمان ته اجر ورکول کيږي، نو بيا ولې پرې خپه شي؟ ولې بې صبري غوره کړي؟
په نورو احاديٍثو کې صبر ته روښنايی ويل شوی او د مؤمن ژوند پدې غوره ګڼل شوی، چې په راحت کې شکر او مصيبت کې صبر کوي.
رسول الله عليه السلام په يو حديث کې موسی عليه السلام ته د رحمت دعا کوي، فرمايي: الله تعالی دې په موسی عليه السلام رحم وکړي، هغه لدې ډېر په اذيت شوی وو، خو صبر يې وکړ. متفق عليه
هو! هغه صبر وکړ، د قوي عزم د خاوندانو په ډله کې شامل شو، هغه صبر وکړ، د کليم الله ويياړ يې وګاټه، هغه صبر وکړ، د رحمة للعالمين په خوله ورته د رحمت دعا وشوه… که تا صبر وکړ، بې له شکه چې الهي محبت، نصرت ، ملګرتيا، جنتونه او بې حسابه اجر به وګټې.
صبر د مشرانو له سترګو:
حضرت عمر رضي الله عنه فرمايي: موږ يواځي په صبر سره ښه ژوند ترلاسه کړ.
همدا راز حضرت علي رضي الله عنه ويلی دي: صبر په ايمان کې داسې دی، لکه سر په بدن کې، د چاچې سر نه وي، د هغه بدن هم نه وي او د چاچې صبر نه وي ايمان يې نه شته.
پياوړی مفسر علامه قرطبي رحمه الله فرمايي: د صبر ثواب بې اندازي دی، خو دا هغه څوک ګټلې شي، چې د غم په اول سر کې صبر وکړي.
علامه ابن قيم رحمه الله ايمان په دوه برخو ويشي او يوې ته يې صبر وايي، نوموړی وايي:اايمان دوه توکړې دی، چې يوه يې صبر او بله يې شکر ده.
ميمون بن مهران رحمه الله وايي: له ګناهونو څخه صبر د صبر له اعلی قسمونو څخه لومړنې قسمم دی.
یو حکیم وايي: چاچې د حلم او صبر ونه وکرله، نو د روغې جوړې میوه به وشکوي.