
شعر څه ته وايي؟
د شعر پېژند:
په انګلیسي (Poem) هغه کلام ته ویل کېږي چې بحر، وزن، ردیف او قافیه ولري. ځینې نور بیا د شعر لپاره دغه شرط نه ګڼي او د شعر تعریف داسې کوي چې انسان د خپلو احساساتو، جذباتو او عواطفو اظهار په داسې ادبي رنګ کې وکړي چې د اورېدونکي یا لوستونکي احساسات هم په هماغه شان راوپاروي لکه څنګه چې د شاعر را لړزېدلي وي. که داسې کلام د بحر، وزن، ردیف او قافیې د قید دننه وي هم شعر دی، او که له دې څخه آزاد وي، هم شعر دی.
شعر د یوه ځانګړي ذهني او عارفانه حالت زېږنده دی، چې د هغه په نتیجه کې شاعر د چاپېریال د شیانو او انسانانو سره یو ډول روحي او ذهني اړیکه پیدا کوي. دغه اړیکه د احساس او فکر د تحریک سبب ګرځي، او شاعر خپله پنځونه په دې انفعالي حالت (الهام) کې وړاندې کوي. شعر په موزون بیان د خیال او فکر عاطفي تړون دی.